د پښتو او پښتنو پر وړاندې دسیسه/سرګردان

0 928

که یو څوک انګریزي ژبه زده کوي ښايي دلیل دا وي چې نړيواله ژبه ده او د نړۍ ډیره راکړه ورکړه په همدې انګریزۍ کیږيږي.

دا چې انګریزي ولې دومره قوي او مشهوره ده نو ټولو ته مالومه ده چې انګریزانو د خپلې ژبې لباره څومره مالي او ځاني قرباني ورکړې ده او اوس یې هم ورکوي، په میلیارداوو پيسې د ژبې په پراخولو لګوي، کتابونه، رسالې، ، ورځپاڼې، رسنۍ، تکنالوژي ، پوهنتونونه، مکتبونه او د پرمختګ هرې ايډياته دوران ورکوي.
سره ددومره مالي او ځاني قربانيو که څوک وغواړي او که نه !؟ژبه یې پرمخ ځي او به نړۍ کې د نړیوالۍ ژبه رول خپلوي.
دا چې خپلې اصلي موضوع ته راوګرځم نو خبره مې ددې کوله چې په کوم منطق دایرانۍ پاړسي او یا پنجابۍ اردو حق جوړیږي چې د پښتون په خاوره د اولیت حق ورکړل شي؟
ایراني او پنجابي د خپلې ژبې لباره څه کړیدي چې پښتون دا دواړې ژبې له خپلې پښتو غوره وبولي ؟
د پښتو ژبې سره دومره ستر تعصب د پنجابي اوایراني دا مانا لري چې دلته د يوه ستر قوم د ورکولو دسیسه روانه ده او له هرې خوا ی د محوه کولو پلانونه جوړیږي.
په پښتنو سیمو کې د ښوونځيو او پوهنتونو سیزل ، پشتانه روڼاندي، ښوونکي او زده کوونکي مکتب ته نه پريښودل دې هغې جنګي ماشین بل اړخ دی چې پښتانه هره ورځ ورسره مخ دي
د پنجاب+ایران په لاس جوړ شوی طالبي ماشین له یوه منظم سیسټم له لوري پښتون قوم د پوهې له مسیره خطا کوي او د تیارو پلو ته یې ورټیله وهي ،دا پروژه یوازې له بهره د پنجابي او ایراني له لوري مخته نه وړل کیږي بالکې په داخل د افغانستان کې هم د ځینو پنحابي+ ایراني کړیو په وسیله ښه په درځ کې روانه ده.
د ټالبانو په صفونو کې د ایران او پنجاب لخوا په منظمه توګه هغه ایران پلوه او پنجابي پلوه استخبراتي مامورین ځای په خای شویدی چې د اسلام سره د غدارۍ په تور پښتني سیمو کې پوهنتونونه او یا مکتبونه ، معلمانو، روڼ اندي او زده کوونکي په نښه کوي ترڅو پښتون له تل لپاره د علم له رڼا بې برخې کړای شي
د حکومت په داخل کې دا کار بیآ د کلمخو او د دیموکراټانو به نوم یوه فاشیستي ډله پرمخ وړي تر څو پښتو ژبه او پشتون له حکومته لیرې وساتل شي او د یوازیتوب او ملامتیا کندې ته وروغورځول شي.
لنډه بېلګه يې د اصلاحاتو د کمیسیون مشر د نادر نادري له لورې تاسې ولېده،لکه نادر نادري چې د یوه سنجولې شوي پلان له مخې دا کار وکړ خو په وخت افشا شو. او وروسته له څرګندیدو یې خبرې ته د اصلاح کمیس وراچولو خو خبره نوره هم ترې ګډهوډه شوه.
نادر نادري دا کار په لوړ مهارت سره سرته رسولی وو هغه داسې چې پښتنو ته یې ۲۲% برخه به ازموینه کې ورکړه که چېرته سبا ته پدې اداره کې کومه پریکړه کیږي نو لازمي ده چې دا دوه سلنه به د هغو اته نوی سلنه په خوښه رای ورکوي ځکه چې د ډیرو او کمو سره نشي.
که تاسې د حکومت به هره اداره کې د پښتنو برخې ته وګورئ پایله به یې همدا دوه سلنه وي او بیا وروسته چې دوی څه غواړی او څه کوي همدا دوه سلنه د پښتنو بر وړاندې اودروي ،چې د دندې د لاسه ورکونې له ویرې د خپل قوم په حق کې حق خبره نشي کوی او ترټولو لومړی دی خپل قوم په داسې بېشرمه خبرو تورنوي چې پشتون شوونځي ته نه ځي پشتون پوهنتون نه وایی!
حال دا چې ترټولو باسواده ځوانان په پښتنو کې دي خو وزګار ګرځي او د فاشیستي پروژې ښکار دي
#سرګردان

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply