د ډیورنډ کرښه ولې رامنځته شوه/محمد عارف رسولي

0 1,227

د ډیورنډ کرښه ولې رامنځته شوه، څه درس راکوي؟

(لمړۍ برخه)

بیوزله ملتونه نه شي کولای چې ستراتيژیک لوری ځانته وټاکی، خپل کمښتونه او تشې وپیژني، له ستونزو او د پردو له دسیسو ځان وژغوري او ځکه تر ډېره بیوزله پاته کیږي.

په دې لیکنه کې په لمړۍ برخه کې په افغانستان کې د نړیوالو قدرتونو په تاریخي سیالیو او د هغو په لاملونو او هم زموږ په کمښتونو بحث وشي. په وروستۍ او دوهمه برخه کې به د پورته سیالیو او جوړجاړیو په راټوکیدلو ناخوالو،  د ډیورنډ په کرغیړنه توره کرښه، او له دې لاسوهنو څخه د درسونو په زده کړه تمرکز وشي. هیله ده د دوستانو د پاملرنې وړ وګرزي.

ستر نړیوال او سیمه ییز قوتونه او د نړۍ کنترول

ستر نړیوال قوتونه چې زیات امکانات او کارپوهان په اختیار کې لري، نو قوي حافظه هم لري. هغوي د خپلوګټو د خونديتوب لپاره د نړۍ په هره سیمه کې ټول قوتونه تر نظر لاندې ساتي. که کوم ملک هغوی ته زیان رسولی وي، ماته یې ورکړي، یا داسې پوتنسیال او باالقوه امکان ولري چې یا اوس او یا په راتلونکي کې د دوي ستراتیژیکو ګټو ته تهدید رامنځته کړي، دوی یې مخه ډب کوي، کمزوري کوي یې، سره ویشي یې، له ګاونډیو ملکونو سره یې لاس یو کوي او نوي ظهور ته یې نه پرینږدي.

سیمه ییز قدرتونه هم په اوس وخت کې د خپل نفوذ د خورولو لپاره په ګاونډیو ملکونو کې په نیابتي جګړو لګیا دي او دا کار د ځینو نړیوالو قدرتونو سره په همغږۍ کې کوي. دوی په نړیواله کچه د لویو قدرتونو ګټې ساتي خو هڅه کوي چې په سیمه ییزو مسئلو او په ګاونډیو هیوادونو کې د لاسوهنې او یو څه نفوذ حق ورکړل شي. په افغانستان کې موږ په تاریخي لحاظ او اوس هم له ورته ستونزو سره مخ وو او اوس هم ورڅخه کړیږو

موږ ته اړتیا ده چې په پورته مسئلو باندې سم پوه شو ترڅو د یو ملت په توګه له خپلو روا ګټو ننګه وکړو، خپلواک پاته شو، له تیرو تاریخي پیښو د اوس او راتلونکي لپاره ګټه پورته او درس واخلو، نه دا چې لاس تر زنې کینو او هر څه چې راپیښیږي ورته تسلیم و اوسو. نو باید افغان دولت او ملت په ریښتیني مانا د ژوندي پاته کیدو هنر، اړینې وسیلې، کړنلارې او تګلارې زده کړي. باید پوه شو یوازې په وسله تکیه کول مو په آخري تحلیل کې خوار او د نورو لاس کتوی کوي. باید د ملت او نظام جوړونې په لارو چارو ځان پوه او په کلکه ورته ژمن و اوسو.

د نړیوالو د ستراتیژیک تمرکز لمړی لامل

له غزنویانو، لودیانو، سوري کورنۍ، د میرویس نیکه او د هغه ځای ناستو نورو هوتکیانو، د احمد شاه بابا او نورو واکمنیو چې یو وخت په نړۍ او سیمه کې ستر او مطرح طاقتونه ول. که څه هم په کراره کراره د خپلمنځي شخړو او ځان غوښتنو له کبله زموږ هیواد کمزوری شو، زیاتې برخې یې نورو ورڅخه جلا کړې خو لکه چې وایي په کومه ویاله کې چې یو ځلې اوبه تیرې شي بیا یې هم امکان شته. نو ځکه د نړیوالو راته له همدې او نورو لاملونو له کبله پام وو او اوس هم دی.

له بله پلوه خو کله هم چې انګریزانو یا روسي یرغلګرو په افغان ولس د مستقیم وسلوال عسکري یرغل پریکړه کړې ستر ستر زیانونه یې د افغاني غازیانو له لاسه لیدلي دي. د مثال په توګه کله چې وزیر محمد اکبر خان او ملګرو یې په کابل کې د انګریزانو مشر مکناټن وواژه، او قوتونه یې اړ شول چې له کابله د جلال آباد په خوا پښې سپکې کړي، له شاوخوا شپاړس زرو عسکرو څخه یوازې یو تن ډاکټر برایډن جلال آباد ته ژوندی ورسیده او نور یې و وژل شول. بیا کله چې افغانانو د امیر امان الله خان غازي په مشرۍ ورڅخه د لمړي ځل لپاره په سیمه کې خپلواکي واخیسته، او افغانستان د سیمې او نړۍ د نورو ازادي غوښتونکو د پام وړ یو مرکز شو، هغوی دا پرمختګونه و نه زغمل، ویې غوښتل چې له افغانانو غچ واخلي، زموږ د خاورې د ویش لپاره یې اوږده پلانونه جوړ او یو په بل پسې پلي کړل.  همدارنګه  د افغانستان د پرمختګ مخه یې د خپلو لاسپوڅو په لاس ډب کړه او زموږ ملي نظام یې و نړاوه.

په راوروسته لسیزو کې روسانو د سرو لښکرو طلسم چې غربي نړۍ ویرولې وه په افغانستان کې مات او غرور یې له منځه لاړ او سره امپراتوري هم ړنګه شوه. که څه زموږ د ملت د وینو له برکته نورې نړۍ ګټه وکړه خو د پخوا په څیر افغانانو له کوم عقلاني چلند څخه کار وانه خیسته، سم نظام مو جوړ نه کړ، د نورو خپلمنځي خپلسریو تر څنګ د کا جي بي په لاس روزل شوو خاینو کړیو او جنرالانو پرینښودل چې افغانان د خپلو سرښندنو ثمره وڅکي، قومي توپیرونو ته یې لمن ووهله تر څو ځان پکې پټ او له محاکمې خلاص کړي او ملت په لا نورو لانجو او ستونزو کې ډوب شو. د شورویانو د مزدورانو، قومي ټیکه دارانو او د ګاونډیانو د لاس وهنو له کبله د هیواد ملي بنسټونه او ملي نهادونه و نړیدل او تر ننه یې نه شو جوړولای

نو له همدې کبله په سیمه کې قوتونو موږ ته تل د شک او ډار په سترکه کتلي دي. نه یې پریښودل چې بیا افغانان د نړۍ په دې ستراتیژیکه سیمه کې په یوه قدرت بدل شي. لکه کله چې شاه زمان غوښتل د خپل نیکه احمد شاه بابا لویه امپراتوري راژوندی کړي، د هندوستان په لور له خپل لشکر سره وخوځیده خو انګریزانو ایران ولمساوه او په افغانستان یې حمله وکړه، ځینې ځایونه یې ونیول او شاه زمان هم په هند کې ومړ.

د نړیوالو د ستراتیژیک تمرکز دوهم لامل

له بلې خوا افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت له مخې د دوو تیرو پیړیو په اوږدو کې تر ننه پورې د نړۍ د سترو قدرتونو د ګټو چې اقتصادی او جیوستراتیژیکه بڼه یې لرله، د سیالیو مرکز پاته شوی دی. کله چې روسانو منځنۍ آسیا او انګریزانو د هند لویه وچه د سترو اقتصادي او سیاسي ارزښتونو او اهمیت له کبله لاندې کړل، غوښتل یې دا مستعمرې وساتي او لا نور ځایونه هم لاندې کړي. ځینو تاریخ پوهانو ویلي دي چې د هند له زبیښاکه پرته انګریزي امپراتوري ژوندۍ نه شوای پاته کیدای. همدارنګه، روسانو هم غوښتل چې هم منځنۍ آسیا په خپله امپراتورۍ کې ورداخله کړي، زیرمې یې ولوټي او له دې لارې د سویل په لور د هند وچې او هند بحر ته ځان ورسوي. نو ځکه دواړو استعماري قوتونو هڅه کوله چې خپلې دا مستعمرې له یو بل او نورو قدرتونو لکه فرانسوي ناپیلیون څخه چې هندوستان ته یې سترګې سرې کړې وې، خوندي وساتي.

سترې لوبې او د افغانستان کرخت ساتل

د پورته لمړیو دوو لاملونو له کبله روسانو او انګریزانو زموږ د هیواد د کنترول لپاره پخوا له یو بل سره سیالي کوله، نیغ په نیغه یې په افغانستان عسکري یرغلونه کول چې ورته ګران هم تمامیدله او هر یوه قدرت غوښتل په اړوندو افغاني شخصیتونو پانګونه وکړي. د پوهانو په باور دا لاسوهنه، تطمیع، کله مرسته او کله تهدید زموږ د ملت او مشرانو نړۍ لید غلطې خوات روان کړ. په افغانانو کې دا کلتور او تفکر رامنځته شو چې که قدرت نیسې نو له یوه طاقت سره لاس ورکړه. زما په اند زموږ د وروسته والي، په نورو د وابستګۍ د کلتور په نور راز راز لاملونه هم وي خو دا بهرنۍ زیرکانه لاس وهنې موږ ته زیاتې ورانوونکې تمامې شوې.

هغوی وروسته  د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره له یو بل سره جوړ جاړی وکړ. دې هوکړې ته ورسیدل چې افغانستان د یوه حایل په توګه همداسې په شخړو او خپل منځي جګړو کې وساتي، نه دوی لاس ورکړي او نه بل څوک پریږدي چې له افغانانو سره مرسته وکړي. دوی همداسې وکړل، او دې لوبو په تاریخ کې د سترو لوبو په نامه شهرت وموند. سترو لوبو او پورته پالیسیو زموږ هیواد د زیات اوږده وخت لپاره د ټولنیز، سیاسي او اقتصادي نظره کرخت کړ، او ان تر اوسه له ټولنیز او سیاسي خوځښت او پرمختګ څخه بیرته پاته دی. باید پوه شو چې تر اوسه هم په افغانانو کې دا خبره سمه نه ده کره شوې چې د په ځان بسیا کیدو لاره په پردو تکیه نه بلکه په خپل ملت پانګونه ده.

په خواشینۍ سره زموږ ډیری مشران هغه وخت پوه شوي چې د قدرت له نیشې راکښته شي، د نړۍ د یوه او یا بل قدرت له پامه و غورځیږي، دوی نور د هغوی د ګټو لپاره څه نه شي کولای، پوه شي چې کاشکي موږ له پخوا په خپل ملت او ملي بنسټونو تمرکز او ستراتیژیکه پانګونه کړې وای. تاریخ له داسې افغان مشرانو ډک دی چې د زیاتو امکاناتو له لرلو سره سره نه دي توانیدلي چې د ملي بنسټونو (نهادونو)، د ملک په ظرفیتونو او وړتیاوو پانګونه وکړي. دا کمښت ټولنیز او کلتوري اړخونه لري او ټول افغانان که په هره مفکوره دي ورسره مخامخ دي. کیدای شي ځینې به دې کمښت ته تر اوسه او یا د خپل ژوند تر پایه نه وي ځیر شوي خو زه فکر کوم دا یو حقیقت دی.

ما په یوه لیکنه کې ولوستل چې ډاکتر نجیب هغه وخت چې روسانو د ملل متحد په مهمانخانه کې خپل سرنوشت ته پریښود او له غرب سره د خپلو ملي ګټو په هکله جوړجاړي ته ورسیدل، نو هغه هم پوه شوی و چې موږ افغانان تر څو د نورو په ځای په خپل ځان او خپلو خلکو حساب ونه کړو، نن دې او سبا هغه قدرت ته تمه ولرو، په سترو لوبو پوه نه شو او د ځان د خلاصون په فکر کې نه شو همدا به مو حال وي. وایي هغه د ملل متحد په میلمستون کې د سترو لوبو په هکله یو کتاب هم په پښتو وژباړه، چاته یې ورکړ چې بهر ته یې ولیګي چې چاپ یې کړي خو درک یې بیا ورک شو.

په خواشینۍ سره په افغانستان کې د هوتکیانو او احمد شاه بابا او د هغه د زوی تیمور شاه تر واکمنیو وروسته ملي زعامت کمزوری او له زیاتو واکمنو تدبیر کوچ وکړ، د سیمې او خپل هیواد په جیوپولیټیک او جیو ستراتیژیک موقعیت او شرایطو پوه نه شول، که پوه وو اغیزمن تدبیرونه یې و نشوای نیولای. انګریزانو او روسانو د خپلو موخو لپاره په افغانستان کې وطن ته خاین او ځان غوښتونکي عناصر لکه شاه شجاع او نور یا قدرت ته ورسول، یا یې د ملي شخصیتونو لکه وزیر محمد اکبر خان او نورو د کمزوري کولو لپاره وکارول او افغانستان یې ورباندې له ثباته محروم او وروسته پاته وساته.

امیر شیرعلي خان او په تیره ملي اتل غازي محمد اکبر خان که څه هم زیاتې قهرمانۍ وکړې، خو د انګریز او روس تر منځ په دسیسو کې د سترو لوبو په جریان کې بند پاته وو او و نه توانیدل چې په ملک کې قوي او تل پاتې نظام، قوی سیاسي او اقتصادی بنسټونه جوړ کړي. په دې ترتیب افغانستان د دوو قوي زبر ځواکو قوتونو په منځ کې تر فشار لاندې په بیوزلۍ، نالوستي توب، جهالت، له پرمختګ څخه لرې هیواد پاته شو. په پای کې زموږ هیواد و نه توانیده چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا خوندیتوب، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي پرمختګ یقیني کړي. همغه  و چې لوی افغانستان یو په بل پسې زیاتې ځمکې له لاسه ورکړې.

د نړیوال ستراتیژیک تمرکز معاصر لاملونه

په پورته یادو جیو ستراټیژیکو او نظامي سیالیو تر څنګ وروسته بیا نورې نوې ستراتیژیکې مسئلې هم رامنځته شوې چې له پخوانیو سره یې یو څه ورتوالی او ځینې توپیرونه لري او زموږ د هیواد موقعیت یې نور هم مهم کړ. د پخوا په نسبت اوس چې نړیوال قدرتونه اقتصادی ګټو، تجارتي راکړې ورکړې، د انرژۍ د خوندیتوب، د مالوماتي تکنالوژۍ  راکړې ورکړې، ترانزیت او مواصلاتو او نورو ته لا زیات اهمیت ورکوی. که ښه مدیریت او رهبري شي افغانستان د مرکزي او سویلي آسیا، چین، منځني ختیځ او ان اروپا تر منځ د یوه نښلوونکي پله او مرکز حیثیت لرلای شي، نو ځکه زموږ په ملک کې به مشروع نفوذ چې دوستانه اړیکې دي او یا په نیابتي جګړو کې د لاسپوڅو کارونه او خپلې ستراتیژیکې موخې تعقیبول دی د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو د لا نور پام وړ ګرزیدلي دي او غواړي دلته راز راز پانګونه وکړي.

همدارنګه، دوه نور مهم لاملونه هم نن سبا مهم شوي دي. یو له هغو زموږ د ملک تر ځمکې لاندې غني زیرمې دي چې ستر قدرتونه ورته لاسرسی د ځان لپاره مهم بولي. له بلې خوا، زموږ ستراټیژییک موقعیت داسې دی چې  د نړۍ رابرسیره کیدونکو او شته سترو اقتصادي او نظامي قدرتونو لکه چین، هند او روسیې سره په ګاونډ کې واقع یو او دې مسئلې هم زموږ د هیواد ستراتیژیک اهمیت په اوس وخت کې لا نور هم زیات کړی دی

نور بیا

په دې هیله چې افغانان په خپلو امکاناتو، استعدادونو، ملي بنسټونو تکیه او پانګونه وکړي تر څو ریښتینې خپلواکۍ ته ورسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply