د مډالونو ليلام؛ په ارګ او سپيدار ماڼيو کې د مډالونو ګرم بازار/ خوشال اصفي

0 1,146

سږ کال په افغانستان کې د مډالونو د ليلام کال دی، په حکومت کې د ارګ او سپيدار ماڼۍ تر منځ د مډالونو په وېش کې سخت رقابت روان دی. هسې هم له پخوا په حکومت دننه د ماشيني جنرالانو او پوځي رتبو او مډالونو د ويش خبرونه ډير ورکول کيږي خو ارګ او سپيدار ماڼۍ په وروستيو کې یو له بل سره په سيالۍ کې ځينو خبريالانو ته د مډالونو د ورکړې سيالي شروع کړې ده. سمه ده مکافات او مجازات د يو نظام اصل دی خو مکافات او مجازات هم خپل اصول او معيارونه لري. مکافات بايد هغه چا ته ورکړل شي چې په خپل کاري محيط کې لاسته راوړنه ولري. او مجازات هغه چا ته ورکول کيږي چې په خپل کار کې پاتې راغلی وي. خو له بده مرغه د ملي يووالي حکومت بيا دا معيار تر پښو لاندې کړی او د حکومت دواړه شريکان په سيالۍ هغه چا ته مډالونه ورکوي چې دوی ته نيږدې وي، يا ترې دوی په يو نه يو ډول د ډار حس کوي. حکومت د دې لپاره چې پر کارونو او کړنو يې رسنيز غبرګونونه کم شي؛ يو شمير خبريالان په مډالونو ونازول.

ارګ او سپيدار ماڼيو د مير بچه خان نيولی تر مير مسجدي خان تر نامه لاندې د مډالونو او نښانونو د ويشلو باران جوړ کړی دی. د خبريال په نوم د يوې رسنيزې شبکې له عادي کارکوونکي نيولی آن تر فيسبوک چلونکو پورې مډالونه وويشل. خو آیا دوی نه پوهيږي چې هر ناکس ته د مير بچه خان او مير مسجدي خان په څېر د اتلانو مډالونو ورکول، د نوموړو اتلانو په حق کې ظلم دی؟ آیا يو بېسواد او ناکس ته د تاريخي مشاهرو مډال ورکول؛ مشاهيرو ته سپکاوی نه دی؟ آيا هغه خبريالانو ته چې اوس ارګ او سپيدار ماڼۍ مډالونو وويشل؛ د هيواد د اصلي ژورناليستانو (هغوی چې وړتيا يې لري) په مقابل کې ظلم او پرې ملنډي وهل نه دي؟

زه حيران دې ته یم چې ولسمشر او اجرايه رياست د کوم معيار په نظر کې نيولو سره د تش په نوم د رسنيو په کارکووکو مډالونه او ستاينليکونه ووېشل. يو ژورناليست ته خو د نوموړي د زړه کړو، کار، تجربې، وړتيا، شخصيت، فصاحت، بلاغت، اخلاقي وړتيا او په سمه توګه د رسالت په سر ته رسولو اساس مډال يا ستاينليک ورکول کيږي، اوس چې ارګ او سپيدار ماڼيو په ځينو ژورناليستانو د ستاينليکونو او مډالونو باران جوړ کړی دی؛ آيا دغه ژورناليستان مسلکي دي، پوهه لري، د مډال وړتيا لري، ملي ګټې يې په نظر کې نيولې دي، او خپل رسالت يې سم سر ته رسولی دی؟ او که يواځې هغو ژورنالیستانو ته ورکړل شوي چې حکومت ترې په يو ډول ډار درلود چې ګويا له کارونو به يې خلک خبر کړي.

همدا اوس چې ارګ ماڼۍ په کومو ژورناليستانو مډالونه ويشلي دي خدای شته چې ۹۰ سلنه يې د هيواد په ملي او رسمي ژبو بلدتيا نه لري، لوړې زده کړې نه لري، تحليل او تجزيه نه شي کولی، يو ښه ژورناليست ورته نشي ويل کيدلی او خپل رسنيز رسالت يې هم په سمه توګه لکه څنګه چې اړتيا ده؛ نه دی سر ته رسولی. يواځې هغو کسانو ته مډالونه ورکړل شوي چې له ارګ يا سپيدار ماڼۍ سره اړيکې لري، يا د ارګ او سپيدار ماڼۍ په انحصار کې دي او یا هغه څوک دي چې حکومت ترې په يو نه يو ډول ډار درلود.

زما د شخصي معلوماتو له مخې په دغو کسانو کې چې ارګ او سپيدار ماڼيو په ستاينليکونو او مډالونو ونازول له ۹۰ سلنه زیات يې هغه څوک دي چې په رسمي ژپو (پښتو او دري) ليک او لوست نه شي کولی، په رسنيو کې له کال زياته کاري تجربه نه لري، څيړنيزې ليکنې نه لري، مسلکي ژورناليستان نه دي، په خپلو کارونو کې خلاقيت نه لري، لوړې زده کړې نه لري، په ټولنه کې د خلکو تر منځ محبوبيت او ښه شهرت نه لري، په بهرنيو ژبو نه پوهيږي، د ژورناليزم له الف او ب نه دي خبر. او کوم ښه ريپورټ، خپرونه او ښه وړتيا نه لري.

له ولسمشر او اجرايه رييس نه پوښتنه په کار ده هغه کسانو ته چې تاسې مډالونه ورکړل؛ چا څنګه او څومره وړتيا درلوده چې پر اساس يې د مډال مستحق وبلل شو. تاسې ته څنګه معرفي شوي و، د کومو معيارونو په نظر کې نيولو سره مو مډالونه پرې توضيع کړل. آيا دا د مډالونو او د تاريخي مشاهرو سپکاوی نه دی چې يو بېسواد ته يې په نوم مډال ورکول کيږي. آيا دا په هغو ژورنالستانو چې په سمه توګه خپل رسنيز رسالت سر ته رسوي؛ ملنډې وهل نه دي؟

ولسمشر ته سپارښتنه کوم چې ښاغلی ولسمشره ! خپل رسنيز ټيم دې وارزوه او پوه يې کړه چې قوم پالنه، مذهب پالنه، سمت پالنه او شخصي اړیکې پريږدي او د هيواد رښتونې ژورناليستان ته خپل حق ورکړي. بېا هم وايم چې ښاغلی ولسمشره! ستا مطبوعاتي ټيم تا ته دروغ وايې او تاسې د هيواد له اصلي بچيانو او د مکافاتو وړ ژورناليستانو څخه ليرې ساتي. دوی تا ته دروغ وايې، ستا په سترګو کې خاورې اچوي او يواځې خپل غوړه مال ژورناليستان او ملګري درته د مډال اخيستلو په خاطر معرفي کوي. وړانديز مو دا دی چې په خپل رسنيز ټيم له سره غوره وکړه او هسې نه چې سبا بيا درته د همدغه کاري ټيم لخوا دې په ولس کې ستاسو د منفور کولو لپاره کمپاين وکړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply