پښتو په یوه لیکبڼه/سرلوڅ مرادزی

0 1,444

د تاند په ملي بریښناپاڼه کې مې یوه غونډله(جمله) داسې تر سترګو تېره شوه«د عدلیې وزارت د هغو کسانو شمېر اعلان کړ چې د افغانستان تابیعت یې پرې ایښی یا اخیستی»

دلته غواړم د پرې ایښی ويي( کلمه) په اړه یوه لنډه تبصره ولیکم:

پرې ایښی، د پرېښودل له کړنوم (مصدر) څخه جوړیږي او په نږدې تېرمهال(نږدې ماضي) پورې اړه لري.

داسې کړنومونه چې د (پرې) مختاړي په مرسته جوړیږی، په دې ډول دي:

ــ پرېښودل(لېږند کړنوم)Transitive Verb

ــ پرېکول(لېږند کړنوم)Transitive Verb

ــ پرېکېدل( بېچاره کړنوم)Passive Verb

ــ پرېمینځل(لېږند کړنوم)Transitive Verb

ــ پرېیستل(لېږند کړنوم) Transitive Verb

ــ پرېوتل(نالېږند کړنوم)Intransitive Verb

له دغو ټولو کړنومونو څخه جوړشوي کړــ ونه( فعلونه) یا کړوال ستاینومونه ( فعلي صفتونه) باید تر یوې قاعدې لاندې جوړ شي، لکه په لاندې بېلګو کي:

کړنومونه: د کړ( فعل) یوه بېلګه: د کړوال ستاینوم یوه بېلګه:

ــ پرېښودل څخه : پرېږدم پرېیښی

ــ پرېکېدل څخه: پرېکېږي پرې شوی

ــ پرېمینځل څخه: پرېمینځم پرېمینځلی

ــ پرېیستل څخه: پرېباسم پرېیستلی

ــ پرېوتل څخه: پرېوځم پرېوتلی

په داسې کړونو او کړوال ستاینومونو کې لکه « پرې ایښي» ته چې اشاره وشوه، د (الپ) لیکل بېځایه او اضافي دي او هغه ټول چې پورته یاد شول، باید په یوه بڼه ولیکل شي او قاعده په یوشان پلې شي.

په مننه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply