د تذکرو ملي بهير او د ګومارنې عادلانه حل لاره/ محمد اسماعيل يون

0 1,998

د تذکرو د ادارې د جوړښت او راتلونکي کاري څرنګوالي په باب ډېرې خبرې او ډېر نظرونه شته چې پر ځينو يې موږ مخکې بحث کړی او پر ځينو نورو برخو به يې ضرور وروسته بحث کوو. خو اوس د ګومارنې لپاره يوه عادلانه حل لاره په ګوته کوو:

د افغانستان د اساسي قانون محتوا داده چې د ژوند په ټولو ډګرونو کې بايد متوازن انکشاف، پرمختيا رامنځته او په هره برخه کې عدالت تامين شي. د تذکرو د ازموينې په ګډون ټول قوانين، مقررات، ازموينې او نور پروسيجرونه بايد داسې اعيار شي چې پورتنی اصل او محتوا خوندي کړي.

د کانکور او ازموينې په نوم چې کوم پروسيجرونه تطبيقېږي او دېته د (لياقت) نوم ورکول کېږي، دا په واقعيت کې د اساسي قانون او د هېواد د وګړو ترمنځ د عدالت د تامين اصل له منځه وړي. په دې مانا چې د نورستان يو اوسېدونکی زده کوونکی، د کابل له يوه زده کوونکي يا د يوه واحد پوست لپاره متقاضي سره په يوه واحده ازموينه کې ځکه برابرې نومرې نه شي ګټلی چې د کابل زده کوونکی او يا فارغ التحصيل لپاره د نورستان په انډول لا واردمخه د ژوند ډېر سهولتونه او درسي اسانتياوې ورکړل شوې دي.

د کابل زده کوونکي يا فارغ درسي ساعتونه نه دي ضايع کړي، نورې ناخوالې پرې نه دي راغلي، ژوند او درسي چاپېريال يې نسبتاً مناسب دی. خو دا په دې مانا نه ده چې د کابل اوسېدونکی به د نورستان له اوسېدونکي څخه د ذهني ځواک (IQ) له پلوه زيات قوت لري، بلکې که دا دواړه محصلين يا فارغان له سره په يوه واحد چاپېريال او يوه واحد ټولګي کې کېنول شي، نو کال وروسته به په ازموینه کې دواړه سره مساوي او يا نږدې نومرې يوسي.

اوس چې په هېواد کې هره بشري او انساني موضوع او يا هم دولتي دندې د سياسي توطيو تر سيوري لاندې راځي، نو ښه لاره داده چې په مرکز کې ګومارنه د ولايتي استازولۍ او ونډې له مخې تنظيم شي. د ساري په توګه که د تذکرو د وېش اداره (۵۰۰) پوستونه ولري، دا پوستونه دې د نفوس په انډول د هېواد پر ټولو ولايتونو ووېشي، هر ولايت ته چې کومه ونډه ورسېدله، (د ساري په توګه لس سيټونه) په همغه ولايت کې دې له داوطلبانو څخه ازموينه واخيستل شي، په هغو کې چې کومو کسانو تر نورو لوړې نومرې وګټلې هغوی دې پر دندو وګومارل شي، په دې ډول به هم ولايتي، سمتي او قومي استازولي تامين شي او هم به لياقت په پام کې ونيول شي، له دې پرته د سياسي انګېزې تر اغېز لاندې هر ډول ازموينې په هېواد کې نه يوازې د اساسي قانون محتوا زيانمنوي، بلکې هېواد له لوی بحران سره مخامخوي، لکه څنګه چې د کابل يو محصل په نورستان کې د امتحان د ورکړې څه چې د شپې تېرولو توان نه لري، دغسې د نورستان يو اوسېدونکي ته هم په کابل کې د ازموينې اوسنۍ بڼه، د ژبې او چاپېريال بدلون خپلې خپلې ستونزې لري.

په دې برخه کې نور ګڼ شمېر علمي او منطقي دلايل هم شته چې ددې لیکنې د اوږدوالي له امله ورڅخه تېرېږو، که د تذکرو اداره يا د اداري اصلاحاتو اداره او يا هم نور معترضين او متضررين غواړي په دې برخه کې ورته پوره وضاحت او څرګندونې وړاندې کولای شم.
اوس همدومره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply