طنز – محمود نظری – دا بیا ولي په جنګ سو؟!

0 1,611

چې یې  استنګ  استنګ  سو نو په جنګ سو

چې له واکه ولوید بیا خاوند د ننګ سو

وایي دا د «کري» دولت غیر قانوني د ی

غوږ ږده هرخوا  د مات رباب تړنګ سو

 ټول عمر یې لکه خردغلا پیسې ځغلولې

اوس یی سم  ورانیدو ته  دوسره کولنګ سو

 ته وخدای  راویښ سئ  اې ویدو افغانانو

 دا زموږ ویره  ډیرو لویو غلو ته قلنګ سو

که غل غدو دلته  واکمن وي هر څه سم دي

 په دې ملک کې چور سبب د لوی جنګ سو

دا څه حال دی په دې ملک کې هره  ورځ

هر پوه سړی یی په لیدو کټو پوره منګ سو

 نه شرم نه حیا پاته سوه دچا په سترګو کې

 دا دسیاست کېچړی خلکو ته بلمنګ سو

 ان پوه خلک په دې نظام کې وتلې غله سوه

 لوی غل د لوی  وزارت دلته همسنګ سو

دا وطن هغه وخت سم  دم خراب سو

چې د نظار  دغلو په کې ننه باسنګ سو

***

د دنیا خلکو ګټلې ده  په بخت

ان بخت خر رسوي تر تخت

پوهه نه لري په ژوند څه اثر

ځکه پر پوهانو ژوند سو سخت

***

خدای دی لوده ته شته نه ورکوي

که نه له کبره پرتوګ پر سر تړي

خدای دی بې علم ته څوکۍ نه ورکوي

که نه هرچیري چې ځي څوکۍ پر خر تړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply