د امریکا د دوو مهمو استخباراتي ادارو مشرانو د سې شنبې په ورځ د دې هېواد د سنا د وسلهوالو خدمتونو کمېټې ته وویل، په افغانستان کې د ثبات لپاره په پاکستان کې د وسلهوالو د خوندي مرکزونو لهمنځه وړل مهم دي.
- د یوې سناتورې د دې پوښتې په ځواب کې چې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په راتلونکې پالېسۍ کې پاکستان کې د ترهګرو د خوندي ځایونو د لهمنځه وړلو په اړه څه سپارښتنې لري؟
د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس ډانیل کوټس وویل:
“د افغانستان لپاره د یوې مؤثرې ستراتیژۍ په جوړولو کې دا مهمه ده چې امریکا له پاکستان سره کار وکړي څو په خپل هېواد کې د ترهګرو خوندي ځالې لهمنځه یوسي.”
ښاغلي کوټس تر دې مخکې د سنا د وسلهوالو خدمتونو کمېټې ته په خپل پرانیستونکې وینا کې وویل، پاکستان نهدی توانېدلی هغه سخت دریځي وسلهوال وځپي چې په افغانستان او هندوستان کې بریدونه کوي.
دی وايي:
“اسلاماباد په دې کې پاتې راغلی چې پاکستان کې وسلهوال او ترهګر کنټرول کړي. دا ډلې به په سیمه کې د امریکا ګټو ته دوامداره ګواښ پېښوي. همدارنګه به په هندوستان او افغانستان کې د بریدونو پلانولو او ترسره کولو ته دوام ورکړي.”
ښاغلي کوټس همدارنګه وویل چې پاکستان د نړیوالې انزوا له کبله اندېښمن او داسې ښکاري چې له دې انزوا څخه د وتلو لپاره به چین ته لاس وغځوي.
د نوموړي په وینا دا کار به چین سره هم مرسته وکړي چې په سیمه کې خپل نفوذ پراخه کړي.
د امریکا د سنا د وسلهوالو خدمتونو کمېټې په همدې غونډه کې د دې هېواد د دفاعي استخباراتي ادارې مشر ډګر جنرال وینسینټ سټیوارټ وویل، پاکستان یو داسې افغانستان غواړي چې هندوستان پهکې زیات نفوذ ونهلري او ټولو ستونزو ته له همدې لیدلوري ګوري.
د نوموړي په وینا همدا د دې سبب شوی چې دوی ترورېستي ډلې پالي.
جنرال وینسینټ سټیوارټ زیاته کړه:
“نو له همدې کبله دوی «پاکستان» هغه ډلې چې موږ یې ترورېستي سازمانونه ګڼو ساتلي چې که افغانستان هندوستان ته مایل شي، نو دوی به د یو داسې باثباته او خوندي افغانستان د نظريې ملاتړي نهوي چې د پاکستان ګټو ته ګواښ پېښولی شي.”
د امریکا د دفاعي استخبارتي ادارې مشر د سنا د وسلهوالو خدمتونو کمېټې ته وویل، موږ باید پاکستان ته روښانه ووایو چې افغانستان کې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی او پاکستان ته هېڅ ګواښ نهپېښوي.
همدارنګه د جنرال سټیوارټ په وینا پاکستان باید قانع کړو چې د حقاني شبکې غړو ته پناه ورکول د دې هېواد په ګټه نهدی او له موږ سره باید په ګډه د هغو شلو ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي چې نهیوازې د افغانستان او پاکستان امنیت بلکې ټولې سیمې ته ګواښ دي.
د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس ډانیل کوټس امریکايي سناتورانو ته د افغانستان د عمومي وضعیت په اړه وویل چې د دوی اداره ګومان کوي چې د امریکا او متحدانو په پوځي همکاریو کې د یوې اندازې زیاتوالي سربېره به په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې سیاسي او امنیتي وضعیت د خرابېدو خواته ولاړ شي.
دې دواړو امریکايي استخباراتي چارواکو وویل، د دوی ارزونې ښيي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به طالبان په لیرې پرتو کلیوالي سیمو کې خپل کنټرول پراخ او د یو شمېر ولایتونو لکه هلمند، ارزګان او کندز پر مرکزونو به فشار زیات کړي.
سرچینه. pa.azadiradio.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320