پور ورکوونکو ځيني افغانان په بند کې ساتلي چې دا کار انسانى قاچاق دى

0 2,022
موسى زى

کابل(پژواک،٢٦ کب٩٥): د ځينو کسانو له لوري يو شمېر کورنيو ته پيسې په پور ورکول کيږي او بيا وروسته پرې شاقه کارونه کيږي چې دغه کار د قانون له مخې انسانى قاچاق بلل کيږي.

د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې ځينې بيوزله کورنيو ته د يو شمېر کسانو له لوري پور ورکړل شوى ترڅو په باغونو، کورونو، دوکانونو، د خښتو په بټيو او نورو سيمو کې شاقه کارونه په لږ  مزد ورسره وکړي.

پور وړي کسان او کورنۍ يې له پور ورکوونکي سره ګرو وي او د وخت په تېرېدو سره يې د پور  کچه نوره هم لوړيږي.

د کار په غير منظم او يا هم غيرقانوني ساحو کې له کارکوونکو څخه ګټه اخسيتنه انسانى قاچاق دى چې ځيني افغانان هم له دې ستونزې مخ دي.

 په هيواد نا مناسب امنيتي شرايط، د کار نشتون او بيوزلي د دې لامل شوى چې ځيني کسان پور واخلي او د پور ورکوونکو په لومه کې پريوځي او په مقابل کې بيا لږ مزد د دې لامل کيږي چې کارکوونکي ونه شي کولاى چې پور ورکړي نو له همدې امله پوروړې او کورنۍ يې اړ کيږي چې د پورورنکو په چوپړ کې ووسي.

په دې ډله زيانمنو کسانو کې يو هم د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى غلام صديق دى.

غلام صديق نهه اولادونه لري او مشر زوى يې ١٤ کاله عمر لري چې ټوله ورځ له پلار سره په بڼ  کې په شاقه کارونو بوخت وي.

د غلام صديق کيسه او ستونزې:

نوموړى چې ٤٠ کاله عمر لري، خو پرمخ يې ګونځې له ورايه ښکاري، ډير کار يې د لاسونو، پښو او مخ رنګ هم تور کړى دى.

نوموړى وړاندې تر دې چې افغانستان ته راشي په پاکستان کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه چې د يوې مړې ډوډې د پيدا کولو په موخه يې په ساختماني برخو کې کار کاوه.

يواځې غلام صديق نه دى چې له دې ستونزې سره مخ دى، ډيرى کورنۍ چې له ايران او پاکستان څخه ستنې شوي دي له ورته ستونزې سره مخ دي.

غلام صديق چې بېل يې په لاس کې او د ويالې څنګ ته ولاړ و ، پژواک خبري اژانس ته د خپل ژوند ناخوالې داسې بيان کړې.

(( دوه کاله مخکې په کور نه غوړي و ، نه بوره وه نه وړه و ، مريضان مې هم درلودل، حيران وم چې څه وکړم، ددې باغ خاوند ته راغلم او پورې مې ترې وغوښت.))

غلام صديق لږ غلى شو او پر خپل ماضي يې ځغلنده نظر وکړ او زياته يې کړه: (( ما لږې پيسې غوښتې خو د باغ خاوند راته پنځوس زره افغانۍ قرض راکړې او شرط يې راباندې کېښود چې زه او ماشومان به مې په باغ کې ورسره کار کوو.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې موده کې دوى نه دي توانيدلي چې د بڼ د څښتن پور خلاص کړي نو ځکه ټوله ورځ دى او ماشومان يې په دې ٤٠ جريبه بڼ کې کار کوي.

په دې بڼ کې د انګورو ترڅنګ، مڼو، زردالو، الوچو، شفتالو او نورو ميوو  ونې ولاړې دي.

غلام صديق وايي: (( ډير اقتصادي مشکل لرم، په دې هم نه پوهيږم چې کله به له دې قرضه خلاص شم.))

د هغه په وينا، په دې باغ کې د کار کولو په بدل کې ورته په کال کې يو څلورمه برخه د باغ د حاصلاتو ورکول کيږي.

هغه وايي چې په دې عايد سره يوازې دوى کولاى شي خپلې ورځنۍ چارې پرمخ بوځي.

ده وويل چې د ده په څېر يو شمېر خلک هم په باغونو کې له ورته برخليک سره مخ دي.

١٤کلن ابراهيم: موږ هم خداى لرو

ابراهيم چې نوى زلمى دى، سهار له پلار څخه دمخه بڼ ته راځي او ماښام په تياره کې کورته ځي.

د هغه چې د ژمي په دې سړې هوا کې نرۍ او زړې جامې پرتن وې، پژواک ته وويل: (( نه مکتب ته ځم او نه هم کومه لوبه کوم، هره ورځ له سهاره تر ماښامه خپل پلار سره په دې باغ کې کار کوم.))

د ابراهيم چې د مخ رنګ ژيړ، وزن يې کم او سترګې يې له عادي حالت څخه ننوتې ښکارېدې زياته کړه: (( سهار شين چاى او وچه ډوډۍ خورم، غرمه کله ګلپي، کچالو او يا هم پياوه وي.))

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوه مياشتې وړاندې يو ځل د بل چا په خيرات کې غوښه خوړلې ده.

هغه زياته کړه: (( کاش موږ پيسه داره واى، زه به هم مکتب ته تللم ،خويندې او وروڼه به  مې هم مکتب ته تلل او دومره به مو مشکلات ډير نه وو.))

هغه چې له سهار راهيسې کار کړى و او ستړى هم ښکارېده وويل: (( زما هم زړه کيږي چې لوبې وکړم، ښه کالي واغوندم، خو ماښام چې کورته لاړ شم ډير ستړى وم ، يوه مړۍ ډوډۍ خورم او ويده کيږي.))

ابراهيم نه غوښتل نورې خبرې وکړي، خو يوازې دومره يې و ويل : (( موږ هم خداى لرو.))

په دې راپور کې ذکر شوي دواړه پورتني نومونه غلام صديق او ابراهيم مستعار نومونه دي.

بڼوال: ما له دې کورنۍ سره زياتى نه، بلکې مرسته کړې ده.

حاجي جلال د هغه باغ څښتن دى چې غلام صديق او ابراهيم په کې د پور د پوره کولو په موخه ټوله ورځ کار کوي.

هغه وايي: (( دغه کورنۍ دوه کاله وړاندې چې په ډير مشکل کې وه ماته راغله او راته يې و ويل چې داسې يو کار موږ ته راکړه چې خپل کورته نفقه پيدا کړو، ما هم پيسې ورکړې او هم مې په باغ کې استخدام کړل.))

ده زياته کړه چې په کمو پيسو ددې کورنۍ ستونزه نه هوارېده، نو پنځوس زره افغانۍ مې ورکړې او دې کورنۍ يې هم په بدل کې په بڼ کې د کار کولو ژمنه کړې ده.

حاجي جلال وايي: ((ما له دې کورنۍ سره زياتى نه، بلکې مرسته کړې ده که ما پيسې نه واى ورکړې، له ډيرو مشکلاتو سره به اوس مخ و.))

د هغه په وينا، هر مهال چې دغه کورنۍ وتوانېده چې د ده پيسې ورکړي، نو دى حاضر دى چې د دوى کډه په خپل موټر کې هرځاى ته چې غواړي انتقال  کړي.

د بشري حقونو کمېسيون: د دې ستونزې د حل لپاره يوې بشپړې او عملي ستراتيژې ته اړتيا ده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ماشومانو د څانګې عمومي مسوول نجيب الله ببرک زي پژواک

 ته وويل چې د کابل په ګډون د هېواد په ډيرو سيمو کې ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.

هغه وايي چې په ډيرو سيمو کې دوى ناظرين لري او هغوى ورته راپور

ورکړى چې د خښتو په بټيو، روغتونونو، ورکشاپونو، هټيو او نورو ځايونو کې ماشومان شاقه کارونه کوي.

خو ده زياته کړه: (( تر اوسه موږ ته داسې کوم راپور نه دى راغلى چې ځيني کورنۍ او ماشومان په باغونو کې د پور په بدل کې په شاقه کارونو بوخت دي، خو موږ به په دې اړه هم پلټنې وکړو.))

ببرک زى وايي چې د ماشومانو د شاقه کارونو په اړه يې د کار او ټولنيزو چارو وزارت ترڅنګ اړوندو نورو مسوولينو ته هم خبر ورکړى دى.

ده له حکومت  څخه غوښتنه وکړه چې د ماشومانو د شاقه کارونو د مخنيوي لپاره يوه بشپړه او عملي ستراتيژې جوړه کړي.

يونسف: شاقه کارونو ماشومان له زده کړو څخه بې برخې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خونديتوب ادارې (يونيسف) وياند عزيز الله فروتن پژواک ته وويل چې ډيرى ماشومان خو په  ځانګړي ډول هغه ماشومان چې په باغونو کې کار کوي له زده کړو څخه محروم دي.

ده وويل چې د دغه ډول ماشومانو لپاره يونيسف په کليو او بانډو کې د زده کړو اسانتياوې برابرې کړې دي.

هغه وايي: (( موږ دغه پروګرام تر اوسه په ١٨ ولايتونو کې لرو، خو پام کې ده چې په راتلوونکي کال کې يې ٢٠ ته وغځوو.))

د هغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې پروګرام کې شاوخوا ١٣٠ زره ماشومان چې ٧٠ زره يې نجونې دي، شامل شوي دي.

فروتن د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د کابل په ډيرو سيمو کې ښوونځي شته نو د يونيسف دغه پروګرام په کابل کې نشته دى.

هغه وويل که د پوهنې وزارت له دوى څخه غوښتنه وکړي، نو په کابل کې به هم ورته پروګرام پيل شي.

عدليې وزارت: اجبار د قانون له مخې جرم دى.

د عدليې وزارت وياند امان رياضت پژواک ته وويل چې په دوولسو تقنيني سندونو کې د ماشومانو د شاقه کارونو پر مخنيوي ټينګار شوى دى.

ده وويل چې د همدې اسنادو له مخې، کوم کسان چې ماشومان شاقه کارونو ته اړ باسي، بايد تر عدليې تعقيب لاندې راشي.

خو ده ونه ويل چې تر اوسه څوک تر عدلي تعقيب لاندې راغلي او که نه؟

د جزا د قانون له مخې، که يو کس چيرې په اجبار سره کار کولو ته اړ شي دا کار جرم ګنل کيږي.

د رياضت د معلوماتو له مخې، د ماشومانو د حقونو د خونديتوب په موخه د ټولنيز ملاتړ په نوم يو قانون هم تر کار لاندې دى.

د اجباري قاچاق د مخنيوي عالي کمېسيون: د پور په بدل کې کار، انسانى قاچاق دى.

د همدې کمېسيون غړې مريم زرمتۍ پژواک ته وويل چې د پور په بدل کې پر يوې کورنۍ په باغونو او نورو سيمو کې کار کول، انساني قاچاق بلل کيږي.

د هغې په وينا، د افغانستان په ټولو نافذه قوانينو کې انساني قاچاق جرم بلل شوى او ترسره کوونکي ته يې بايد سزا ورکړل شي.

زرمتۍ زياته کړه: (( که څوک يوه کورنۍ په باغ او يا نورو ځايونو کې له رضايت پرته د پور په بدل کې استخدام کړي، دا د انسانى قاچاق ښکاره نښه ده.))

دې وويل چې ډيرى کورنۍ د بيوزلۍ او د کار د نشتوالي له امله ورته کارونو ته غاړه ږدي چې دا بيا انساني قاچاق دى.

هغې ټينګار وکړ چې اړوند ارګانونه بايد په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوى وکړي، ترڅو په پوه او ناپوه ډول د انساني قاچاق ښکار نه شي.

زرمتۍ په دې برخه کې کومه شمېره وړاندې نه کړه چې څومره کورنۍ په افغانستان کې له انسانى قاچاق سره مخ دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د انسانى قاچاق کچه لوړه شوې او پژواک خبري اژانس هڅه کوي ترڅو يې بېلګې خلکو ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې يواځې افغانان دننه په افغانستان کې نه بلکې په نورو هيوادونو کې هم له ورته ستونزو سره مخ دي او په مقابل کې يې بيا لږې پېسې لاسته راوړي کله نا کله وهل کيږي او ځيني وختونه له جنيسي ځورونو سره هم مخ کيږي.

ځيني افغانان چې د پور ورکونکو په لومه کې نښتې دي ، اړ کيږي چې خپل  بچيان ان نوى ځوانان د کار کولو لپاره ګاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران ته واستوي چې هلته بيا له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.

دغه راپور په همدى ځاى کې پاى ته رسيږي خو د ابراهيم هغه خبره چې ويلي وو موږ هم خداى لرو د خلکو لپاره زړه بوږونکى ده او په دې برخه کې خلک د حکومتي مسوولينو جدي عکس العمل ته په تمه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply