د پاکستان دوه مخي لوبه د رسواتوب په درشل کې/هلمند پردیس

0 2,067

د وطن سره مینه ، د وطن سره وفا، وطن ته خدمت دا دې وطنپرستو ولسونو خاصه وي . دا خبرې مې ځکه وکړې چې افغان وطن به هم همدا شان ولسونه ابادوي او د پرمختګ تر پوړو به یې رسوي . دا چې افغانستان باید د پرمختګ تر پوړو ورسیږي .نو د یوه امن او سوله یز هیواد ارمان د پوره کیدو لپاره ضروري ده چې هر افغان وګړی ، هغه چې په هر برخه کې یې د وطن د ابادۍ ، او سوکالۍ په برخه کې وس رسیږي . همت او میړانه د وکړي . او خدمت د وکړي.

 ډاکتر هېواد همت هم یو د هغه افغان مهاجرینو څخه دی . چې د وطنوالو او د افغان وطن د دردنو قصه یې تر نړیوالو ورسوله او همداسې په یوازې ځان هڅه کوي چې د افغان وطن د دردونو او زخمونو غږ پورته کوي. که څه هم ښاغلی هېواد همت اوس یو عادي مهاجر دی . نه کوم دولتي مقام لري ، نه کوم دولتي ملاتړ لري . خو هغه کارونه چې باید افغان دولتي چارواکو چې په سر کې د بهرنیو چارو وزرات او اړوند اورګانونه راځي ، ترسره کړي وای هغه ډاکتر هېواد همت بې له کوم دولتي ملاتړه او بې له کوم امتیازه کوي، او په یوخای ځان یې دغو هڅو ته دوام ورکړی دي.

له نړیوالو سره د افغانانو حسنه اړیکې او د پاکستان دوه مخي توب انځور ښکاره کولو په اوس وخت کې خصوصآ د امریکا نوي دولتي ادارې سره یو ځای کار ډیر مهم او اړین بولم.

ډاکتر هېواد همت یو ځل بیا د خپلو لیدنو او کتنو په لړ کې تیره ورځ د امریکايي سناتور ریچار بلومنتل سره په یوه مطبوعاتي كنفرانس کې چې د كنيكتيكت ايالات قانون پوهانو په دفتر كي جوړ شوى وه . را څرګند شوو او د افغانستان لسیزې اوږدې جګړې ګوته يې د افغانستان مغرضو ګاونډيو ملکونو بلخصوص پاکستان ته ونیوله .چې دا یو تریخ حقیقت هم دی.
همت د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړله ، چې پاکستان خپله خاوره کې ټولو هغو تروریستانو لپاره پناه ځایونه ، روزن ځایونه ، طبي اسانتیاوې ، پیسې او وسلې برابروي .کوم چې په افغانستان کې خونړي بریدونه ترسره کوي . او د دوی ملاتړ بغیر تروریستان د دغه خونړۍ جګړې یوې میاشتې اوږدیدو توان هم نلري .

او د امریکا نوي ټاکل شوي جمهور ریس ډانلډ ټرمپ يې غږ وکړ چې که تاسو غواړئ، دا جګړه وګتئ، او د خپلو سرتیرو وینو تویدلو مخه ونیسئ . نو پر پاکستان فشارونه زیات کړئ . تر څو افغانستان ته د تروریستانو صدور بند کړي، او هر رنګه ترهګرپالنه  د هم نوره بس کړي.
د یادولو يې بولم چې ډاکټر هیواد همت تیره میاشت د فیبروری په اته ویشتمه د امریکا کانګریس ته د جمهور ریس ډانلډ ټرمپ ګډې مهمې او تاریخي وینا مراسمو کې هم د رسمي میلمه په صفت ګډون کړی وه او هغه مهال يې هم د افغانستان روانې غمیزې او حل په موخه د ډیر شمیر امریکايي سناتورانو او وکیلانو سره خبرې اترې کړي وې . چې له هغې خبرو دوه ورځې وروسته د امریکا سنا مجلس د نظامي کميټې مشر سناتور جان مکین رسنیو ته په یوه بیان کې وویل چې د امریکا نوی جمهور ریس باید د افغانستان مسله د خپلو کارونو په سر کې راولي .

موږ له ښاغلی ډاکترهېواد همت څخه مننه کوو ،‌ چې تل يې هڅه کړي چې د افغانانو او افغانستان غږ تر نړیوالو ورسوي . او همدا رنګه پر هر افغان دا فرض ده . چې د نړۍ په هر ګوټ کې مو چې وس رسیږي ، د افغانانو د دردونو غږ پورته کړئ . تر څو نړیوال دیته اړ شي چې په خپلو ستراتیژیو له سره غور وکړي.

د سوکاله او اباد افغانستان په هیله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply