د پاکستان سره د کریکټ لوبې او د افغانانو وینې بهیدل/خوشال خلیل

0 1,229

زه په کرکټ نه پوهیږم په اړه یې هم څه نه لیکم، خو د هرې لوبې له نتیجې یې ځان خبروم، د افغانستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې ده چې پاکستان سره به دوستانه لوبه کوي، زه نه پوهیږم چې په اوسنیو شرایطو کې چې موږ د پاکستان نیابتي جنګیالیو سره په جګړه کې د خپلو ځوانانو جنازې اوچتوو ددغه لوبې هدف، ګته او مقصد په کومو معیارونو او راتلونکو پایلو سنجول شوی دی.؟
دلته بده خبره داده چې یو شمېر استدلال کوي چې ورزش او سیاست باید سره بيل شي چې دا نظر کاملا غلط دی. همدا چې موږ وایو د فلاني هېواد ورزشي سیاست داسې یا هاسې دی، دا موږ ته ښيي چې سیاست او ورزش خپلو کې قوي اړیکه لري.
حتا افلاطون په خپل کتاب جمهوریت کې د خپلې خیالي ټولنې لپاره ورزش مهم بللی دی او اوسني وخت کې خو ورزش د ملتونو ترمنځ په ډېرو فرهنګي او اقتصادي او سیاسي تحولاتو کې مهم نقش لري. د سیاست او ورزش ترمنځ اړیکه دوه اړخیزه ده، له یوې خوا سیاستونه د ورزش په ودې، هغې ته په لوري ورکولو کې نقش لري او له بلې خوا ورزش هم په سیاست، ملي یووالي د ملتونو ترمنځ په دوستۍ او دښمنۍ کې خورا مهم نقش لري.
په امریکا کې د تبعیض په ضد د تورپوستو ورزشکارانو اعتراض دومره اغیزمن و چې د مدني حقونو د پلویانو تر ډېرو لاریونونو او مظاهرو یې تاثیرزیات و، بله بېلګه د ځینو هېوادونو له خوا د افغانستان د اشغال په خاطر په مسکو کې د اولمپیک لوبو تحریمول دي. دغه شان د چین او امریکې ترمنځ د لومړي ځل لپاره اړیکې د دغو دوو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ د پینګ پانګ لوبې وي، چې وروسته دواړه قدرتونه سره نږدې شول. اصل کې دواړو هېوادونو دا لوبې سنجولې وي چې د خپلو خلکو د ذهنونو د چمتو کولو لپاره یې لومړۍ دغسې دوستانه لوبې وکړې بیا یې اړیکې ورغولې. د کورباچف په دوره کې چې کله د برلین دیوال ړنګ شو، سم د واره په ۱۹۹۰کال کې المان د فوټبال نړيوالو سیالیو ته د شرقي او غربي المان څخه ګډ ټیم ولېږه او د یو واحد المان څیره یې نړۍ ته وړاندې کړه.
برازیل او ارجنټاین چې کله د فوټبال نړيواله جامونه وګټل دا کار د دې لامل شو چې د دغو هېوادونو خلک متحد او د خپل دولت ملاتړ ته راوبولي او دواړو هېوادونو کې دیکتاتور رژیمونه لا پسې دوام وکړي. مطلب د ورزش او سیاست ترمنځ جداوالی هغه هم اوسنۍ نړۍ کې ناممکن کار دی.
راځم د افغانستان او پاکستان اوسنۍ دوستانه لوبې ته، ایا دلته هم داسې کوم سیاست او سټراټيژي په پام کې نیول شوې ده چې له دغو دوستانه لوبو سره به افغانستان ته کومه سیاسي ګټه ورسږي؟ اوس وخت کې افغانستان هیڅ کوم مجبوریت نه لري چې پاکستان سره دې دوستانه لوبه وکړي، خو برعکس پاکستان دې ته سخته اړتیا لري چې نړۍ او حتا افغانانو ته وښيي چې زموږ په وړاندې ښه نیت لري. قدرتمند هېوادونه نن سبا له ورزش څخه د خپلو اقناعي سیاستونو او وسیلو په توګه کار اخلي او له دې لارې په نورو هېوادونو او ټولنو خپل اغیز ښندي، پاکستان چې لابي ګرۍ کې ډېر زیرک او تکړه دی او مطبوعات یې هم زموږ نه زیات فعال دي له دې لوبو به ډېره زیاته سیاسي ګټه پورته کړي، خو فکر نه کوم زموږ لوري داسې کومه سټراټيژي سنجولي وي.
دا مهال د پاکستان له خوا په هیڅ یو ډګر کې داسې نښي نښاني نه دي ښودل شوي چې د افغانستان په وړاندې دې کوم نرمښت په کې ولیدل شي، نو بیا دا لوبې د څه په خاطر کېږي؟ خلک حق لري ددې لوبو په سیاسي ګټو ځان خبر او د خپلو ورزشي چارواکو پوښتنې وکړي. دا د دوو هېوادونو د ټیمونو ترمنځ لوبه ده چې هره لوبډله د خپل هېواد د ملي هویت نښه او سیمبول ګڼل کېږي، دا کوم تبلیغي جماعت نه دی چې بستري وتړي او چې کله یې زړه شي هغې خواته روان شي، دا تر شا ډېر سیاسي، حقوقي او ټولنیز اثار لري، دې ته باید او باید زموږ ورزشي چارواکي ځواب ووايي او کنه ژر تر ژره دې دا لوبې لغوه کړي.
#nocricketwithpakistan

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply