که اټومي جګړه پیل شي تر ټولو امن ځای کوم دی؟

0 2,478

که خبر درکړل شي چې ستاسو په ګاونډي یا نږدې کوم هیواد کې اټوم بم استعمال شي، نو تر ټولو امن ځای چې باید ورته ځان ورسوئ، کوم دی؟

العربیه عربي تلویزیون د (Anonymous) ویپاڼې له قوله لیکلي چې روسان په دې ډاډمن شوي چې دریمه نړیوال جګړه کیدای شي هر وخت پيل شي، له همدې امله د داسې پټنځایونو د جوړولو په لټه کې دي چې د ورځني ژوند هر ډول اسانتیاوې پکې وي.

خو دا پټنځایونه یواځې د بډایه خلکو لپاره دي او معلومه نه ده چې پاتې خلک کومې خواته پناه یوسي.

د ټولنیزو رسنیو ډیری کارونکي په دې باور دي چې دا د هغو خلکو لپاره بد خبر دی چې په شمالي نیمه کره کې ژوند کوي. له دې پيښې سره به روسیه، ډیری اروپایي هیوادونه او امریکا د راډیو اکټیو پر کنډوالو بدل شي او که چیرې کوم کس ترې ژوندی پاتی شي نو د ژوند ترپایه به د خپلې بقا لپاره په جنګ کي وي.

نړۍ به د (World War Z) د فلم صحنو ته ورته وي چې له زامبیانو پرته به یواځې وړانۍ او کنډوالۍ پکې وي.

له دې ټولو سره د ټولنیزو شبکو زیاتره کارونکي د نیوزیلنډ هیواد ته اشاره کوي چې د لرې والې له وجې د ژوندي پاتې کیدو امکان پکې ډير دی.

دوی وایي د اټومي آثارو لیږدیدل دې هیواد ته ډیر لږ دي او دا چې له استراتیژیک پلوه مهم هیواد نه دی، څوک د جګړې لپاره هلته نه ورځي.

د (کوارا) د ویبپاڼې لیکوال پیټر باسکرویل باور لري چې دا جزیره د جګړې له صحنو نه ډیره لرې ده او خاوره یې هم حاصلخیزه ده او خوږې اوبه هم لري.

یو شمیر نور بیا په دې باور دي چې د استرالیا پرت ښار د اټومې جګړې پرمهال د ژوند لپاره ډیر مناسب دی.

د بریتانیا د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې د جنوبي ارام بحر د ایستر جزیره هم د ژوندي پاتې کیدو لپاره ښه ځای دی.

د هغه سافټ ویر پر اساس چې ګارډین ته طراحي شوی دی، د دریمې نړیوالې جګړې د پيښيدو په صورت کې شاید تر ټولو ښه ځای جنوبي قطب وي.

باید وویل شي چې د نړۍ له نیمایي زیات وګړي په شمالي نیمه کره کې ژوند کوي او که چیرې اټومې جګړه پيښه شي، نو دې خلکو ته به دا ځای په جهنم واوړي.

که چیرې هایدروجني بم چې تر آټومي ډیر پياوړی دی، پر کوم ځای ولویږي نو تر ۱۶ کیلومترو به هرشی له منځه یوسي؛ د انسانانو پوستکی به اوبه شي، ونې به اور واخلي او که چیرې یې څوک له لومړنۍ چاودنې ژوندی پاتې شي، د هوا په راډیو اکټیو باندې مسمومیږي.

د هغه راپور له مخې چې د ۱۹۷۰کال په وروستۍ لسیزه کې د ټیکنالوژۍ د دفتر له خوا د امریکا کنګرې ته وسپارل شو، د اټومي د جګړې په پایله کې به د امریکا ۷۰ سلنه وګړي له منځه لاړ شي.

اوس د اټومي هیوادونو ډيری خلک د امریکا، روسیې، شمالي کوریا او چین د مخالفتونو له امله د دریمې نړیوالې جګړې له پیښیدو اندیښنه لري.

امریکا د شمالي کوریا د اټومي وسلو د ازموینې په غبرګون دې هیواد ته خبرداری ورکړی او د الوتکو د انتقال یوه بیړۍ یې هم د کوریا په اوبو کې ځای پر ځای کړې ده.

خو د شمالي کوریا لارښود، کیم جونګ اون ویلی د امریکا هر ډول جګړې ته تیار دی او خبرداری یې ورکړی چې که چیرې امریکا پر دغه هیواد د برید هڅه وکړي نو په یوه دقیقه کې به یې په جنوبي کوریا کې ټولې هډې له خاورو سره برابرې کړي.

امریکایی ځواکونو د تیرې پنجشنبې په ورځ په جلال اباد کې هم خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم استعمال کړ.

که څه هم چې امریکایان او افغان حکومت وایي دا بم د داعشیانو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه کارول شوی دی، خو یو شمیر شنونکي بیا وايي چې د امریکا د دې کار موخه دا وه چې خپلو سیالانو (روسیه، شمالي کوریا او ایران) ته خپله پیاوړتیا وښیي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply