تخار کې لسګونه پولیس او رینجر موټر د زورواکو خدمت کې دي

0 2,470
زلمى عزيز

تالقان (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يو شمېر رينجر موټر او لسګونه پوليس له زورواکو سره دي او امنيتي چارې يې له ستونزو سره مخ کړې دي.

دغه څرګندونې د تخار امنيه قوماندان پاسوال فقيرمحمد جوزجاني د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

جوزجاني وويل، په دغه ولايت کې ٢٢ رينجر موټر او ١٥٧ پوليس له زورواکو سره دي چې بېرته ترلاسه کول يې ستونزمن کار دى.

هغه په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه: ((دغه ډول کړنې امنيتي ستونزې ډېروي.))

قوماندان وايي که چېرې په دې شمېر پوليس او رينجر موټر يوې ولسوالۍ ته واستول شي نو د ولسوالۍ امنيت به ټينګښت ومومي.

هغه دا هم وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د ياد رينجر موټرو او پوليسو راګرځولو هڅې يې پيل کړې دي.

ده وويل: ((د موټرو راګرځولو په موخه مې پر یادو رينجرو تېل بند کړي دي، نو اوس به يا موږ ته رينجر تسليموي او يا به يې په شخصي لګښټ ګرځوي.))

هغه اندېښنه وښوده او ويې ويل: ((داسې راپورونه مې ترلاسه کړي چې په همدې موټرو کې د افغان دولت وسله وال مخالفين له يوې سيمې څخه بلې ته وړل کېږي.))

دغه راز د تخار د ولايتي شورا رييس يعقوب نظري هم ياده موضوع تاييد کړه ويې ويل: ((هر قوماندان چې په دې برخه کې اقدام کړى، له پورته پرې فشار راوړل شوى څو له دې خلکو څخه دغه رينجر او پوليس وانه خلي.))

ده وويل چې په هره امنيتي غونډه کې دوى په دې اړه يادونه کوي، خو کومه خاصه پايله نه لري.

د نظري په وينا، د دغه کار له امله په ډېرو ولسواليو کې دوی د رينجرو او پوليسو له کمښت سره مخ دي.

د اړوندې موضوع په اړه د تخار مدني ټولنې غړي جمروز خان هدفمن پژواک ته وويل چې دغه رينجر موټر او پوليس د پخوانيو جهادي قوماندانانو، د وژل شوو دولتي چارواکو د کورنيو او يو شمېر نورو زورواکو په خدمت کې دي.

ده وويل: ((ځينو کسانو ته حکومت دوه پوليس ورکړي خو هغوى بيا تر لسو هم ډېر ګرځوي او ولايت يې نا امن کړى دى.))

د تالقانو اوسېدونکي شبيراحمد پژواک ته وويل چې زورواکو ته د رينجرو او پوليسو ورکول خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زياته کړه: ((واړه هلکان وي، د رينجرو په جلب به ناست وي، په نورو موټرو به مخامخ ور روان وي او خلکو ته بيا وايي چې موږ دولتي کسان يو.))

هغه تور پورې کړ چې دغه کسان په وژنو، غلاوو او انسان تښتونه کې هم لاس لري خو څوک يې مخه نه نيسي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د تخار سيمه ييزو چارواکو څو ځلې ويلي وو چې د تشکيل او تجهيزاتو کموالى د دې لامل شوى څو د افغان دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې مبارزه ورو پر مخ ولاړه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply