د روژې په اړه ګټور معلومات/ قاضي اسدالله عزت

0 2,436

 

خوږو لوستونکو ! ليکنه یوڅه اوږده ده؛ خولوستل يې د روژه لروونکي لپاره ډېر اړين دي هيله ده، چې ورته ستړي نه شئ.
ګرانو دوستانو ! روژه د اسلام د ارکانو څخه یو مهم رکن دى، چې په هر مکلف، مسلمان، عاقل اوبالغ انسان باندې د ټاکليو شرايطو او ارکانو پر بنسټ  قطعي فرض دى او منکر يې د شکه پرته کافر بلل کيږي.

 د روژې فرضيت هم په قرآن کريم، هم په نبوي سنتو او هم په اجماع د امت کې څرګند معلوميږي. د روژې د نېولو په ترڅ کې مسلمان ته بې شمېره ثوابونه او اجرونه ور په برخه کيږي، په دې اړه د نبي کریم صلى الله عليه وسلم بې شمېره سپڅلې ويناوې شتون لري، چې په رڼا کې يې د روژې غوره والى او فضېلت څرګندېږي.

د روژې يوشمير فضايل په لاندي ډول سره بیانوو:

لومړی: روژه لرونکي به الله تعالى په جنت کې په ځانګړي دروازه ورداخل کړي، چې نوم به يې ( ريان ) وي .
رسول الله فرمايي: په جنت كې يوه دروازه ده، چې نوم یې رَيّان دی، له دې دروازې نه به يوازي روژه دار ننوزي، وبه ويل شي، روژه دار چېرته دي؟ نو روژه دار به ورپاڅېږي او يوازي همدوۍ له یادې دروازې څخه ننوزي؛ كله، چې دوى ننوزي بيا به ریان وتړل شي. (صحيح البخاري: ۱۷۹۷، د سهل رضي الله عنه په روايت).

دويم: روژه د روژه لروونکي ټول تېر شوي ګناهونه بښي، رسول الله فرمايي: پنځه لمونځونه، جمعه تر بلې جمعې او روژه تر بل روژې، دا ټول د صغيره ګناهونو ختموونكي دي كله چې له لويو ګناهونو نه ځان وساتل شي. (صحيح مسلم: ۲۳۳، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت).
روژه (د ګناهونو په مقابل کې) سپر (ډال) ده(صحيح البخاري: ۱۹۰۴، د ابوهريرهرضي الله عنه په روايت).

درېيم: د روژه ماتي پرمهال د روژه نېوونکي دعا قبليږي.

څلورم: روژه د روژه نېوونکي لپاره په قيامت کې شفاعت کوي.
پنځم: د روژه لروونکي د خولې بوي الله تعالى ته د مشکو له بوى څخه زيات خوښ دى.
شپږم: روژه دار ته د روژې اجر الله تعالى په خپله ورکوي، رسول الله فرمايي: چې الله تعالٰی فرمايي: چې روژه زما لپاره ده  نېوونکي ته زه اجر اوثواب په خپله ورکوم؛ ځکه، چې د انسان هر عمل د همده لپاره دی بغیر له روژې نه، دا روژه زما لپاره ده، او د دې بدله به زه ورکوم  زما بنده زما د خوښۍ په موخه خوراک څښاک او کوروالي پرېږدي(صحيح البخاري: ۱۹۰۴، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)


د روژه نېوونکي لپاره دوه وختونه د زياتې خوشالۍ ﻻمل اوباعث دي: يوه خوشالي د روژه ماتې پر مهال، او دويمه خوشالي د خپل رب سره د لېدنې پرمهال.
د بشريت ستر ﻻرښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د سحور ( پيشنمي ) د فضېلت په اړه فرمايي: ( پيشنمۍ )کوئ؛ ځکه ،چې په ( پيشنمي) کې برکت دى(صحيح البخاري:۱۹۲۳، د انس بن مالك په روايت).

د روژې ارکان او شرطونه:
د روژې رکن: د امام ابو حنيفه رحمة الله عليه په اند د روژه ماتوونکو توکو څخه ډډه کول، لکه: خوراک، څښاک او جماع.
د روژې نېونې شرطونه: د امام ابو حنيفه رحمة الله عليه په اند د روژې شرطونه عبارت دي له:
لومړی: اسلام: د روژې د نېولو لپاره لومړى اسلام شرط دى له همدې امله په کافر روژه فرض نه دى؛ ځکه، چې کافر د شريعت په فروعي احکامو مکلف نه دى.

 دويم: عقل: له همدې امله په ليوني او هم په هغه بې هوشه او اوده انسان باندې، چې د روژې د مياشتې د پېل څخه تر پاى پورې په هوش نه شي، او د روژې مياشتې د تېريدو وروسته په هوش راشي؛ نو قضا پرې نشته؛ البته که نيمه مياشت لېونى يابې هوشه وي او وروسته په هوش شي، هم به پاتې ورځې روژه نيسي او هم د تېرو ورځو قضا پرې ﻻزمه ده

درېيم: بلوغ: له همدې امله په نابالغ هلک او جېنۍ باندې روژه فرض نه دى، که څه هم مميز وي؛ لېکن د مميز هلک او مميزې جېنۍ د لمانځه په څېر روژه هم صحت لري؛ خو پرې واجب نه دى.

څلورم: روغتيا: له همدې امله په ناروغ روژه نه دى فرض؛ که څه هم د شريعت له خوا په قضا مخاطب دى

رسول الله فرمايي: له درې كسانو نه قلم پورته شوى دى (مُكَلّف نه دي) له ويده نه تر دې چې بيدار شي، له نا بالغ نه تر دې، چې بالغ شي او له ليوني نه تر دې چې عاقل شي. (سنن أبي داود: ۴۴۰۳، د علي رضي الله عنه په روايت)
پنځم: مقيموالى: له همدې امله په مسافر باندې روژه فرض نه دى؛ خو وروسته به يې قضايي راوړي.
حمزه بن عمرو اسلمي رضي الله عنه، چې ډېر زيات روژه نيونكى و؛ له نبي نه پوښتنه وكړه، چې ايا زه په سفر كې روژه ونيسم؟ نبي کریم صلی الله علیم وسلم ورته ويې فرمايل: كه وغواړې نو ويې نيسه او كه وغواړې نو مه يې نيسه. (صحيح البخاري: ۱۹۴۳، د عايشې رضي الله عنها په روايت)

انس بن مالك رضي الله عنه وايي، چې مونږ له رسول الله سره پر سفر وو، نو روژه دارو به روژه نه نيوونكو ته څه بد نه ويل او نه روژه نه نيوونكو به روژه نيوونكو ته څه بد نه ويل(د هرچا خپله خوښه وه). (صحيح البخاري: ۱۹۴۷، د انس بن مالك رضي الله عنه په روايت)

ابن عباس رضي الله عنهما وايي چې رسول الله مكې ته په روژه كې روان شو، روژه يې هم نيولې وه خو كله چې كَدِيد نومې ځاى ته ورسېده، نو روژه يې ماته كړه، بيا نورو خلكو هم روژه ماته كړه. (صحيح البخاري: ۱۹۴۴، د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت)
شپږم : د حيض او نفاس څخه د ښځو پاکوالى؛ نو د حيض او نفاس لرونکو ښځو لپاره د روژې اداء  نه ده صحيح؛ خو وروسته به يې قضا راوړي.

اووم: نيت: له همدې امله د هغه چا روژه نه ده صحيح، چې د روژې سره يې نيت نه وي مل کړى؛ ځکه، چې نيت عبادات له عادتونو څخه جلا کوي رسول الله فرمايي: چا چې له فجر (سبا صادق) نه مخكې د روژې نيت ونه كړ، نو د هغه روژه نشته(جامع الترمذي: ۷۳۰، د حفصې رضي الله عنها په روايت).

د روژې ماتوونکي:
ګرانو لوستونکو! د روژې ماتوونکي په دوه(٢) ډوله دي، یو د روژې هغه ماتوونکي دي، چې قضاء او کفاره دواړه واجبوي او دوهم د روژې هغه ماتوونکي دي، چې يوازې قضاء واجبوي موږ به لومړی د روژې هغه ماتوونکي بیان کړو، چې قضاء او کفاره دواړه واجبوي:
الف: د روژې په مياشت کې د روژې پر مهال قصدا خپلې ښځې سره جماع، زنا او يا لواطت کول؛ برابره ده که انزال يې شوى وي اوکه نه او هم به مفعول انسان، ژوندى، او د اشتها وړ وي؛ نو دا ډول کړنې هم روژه ماتوي، هم قضا پرې ﻻزمه ده او هم کفاره؛ خو په دې جزا کې فاعل او مفعول دواړه برابر دي.
ب: د رمضان په مياشت کې د روژې پر مهال د شرعي عذر پرته قصداً د داسې توکو خوړل، چې يا د غذا لپاره وي، يا د درملنې لپاره وي او يايې خلک په عادت کې خوري، د څښوونکوتوکو څښل، هم روژه ماتوي، هم قضاپرې ﻻزمه ده اوهم کفاره اوهم د ټولو نېشه يي توکو خوړل او څکول، لکه: نسوار، سګريټ، چلم اودېته ورته نورتهديداً هم روژه ماتوي، هم قضاپرې ﻻزمه ده اوهم کفاره. د روژې قضا په دې معنا، چې خوړل شوې روژه به بيا نيسي او د روژې کفاره په دې معنا، چې دوه مياشتې به پر له پسې روژه نيسي، چې ترمنځ به يې نه د رمضان روژه راځي او نه به هغه ورځې راځي، چې د روژې نېول پکې منع وي؛ که په کفاره کې د روژې نیولو توان نه لري بيا به شپتو مسکېنانو ته ډوډۍ ورکوي. ( الفتاوى الهنديه (علمګيري ) ج١ ص٢٠٥ ).

د روژې هغه ماتوونکي چې يوازې قضاء ﻻزموي: 
لومړی: د داسې توکو خوړل، چې نه عذايي وي، نه ددرملنې لپاره وي، نه يې څوګ عادتاً خوري او نه د انسان طبعيت هغې ته ميلان کيږي؛ لکه: کاڼي،خاوره، اوسپنې،لرګی اودېته ورته نور….
 دويم: د شرعي عذر په شتون کې عذايي اوخوراکي توکو خوړل، شرعي عذر لکه: ناروغي، سفر، اکراه، شبهه اودېته ورته نور….
 درېيم: د جماع، زنا او لواطت پرته په بل ځاى کې خپل شهوت پوره کول؛ نوپه داډول ناوړه کړنوباندې يواځې همغه روژه ماتيږي؛ يعنې کفاره نه لري يوازې قضاپرې ﻻزمه ده.
څلورم: قصدا په ډکه خوله قى کول

رسول الله فرمايي: چا ته چې په روژه کې قی(کانګې) راغلې، نو  د ده په ذمه قضا نشته، د ده روژه نه ده ماته خو چا چې قصدًا په ډکه خوله قی وکړ، نو دی دې قضا راوړي. (سنن الترمذي:720، د ابو هريره رضي الله عنه په روايت)
پنځم: په غوږ او پوزه کې دوا اچول.
شپږم: د نسوارو اچول، چلم او سګريټ څکول.
اووم: د شپې په ګمان په ګهيځ کې پشنمي خوړل. او د ماښام نه مخکې په دې ګمان روژه ماتول، چې ماښام شوى دى.

هغه توکي چې روژه نه ما توي:

لومړی: هغه مهال چې روژه لروونکى په هېره سره خوراک، څښاک اوجماع وکړي روژه نه ماتوي رسول الله فرماييچا چې په هېره سره په روژه كې خوراك څښاك وكړه، نو نوموړی  دې خپله روژه پوره كړي (روژه يې نه ماتېږي بلکې) الله تعالٰی پر ده خوراك څښاك وكړ.(صحيح البخاري: ۱۹۳۳، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)
دويم : احتلام ( شيطان خطاکول ) روژه نه ماتوي.
درېيم: د منى وتل په نظر او فکرسره؛ ځکه چې دا د جماع په معنا نه دي.
څلورم: د مذي او ودي وتل.
پنځم: د حامله ښځې وېني راتلل.
شپږم: د ستنې ( پېچکارۍ ) لګول؛ که د رګ وي او که د غوښې (im/ivv) روژه نه ماتوي؛ خو د ضرورت پرته د رګ (iv ) ستنې لګول منع دي.
اووم: په سترګو کې ددرملو اچول.
اتم: ښکلول اولمس هغه مهال روژه نه ماتوي، چې انزال يې ونه شي؛ لېکن که  منى يې خارجه شي روژه يې ماته ده، کفاره پرې نه لازميږي او يواځې قضاپرې ﻻزمه ده.
نهم: قى کول هغه مهال روژه نه ماتوي چې قصداً او عمداً نه وي، که څه هم زياته وي، که چېرې قصداً يې وکړي قضاء پرې ﻻزمه ده.
لسم: مسواک وهل.
يوولسم: بدن او وېښته غوړول، سترګې تورول روژه نه ماتوي.( هداية ج ١ ص ١٩٩٢٠٠ هنديه ، جج١ ص ٢٠٣ ).

د روژې نېونې مستحبات:

لومړی:  پشنمي کول.
دويم: په روژه ماتې کې بېړه کول. او په پېشنمي کې وروسته والى.
درېيم: روژه تيانو ته روژه ماتى ورکول رسول الله فرمايي: چا چې روژه دار ته روژه ماتی (افطاري) ورکړ، نو د ده لپاره د روژه دار په اندازه اجر او ثواب دی او د روژه دار په اجر کې هم هېڅ کمی نه راځي. (جامع الترمذي:۸۰۷، د زيد بن خالد جهني رضي الله عنه په روايت)

څلورم: د روژه ماتي پرمهال دعا کول.
پنځم: له درواغو، غيبت، کنځل او يوشمير نورو هغه ناوړه کارونو څخه ډډه کول، چې د روژې ثواب له منځه وړي رسول الله فرمايي: په تاسو کې چې د چا روژه وي، نو نه دې فحشې جنسي خبرې کوي او نه دې شور زوګ کوي، که روژه دار ته څوک کنځلې وکړي يا ورسره جنګ وکړي، نو دى دې ورته ووایې: زه روژه يم (نو له تا سره جنګ کول نه غواړم). (صحيح البخاري: ۱۹۰۴، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت).
شپږم: زيات تلاوت او زيات نوافل کول.
اووم: مسواک وهل.
اتم: سخا کول.
نهم: په خرما(کجورو ) سره روژه ماتول.
لسم: د ټولو ګناهونو څخه ډډه کول؛ برابره ده که د ژبې سره تړاو لري، که د غوږونو، که د سترګو، که د ﻻسونو او که د پښو سره.

د روژې مکروهات:

لومړی: د غاښونو په کريم، دنداسه او هم  د مسواک پرته په نورو شيانو غاښونه صفا کول.
دويم: په خوله د يوه شي خوند معلومول.
د روژې نېولو نيت:

وَ بِصَوْمٍ غَدٍ نَوَيْتُ مِنْ شَهْرِ رَ مَضَان.
د روژې د ماتولو پرمهال:

اَللهُمَلَکَصُمتُوَعَلَىرِزْقِکَ  أفْطَرْتُ.
د تراويحـــــــــــــــــــو تسبيح:

سُبْحَانَذِالْمُلْکِوَالْمَلَکُوْتِ،سُبْحَانَذِىالْعِزَةِوَالْعَظْمَةِ،وَالْهَيْبَةِ،  وَالْقُدْرَةِ، وَ الْکِبْرِ ياۤ ءِ، وَالْجَبَرُوتِ. سُبْحَانَ الْمَلِکِ الْحَىِ الَذِى ﻻَ يَنَامُ وَﻻَ يَمُوْتُ، سُبُوْح قُدُوسُ، ربُنَا وَرَبُ الْمَلۤئِکَةِ، وَ الرُوْحِ. اَللهُمَ اً جِرْنَا مِنَ النَارِ يَا مُجِيْرُ يَا مُجِيْرُ يَامُجِيْرْ .
د ليلة القدر د لېدنې دعا:

اَللهُماِنکَعَفُوتُحِبُالعَفْوَفَاعْفُ  عَنِيْ.
د ثواب په موخه پورتني معلومات له خپلو ملګرو سره شريک کړئ!

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply