شایسته واعظ ۲۹ کلنه افغان پيلوټه ده غواړي…

0 2,293

شایسته واعظ ۲۹ کلنه افغان پيلوټه ده غواړي چې د نړۍ د لویې برخې نه د الوتکې سره لیدنه وکړي

۲۹ کلنه افغانه پيلوټه غواړي چې تر ټولو نه د ځوانې پیلوټې په توګه خپل نوم په تاریخ کې ثبت کړي

۲۹ کلنه افغان پیلوټه غواړي خپل نوم  په تاریخ کې ثبت کړي. ۲۹ کلنه شایسته واعظ  چې په هوانوردۍ په برخه کې تر ماسترۍ  زده کړي اوس غواړي چې په یواځې ځان  د الوتکې سره ټولې نړۍ نه  لیدنه وکړي.

شایسته  واعظ  خپل سفر  د دوشنبې په ورځ  اتلانتیک ته  پیل کړ.

د ۲۹ کلنې  شایسته  واعظ  کورنۍ  په افغانستان د روسانو د یرغل پر مهال  یو ګاونډي هیواد  ته ګډه شوه. ۲۹ کلنه شایسته  په ګاونډي هیواد کې  د کډوالو په یو کمپ کې نړۍ ته  سترګې پرانیستې. د نوموړې کورنۍ په ۱۹۸۷ کال کې  امریکا ته  کډه شوه.

شایسته ویلي دي چې  د ماشومتوب نه يي  د الوتنې او پيلوټۍ سره  ځانګړې مینه  درلوده. وروسته يي  همدې هدف د رسیدو په خاطر هلې ځلې وکړي تر څو چې  د پيلوټۍ  لایسنس  ترلاسه کړ.

د ویلو ده چې  نوموړې  د افغانستان  لومړنۍ  تر ټولو ځوانه  ملکي پيلوټه  ده.

هغه اوس غواړي چې خپله تجربه  د نورو  ځوانې نجونو سره  شریکه کړي.

هغه  د فرانس پرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې  کله چې د الوتنې  او پیلوټۍ سره  مینه  پیدا شوه د ځان لپاره يي یو هدف وټاکه. په لوست  يي پیل وکړ. په زده يي پیل وکړ. په ځانګړې توګه  ریاضیاتو  ته  يي ډیره زیاته مخه وکړه. ما وغوښتل چې نړۍ ته  له بل پلوه وګورم.

هغه وویل  چې دده لپاره تر ټولو مهمه داده  چې د څه سره  چې مینه درلوده  هغه لاره يي تعقیب کړه.

شایسته  واعظ  غواړي د A ۳۶ ډوله  کوچنۍ الوتکې سره  د افغانستان ،اسپانیا، مصر، هندوستان، سینګاپور او استرالیا په ګډون  د نړۍ  تر ۳۰۰ ډیرو هیوادونو ته  سفر وکړي.

د هغه  دا  سفر به  د اګست په میاشت کې  پایته ورسیږي او بیرته به امریکا ته راستنه شي.

هغې ویلي دي چې  د خپل دې اوږد  سفر په ترڅ کې  به  په ۳۰ هوايي ډګرونو کې  ښکته شي. هغه ویلي دي ددې کار نه يي اصلي موخه  ساینسي مضامینو  ته  د زده کوونکو  هڅونه ده.

واعظ ویلي که چیرې زده کوونکي په واقعیت سره  ساینسي مضامینو ، تکنالوژۍ، انجنینرۍ او رضیاتو ته مخه وکړي  او پدې برخه کې  کار  او څیړنې وکړي  او بیا  په همدې مسلکونو کې دنده  ترسره کړي  دا ډیر په زړه پوري مسلکونه دي.

هغې ویلي دي هر وخت چې کله  زه  د الوتکې  دروازه  خلاصوم  د ځان سره  د ځانګړي خوښۍ احساس کوم  او شکر  پر ځای کوم. د ځان سره وایم  که چیرې هر نجلۍ  زما  په څیر  خپل مسلک سره  مینه وکړي او خلک هدف ته  ځان ورسوي هغه به په واقعیت سره  چې  خوشچانسه وي. هغې ویلي دي هڅه کوي  چې افغان نجونو ته  د هوانوردۍ په برخه کې  تحصیل  زمینه برابره کړي.

د یادولو وړ ده چې  شایسته واعظ  خپلې ټولې زده کړې په امریکا کې کړي دي او په همدې هیواد کې ژوند کوي.

Trt Pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply