اوس مو سرخلاص شو؟/ اباسین بریال

0 1,047

اوس مو سرخلاص شو؟ له دایکنډي، جاغوري، بدخشان او سمنګان به ځکه ډیر کسان کامیابیږي، چې ډیر فارغان لري. د جاغوري‌نجونې پولیسو کې کار کوي، د دایکنډي د دولسم پاس نجونو شمیر تر ټولو پښتون میشتو سیمو زیات وو. او له میدان وردګ څلورو ولسوالیو ددولسم فارغه نجلۍ نه وه.
اوس ددندو او تحصیلاتو رقابتونه د پښتون په ګټه ندي. یا به یې په زور غواړی یا به صحنه پریږدی.
دا جګړه د پښتون لپاره شیدې نه کوي، د بهسودو د پولیسو او اردو تشکیلات تر هیڅ پښتون میشته ولسوالۍ زیات ندي، خو خلک خپل ښوونځي لکه د سترګو کسي داسې ساتي او هیڅ هلک او نجلۍ له مکتب نه منع کوي.
لا خو وخت دی، په ۲۰۲۴۴ کې به سره ګڼو چې تاسو په منډيي کې د چغوندرو شکرۍ په سر ګرځوی که نه؟ چې د کوټه سنګي په چوک بې وردګ، لوګري، زابلي، او هلمندي بل مزدور پیدا کیږي؟
خودکرده ره نه درد است نه دارو
چې دا جګړه د ټولې دنیا توطئه شي خو پښتون پکې سخت خوشاله دی، اوږې یې ټوپکو او راکټو پوچې کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply