خپلو ظلمونو او وحشت ته يې عجيب دليل پیدا کړی.

0 1,241

خپلو ظلمونو او وحشت ته يې عجيب دليل پیدا کړی.
– “امريکا ولې د طالبانو قانوني حکومت ختم کړ؟ “

ښه سړيه د طالبانو حکومت بيا قانوني کله شو؟ هغوی خو اساسي قانون کفر بولي. هغوی خو قانون مني نه، حکومت يې څنګه قانوني و؟ بيا په څه قانوني و؟ ټاکنې يې کړې وې؟ نړۍ سره يې رسميات درلودل؟ خو يوه نامنظمه ډله وه. په موټر سايکلونو سپاره راغلل. تر شا د کرنل امام له وسلو ډکې لارۍ پسې را ورسېدې. د بريتانيا پيسې شوې. د عربو وريژې او کجورې. نور نو په ځان نه پوهېدل. من و سلوا يې بلله. د خدای د نصرت نوم يې پرې کېښود. د تبليغاتو انډوخر جوړ و. خلکو ويل که دا به رښتيا ملايکې وي. حکمتيار ورته چهار اسيا پرېښوده، سياف پغمان او… مسعود چې لږ ورته پښه ټينګه کړه د ای ايس ای له ټول قوت سره يې يوه پنجشېر ولسوالي ونشوای نيولی. اخر يې د شنو باغونو وهلو، د مېرمنو تښتولو او پنجابي کرنېلانو ته په ودولو شروع ور وکړه. د عزت او پت خلک يې بې ابه کړل. لوی خان به و. له کلونو کلونو به يې په دې وطن کې د شرف ژوند کړی و. ده به قمچينه ورته بنده کړه چې هله ږيره دې ولې لنډه کړې، پايڅې دې ولې اوږدې دي، خولۍ دې ولې نه ده پر سر کړې. حکومت خو داسې نه وي. حکومت خو د خدماتو نوم دی. طالبانو کوم خدمت کړی؟ سړک يې نه و جوړ کړی. ښوونځي يې تړلي و. د روغتيا وزير يې ملاعباس ټاکلی و. د کرنې وزير يې ملا و، د بانک مشر يې ملا، د هوانوردۍ مشر يې ملا، د لوړو زده کړو وزير يې ملا… په کلتوري فعاليتونو پابندي وه. د بيان ازادي نه وه. د استعدادونو مخه ډب وه. په سنګرونو کې يې لواطت برالا روان و. پنجابي کرنېلانو د سلام خانې مخې ته کرکټونه کول. ولږه حاکمه وه. د تاريخ بدترينه وچکالي روانه وه. اووه کاله ملت داسې وزبېښل شو چې په مخ يې ټکی وينه نه وه پاتې.
وای امن و. کراري وه. سړيه ژوند يواځې د امن نوم نه دی. ثبات هم بايد ور سره وي. يواځې امن خو په هديرو کې ښه ډېر دی. هديره کې څوک ژوند کوي؟

بيا دا يې امريکا تجاوز کړی. دا يې مونږ اشغال. نو نامرده، ناځوانه طالبه. دې اشغال ته خو مونږ تا يواځې پرېښودو. ته خو مې حکومت وې. واکمن مې وې. هر څه مې ستا لاس کې و. ته خو په موټر سايکل سپور شوې، مګرم وزيرستان کې ځنې ښکته شوې. زه دې بم او بمبار ته يواځې پرېښودم. ناځواني او فرار تا وکړ. کافر دې زه کړم؟ د امريکا غلام دې زه وبللم. اقلا لږ خو به ټينګ شوی وې. لږ خو به دې سر قربان کړی و. لکه صدام او قذافي د ملاعمر مرګ خو هم بايد په خپل وطن وای. په مرموزه او ذليله ډول خو نه وای وژل شوی. قبر خو يې مالوم وای.

نجیب ننګیال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply