دې مست لعین (جنجوعه) ته باید ځواب وویل شي/حبیب الله غمخور

0 1,035

جنجوعه : که د پاکستان ملاتړ نه وای، د افغانستان نوم به د نړۍ پر نقشه نه وای.
تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه د جمعې په ورځ وویل، په پاکستان کې افراطیت او سختدریځي د افغانستان د جګړې محصول دی.
ده وویل دا خبره کاملاً ناسمه او بې اساسه پروپاګنډ ده چې پاکستان کېدای شي د سختدریځو لاس ته ولوېږي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار متقاعد جنرال ناصر جنجوعه دا هم رد کړه چې پاکستان په افغانستان کې دوه مخیزه پالیسي پر مخ بیايي؛ یعني له یوې خوا د طالبانو ملاتړ کوي او له بلې خوا وايي چې له امریکا سره متحد دی.
جنجوعه د خپلې خبرې د ثبوت لپاره وویل، که پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوه، طالبانو به د پاکستان پر ضد جنګ نه کاوه.
خو ده په دې اړه څه ونه ویل چې له پاکستان سره جنګېدونکي طالبان له هغو طالبانو سره توپیر لري چې په افغانستان کې جنګېږي او په ځلونو پاکستاني پوځي چارواکو ښه طالبان بللي دي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار همداراز ادعا وکړه چې که په اتیایمه لسیزه کې پاکستان د شوروي اتحاد په وړاندې له افغانستان سره مرسته نه وای کړې، اوس به افغانستان د نړۍ په نقشه کې نه وای.
ده د خپلو ادعاوو په دوام کې وویل چې امریکا هم د پاکستان له برکته د نړۍ په یوازیني زبرځواک بدله شوه.
زما له نظره دافگانستان ضعيف دولتی دريز اودپاکستان دبربنډيو تيريو اوداډول زهرجنو تبليغاتو پر وړاندي نرم دريزغوره کول دوي نور هم زړه ورکړه .
زه داوس لپاره دې ښاغلی ته دا وايم چي دشوروی پروړاندي هرډول مرسته پاکستاني چارواکو د خپلو بهرنيو بادارانو په هدايت کړې .دهمدې مرستې په نوم پاکستان داټمې اونورو پرمختللو وسلوڅښتن سو.پاکستان ترهمدې نامه لاندي په ميليارډونوډالرترلاسه کړه اوهمدا اوس دترهگری سره د مبارزې په نوم پداسي حال کي چې ترهگر دوي روزي او افغانستان ته راليږي دمياشتي ۱۰۰ ميلونه ډالره ترلاسه کوي . دهمدې شوروی پروړاندي دمبارزي برکت وو چې تاسو د تاريخي اوښکلی هيواد د خپلي تاريخي دښمنۍ له مخې په کنډواله بدل اوهمدا اوس هم پدې لارکي د هر ډول امکان نه استفاده کوئ،ترڅو تاسو په خپلو مردارو سترگو يو زورېدلې او کړېدلی افغان ووينۍ .دا دوې اونۍ وړاندي ستاسو ښارو ،کليو اوکوڅو کې دافغانانو پر وړاندي ستاسو ظالمانه کړنې اوسپکاوي زموږ دولس په تاريخ کي ثبت دي که خير وو يوه ورځ به یې درپه ياد کړو .
بلې پاکستان اوپاکستاني هر چارواکي دوه مخه اونمک حرام دي ،وايي دپاکستان برکت وو چې امريکا دنړۍ يوازنی زبرځواک سو،فکرکوی دوي هوښيار او دا نورټول بې عقل دی . جنرال جانه چې دا امريکاداوس لاس درنه واخلی سبابه ټوټه یې ،کنه دا گزاوداميدان امريکا دي دا کار وکړي ؟
دامريکا د ولسمشر ټرمپ دو توندو خبروتر کرملين پوري هغه کرملين چي ته وايي ما مات کړوځغلولې او اوس دهغوي پښې مچوې .
تاسو په دومخی کي دنړۍ ترډيرو ماهرياست ؛ځان پلورنکي تريوې ((….)) هم زيات مهارت لری ،پدې ټوله نړۍ پوهيږي .ددې لپاره چي پر امريکا يو څه ځان گران کړی کرملين ته مو پنا يوړه اود روسې جنرالان مو تر پاکستانه راوستل .داچي روسان به ستاسوپه وړاندي څه کوی ؟پدې ډاډه يم چې هغوي تاسو پېژنی اودخپلو گټو لپاره به مو لکه نوکر استعمال کړي اوزه یې بری غواړم .
داراته څرگنده ده چې پاکستان دسخت دريزو لاس ته نه لوېږي ،داخبري سياسي نالوستی کوی .ځکه دسخت دريزو روزنتون او پېژنتون تاسو ياست ،داتاسوياست چې دنړۍ دزبرځواکو اوخپلو مخو لپاره داپروژه پرمخ وړی،يوسخت دريز ستاسونه پټ ندی،ددوي دروزنتون اواوسېدوټول مرکزورنه ،لوژيستيکی اکمالات اونوري کشفی استخباراتی امکانات تاسو ورته برابروی .داتاسوياست چې همدې ترهگرو ياسخت دريزوته دنده سپاری،نوڅنگه به هغه داجرات کوی چې تاسو تورلينگی له واکه بې واکه کړي .مگرپه همدې طالبانوکي مو هغه طالب ژوندی پرې ايښئ چې دخپل وطن سره پاکي ميني يوه خبره یې کړې ؟؟؟
اوداپه پاکستان کي يواوبل ځاي ټک اوټوک چې ستاسو استخبارات یې شاته ولاړدي اوله دې ټک اوټوک نه هم دخپلو کرغېړنو اولعنتي موخو لپاره په سيمه ايزه اونړيواله کچه استفاده کوئ موږ پري خبريو.
موږ اونړۍ ته داڅرگنده ده چې په سيمه اونړۍ کي تر تاسو فساد پېشه نسته ،که نړۍ وال غواړ ي په سميه کي سوله اوثبات راسي تاسو بايد ورک سی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply