رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند/عبدالغفار جُبیر

0 1,705
رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۶برخه)
نبي کريــــــــم صلی الله علیه وسلم امــــــام الانبيـــــــاء دی
دمعراج حدیثونه تقریبا د دیرشو تنو اصحابو کرامو رضی الله عنهم څخه منقول دي، د جمهورو علماء دا عقیده ده چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم له مبارک جسد سره سدرة المنتهی ته تشریف وړی دی.
 له مسجد حرام څخه تر مسجد اقصی پوری د شپې تګ ته (اسراء) وایي او له مسجد اقصی څخه  سدرة المنتهی ته، د معراج تګ وایي.
دمعراج په شپه نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ټولو انبياوو  امامت کړی دی.
حافظ ابن کثیر رحمة الله علیه پخپل تفسیر ټوک ۳ کې د حضرت انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت رانقل کړیدی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل، چې زه په بیت المقدس کې وم، ډېر خلک راغلل او اذان وشو، وروسته بیا صفونه تیار شول، دامام لپاره انتظار ؤ، چې امامت به څوک کوي، حضرت جبرائیل علیه السلام راغی او زه یې تر لاس ونیولم او مخې ته یې بوتلم، لمونځ مې ورکړ، کله چې دلمانځه څخه فارغه شوم؛ نو حضرت جبرائیل علیه السلام راته وویل ای محمد صلی الله علیه وسلم! ته پوهیږې چې تا پسې چا لمونځ وکړ؟ له دې څخه وروسته حضرت جبرائیل علیه السلام وویل چې څومره انبياءعلیهم السلام چې الله جل جلاله مبعوث کړی دي دې؛ ټولو په تا پسې لمونځ وکړ.
د معراج په هکله تاسې کولای شئ چې نور معلومات دسیرتو، تفاسیرو او احادیثو په کتابونو کې ولولئ، چې بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم لومړي اسمان ته ځي، دوهم اسمان ته ځی او داسی نور…
۳۰: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم داحادیثوسندونه په بشپړتوګه
سره محفوظ دي، دقرآن کریم څخه وروسته احادیث په دوهم مقام کې دي، اوپه قرآن کریم کې راځي :
{وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَىٰ (۳) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَىٰ (۴) عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَىٰ (۵)} ( ایات : ۳، ۴، ۵ النجم)
ژباړه: دغه (محمد) له خپل نفسي خواهش څخه خبرې نه کوي؛ دا (قرآن) خو یوه وحیې ده، چې پر هغه نازلیږي. هغه ته برلاسي ځواکمن (جبرائیل علیه السلام) ښوونه کوي.
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم هر قول، فعل او کړنه په بشپړ ډول سره محفوظه ده، په لکونو احادیث شته چې له هغو جملې څخه دا کتب تسعه ( ۹ کتابونه) مشهوره دي، لکه موطاء امام مالک رحمة الله علیه،  بخاري شریف، مسلم شریف، ابوداؤد شریف، ترمذی شریف، نسایی شریف، ابن ماجه شریف او داسې نور.
هیڅوک نشي کولای چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د قول د یوه حرف زبر په زېر باندې بدل کړي، بل لور ته که موږ یهودو او عیسایانو ته وګورو؛ دوی په سند سره هیڅ داسې شی نلري چې هغه دې یا د سیدنا حضرت موسی علیه السلام او یا هم د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام قول وي، بل لور ته که موږ اوسني بایبل ته راشو؛ نو هغه پر دوو برخو باندې ویشل شوی دی (زوړ تړون) دحضرت عیسی علیه السلام مخکې حالات دي او (نوی تړون) له حضرت عیسی علیه السلام وروسته لیکل شوی دی. د حضرت عیسی علیه السلام خبرې په نوې عهدنامه کې دي، د نوې عهدنامې ۱۰٪ سلنه لا هم د حضرت عيسی عليه السلام ويناوې نه دي!
که موږ هغه بایبل ته راشو چې په هغه کې حضرت عیسی علیه السلام ته منسوبې ویناوې په سره رنګ باندې لیکل شويدي،  کوم  بایبل ته چې سور لیکې بایبل (Red Letter Bible) وایي، هغه ویناوې چې حضرت عیسی علیه السلام ته منسوبې دي؛ ټولې دیوې ورځپاڼې درې کالمه نه کېږي، او یا هم دغه ټولې ویناوې د نوې عهد نامې حتی ۱۰٪ سلنه لا هم نه پوره کوي، نو که موږ له عیسایانو سره ومنو چې دا د حضرت عیسی علیه السلام ویناوې دي، نو تر ۹۰٪ سلنه زیاتې یې دحضرت عیسی علیه السلا ویناوې نه دي، ځکه همدا بایبل له ماسره شتون لري .
حال داچې دغه ویناوې هم عیسایي نړۍ په سند سره نشي ثابتولای، چې دا ۱۰٪ دحضرت عیسی علیه السلام ویناوې دي. او همدارنګه اوسنی تورات (پیدایښت، خروج، احبار، تثنیه، اعداد) دا هم د حضرت موسی علیه السلام ویناوې او کلام نه دی داځکه چې :
اوسنی تورات نه دخدای کلام دی اونه هم دحضرت موسی علیه السلام ویناوې دي.
په تورات کې (۷۰۰) ځلې راغلي دي چې دا دخدای کتاب نه دی:
د اوسني تورات په دې پنځو کتابونو کې (پيدايښت، خروج، لاويان ،اعداد، استثنا)  راغلی دي چې، موسی خدای ته وویل او خدای موسی ته وویل او مطلب یې دادی چې دریم سړي دا خبرې لیکلي دي، نه سیدنا حضرت موسی علیه السلام؛ او که چېرې عیسایان تورات دحضرت موسی علیه السلام کتاب بولي؛ نو پکار دا وه چې داسې یې لیکلي وای: چې ما (موسی) خدای ته وویل او خدای  ماته وویل، هرځای حضرت موسی علیه سلام ته دغایب (دریم) شخص توری استعمال شوی دی نه د (متکلم) لومړی شخص؛ چې دا پوره د دې ثبوت دی چې دا نه دسیدنا حضرت موسی علیه سلام په لاس او حکم لیکل شویدي او نه هم دخدای کلام دی، بلکې دا په واقعیت کې په لایزال پروردګار جل جلاله او حضرت موسی علیه السلام پورې له ځانه جوړې شوې بې هوده لیکنې، کېسې او کرښې دي؛ چې دا په حقیقت کې د لوی خدای جل جلاله او د حضرت موسی علیه السلام په حق کې ګستاخي او بې عزتي ده۔
 زه اوس غواړم چې  يوه بېلګه یې درته وړاندې کړم.
اوسنی تورات د حضرت موسی عليه السلام کتاب نه دی:
لکه په بایبل کې چې راځي:
۱: او موسی د خدای بنده د خدای د فرمان مطابق په موآب کې وفات شو، او د موآب په یوه شله (وادي) بیت فغور کې ښخ کړای شو، چې تر اوسه دا قبر هیچا ته معلوم نه دی او موسی د وفات پر مهال د (۱۲۰) کالو ؤ او بني اسرائیلو د موسی لپاره د موآب په دښته کې (۳۰) ورځې وژړل او له همغه وخته راهیسی تر اوسه په بني اسرائیلو کې د موسی په شان بل پېغمبر نه راغی۔ (استثناء، ۳۴: ۴، ۵ اووروستني ایاتونه)
آیا دا ایاتونه حضرت موسی علیه السلام لیکلي دي؟
آیا دا ایاتونه دحضرت موسی علیه السلام په ژوند کې لیکل شوي دي؟
آیا حضرت موسی علیه السلام کوم چاته حکم وکړ چې دا ولیکه؟
آیا دا د الله جل جلاله وحې ده، حضرت موسی علیه السلام ته؟
آیاداسې بې بنیاده ، بېهوده او سرګردانه توري الله ته منسوبول او یا هم د الله جل جلاله اولوالعظم پېغمبر ته منسوبول پوره توهین او سپکاوی نه دی؟
تاسې د دې په هکله پوره معلومات په (بایبل پېژندنه) کې لوستلای شئ.
۳۱: الله جل جلاله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته تر ټولو محبوب ترین کتاب ورکړ، دنبي کریم صلی الله علیه وسلم تر ټولو غټه معجزه قرآن کریم دی او قرآن کریم داسې کتاب نه دی چې  یو انسان دې لیکلی وي.
 الله جل جلاله ۱۴ پیړۍ مخکې لا ټولو انسانانو او پیریانو ته چېلنج ورکړی دی او دا کار به هیڅوک ونشي کړای، لکه الله جل جلاله چې وایي:
{قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هَٰذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا}  الاسراء:۸۸
ژباړه: ووایه (ای محمده! دوی ته) که یو ځای (راټول) شي (ټول) انسانان او (ټول) پیریان، د دې لپاره چې راوړي په شان د دې قرآن (په فصاحت، بلاغت اودرایت کښې) نو را به نه وړي په شان ددې (قرآن) اګر که شي ځینې د دوی ځینو نورو سره ملا تړي.
بل ځای خدای جل جلاله وایی:
{أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِّثْلِهِ مُفْتَرَيَاتٍ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ} هود: ۱۳
ژباړه: آیا دوِی وایي چې پیغمبر دا کتاب له ځانه په درواغو جوړ کړی دی؟ ورته ووایه: ښه که داسې ده، د دې (قرآن) په څېر لس سورتونه په درواغو راوړئ او له الله څخه پرته نور چې هر څوک (ستاسې معبودان) دي؛ هغوی که د مرستې لپاره رابللی شئ، نو را ویې بلئ، که تاسې (د دوی په معبود ګڼلو کط) رښتیني یاست.
یوه عیسایي او یهودي راهب له ما سره پر دې باندې بحث هم وکړ او راته یې وویل چې :
۱: قرآن کریم دخدای کتاب نه دی. (العیاذبالله)
۲: قرآن کریم دبایبل څخه اخیستل شوی دی. (العیاذبالله)
۳: قرآن کریم محمد صلی الله علیه وسلم پخپله لیکلی دی او دی اُمی نه ؤ. (العیاذبالله)
تاسې د دې په هکله مکمل او مدلل معلومات زما د احقر په کتاب (آیاقرآن کریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟) لوستلای شئ. په دې کتاب کې دقرآن کریم پر اعجاز باندې پوره بیان شوی دی.
۳۲: نبي کریم صلی الله علیه وسلم تر ټولو مخلوقاتو افضل دی.
دحضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: زه له ټولو ړومنیو او وروستنیو څخه افضل یم.
دحضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې الله جل جلاله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته پر ټولو انبياوو او ټولو ملائیکو فضیلت ورکړی.
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم امت تر ټولو امتونو غوره امت دی دا ځکه چې الله جل جلاله فرمایی: (کنتم خیر امة).
د معراج په شپه باندې یې د ټولو انبياء امامت وکړ، چې له همدې کبله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته امام الانبياء ویل کیږي.
۳۳: نبي کریم صلی الله علیه وسلم به د قیامت په ورځ باندې د ټولو بنی آدم (بني نوع انسان )سرداروي.
دنبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک خصوصیتونه تر شمار وتلي دي، نور تاسې د سیرت په کتابونو کې کتلی او لوستلی شئ.
نوربیا…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply