ناوې کور غواړي، خسرګنۍ يې جهيز/ شهرت ننګيال

0 1,072

په ډيری سيمو کې چې د ناوې ډولۍ له آس يا موټره د زوم په کور کې کوزيږي، له ناوې سره راغلی يو کس د ډولۍ يا ګاډۍ دروازه ونيسي او تر هغې د ناوې د کوزيدو مخه ډب ساتي چې د خسرګنۍ له کوم مخور يې د ناوې لپاره د «کور» ژمنه نه وي ترلاسه کړې. طبيعي ده چې له ناوې سره راغلی کس له ځايه او وار له مخه غوسه وي، ځکه خو د ناوې خسرګنۍ نوره هم پر احتياط او مدارا اړ بلل کيږي.

احتياط ځکه اړين دی چې ډيری د خوښۍ پردغه مهال پر وړه خبره هم ترينګلتياوې او خوابدۍ رامنځ ته کيږي تردې چې کله نا کله مشاجره فزيکي شخړې ته هم رسيدلی شي.

د کور مانا، مېنه او يواځې کوټې نه دي، بلکې يوه پراخه مانا او مفهوم د کور لپاره پام کې نيول کيږي. خسرګنۍ له ناوې سره راغلي کس ته د «کور» پر همدغه پراخه مانا او مفهوم د ژمنې اړ وي.

برګه غوا، لمرخاته ته پينځه په څلورو کې کوټه، ترسره کاريز لاندې ځمکه د ناوې «کور» په پراخه مانا او مفهوم کې  اړين بلکې حتمي توکي ګڼل کيږي.

ډيری نه په څارويو کې د برګې غوا درک لګيدای شي، نه لمر خاته ته پينځه په څلورو کې کوټې، سره کاريز يا تر هغې لاندې ځمکې.

خو له ناوې سره راغلي سړي به پر ډولۍ يا د ګاډي پر دروازه ترهغې لاس نيولی وي چې د ناوې لپاره يې د کور دغسې ژمنه نه وي ترلاسه کړې، که نه ټول پوهيږي چې ناوې خوارکۍ به نه برګه غوا خپله کړای شي، نه پينځه په څلورو کې لمر خاته ته کوټه او نه هم تر سره کاريز لاندې د ځمکې ټوټه.

د ناوې نيکمرغي په دې کې وي چې خاوند يې ونه وهي او د خواښې، نندريو، ليورونو له غضب او عذاب، نوکی په امن کې اوسي.

حکمتيار صاحب دری مياشتې دمخه له دولت سره د سولې او پخلاينې تړون لاسليک کړ، خو له ډولۍ يې د کوزيدو مخه ونشوای موندلی.

دی داسې وړې سپږې نه دی چيچلی چې د «کور» پر تشه ژمنه زړه تکيه کړای شي، له همدې ځايه يې عملي کيدو ته لا هم پر بريک پښه ټينګه کړې ده، ځکه خو دا شک بېځايه نه دی چې بريک د حکمتيار صاحب تر پښه لاندې او اشترنګ د بل چا په لاس کې اوسي، يا ددې پر عکس …

پوښتنه دا ده چې دی خپله نه راکوزيږي که چا په ډولۍ لاس ټينګ کړی دی؟

دولت په رښتيا له ده سره په «کور» کې د برګې غوا، لمر خاته ته پينځه په څلورو کې کوټې او سره کاريز د ځمکې هوايې ژمنه کړې؟

حکمتيار صاحب په رښتيا خپله د  «کور» لپاره له ډولۍ نه راوځي، که رويباران د ده پر سر له دولت سره د خپلو ګټو  او موخو  لوبه توده کړې ده؟

داسې ګڼل کېده چې حکمتيار صاحب به له ځان سره له پلرګنی څخه په جهيز کې ښه «کور» راوليږدولی شي.

په خسرګنۍ کې د ده د «کور» ټول حقوق خوندي دي، خو انديښنه دا ده چې هسې نه د ايران په څېر پاکستان هم ترې د کلونو غونډ کړی جهيز ضبط کړای شي.

ولور، مهر او جهيز همېشه په خېښيو کې ستونزې او ربړې راپورته کړې، خلح او طلاق ته يې زمينه برابره کړې ده. زموږ هيله او دعا ده چې حکمتيار صاحب او دولت دواړه ځان پر دغسې انتها اړونه بولي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply