پاکستانيان موپه فتواغولوي !/حبیب الله غمخور

0 983

  د۲۰۱۷ ز کال دمی ۲۹ مې  په تاند ويب پاڼه کي ولوستل :

پاکستاني دینی عالمانو انتحاري حملې ناروا وبللې .

پهخبرکيراغليچېتر۳۰زیاتوپاکستانيدینيعالمانوپرون/ شنبه/ یوه فتوا صادره کړه چې پر اساس یې انتحاري حملې، وسله وال بغاوت او پرخلکو په زوردشریعت تطبیقول ناروا بلل شوي دي .

پاکستاني رسنۍ وايي چې دا فتوا د پاکستان ۳۱ نامتو دیني عالمانو په اسلام اباد کې د یوې غونډې په پای کې لاسلیک کړه .

د پاکستاني دیني عالمانو په فتوا کې تروریزم اوافراطیت غندل شوي اوانتحاریان اود انتحاریانوملاتړ کوونکي ترهګر بلل شوي دي.

په فتوا کې ویل شوي چې د جهاد د اعلان حق یوازې په اسلامي حکومتونو پورې محدود دی نه هغه ډلې چې د یوه اسلامي دولت واک یې په لاس کې نه وي.

په فتوا کې تروریزم او سختدریځي په کلکه غندل شوې او تروریستان او ملاتړ کوونکي یې جنایتکاران بلل شوي دي .

زما له نظره داسلامي ارشاداتوپر بنياد دپاکستاني چارواکوپه هدايت ددې ۳۱ دولتی ملايانو فتواکومه نوې خبره نده اونه عملی بڼه لري،دوي دافتواددې لپاره صادره کړه چې خپل ځان سپين کړی اوپدې بڼه دپاکستان ددې مذهبی استخباراتی شبکې نه دنړيوالو نظر بلې خواته واړوي ،ترڅودوي په امان کي پاته سي  .

دوي داسلام او اسلاميت نه بلا جوړه کړې ده ،داسلام په مقدس دين کي دهغه انسان وژل چې په ژوند کي یې يوځل کليمه ويلې وي رواندی .

په افغانستان کي  داڅولسيزي روانه جگړه يوه سياسي جگړه ده،له لمړی سره  بياترهمدا نن ورځې پوري پدي جگړه او افغان وژنه کي زبرځواک خپلې گټي لټوی ،دايوه نيابتی جگړه ده چې داڅولسيزي پردې ملت تحميل سوېده .دلته داسلام اواسلاميت نه ددفاع خبره احمقانه ده .دبېلگې په توگه په افغانستان کي ښوونځۍ سوځلې او سوځي  خوخپلې لوڼي اوزامن یې په بهرنيو هوادونوکي تعليم اوتچصيل کوي  اوداسي نوري په سلهاو بېلگې .

زه نه غواړم ډير ژور ورننوزم . همدې کسانوته پرون يوخطاب  کېده اونن بل،ځکه خو دافغان ولس داخبره پخه بولم چې دا جهادنه بلکی دزبرځواکولخواپرافغان ولس دسيمه ايزوگټوپه موخه سياسي سوداگري اوپوځی سيالي ده.

په فتواکي راغلی : انتحاري حملې، وسله وال بغاوت او پرخلکو په زوردشریعت تطبیقول ناروا بلل شوي دي .

نوداولياوسچيښاغلیټرمپخپلوپاکستانينوکرانوتهيوڅهغاښوچيچنارواوبللسوې؟اودپاکستانروزلسووتهچېدا۳۹کالهپهافغانوژنهمصروفوهاوسدترهگرخطابکېږي؟

جالبه پدې سياسي فتواکي اوس  تروریزم او سختدریځي په کلکه غندل شوي او تروریستان او ملاتړ کوونکي یې جنایتکاران بلل شوي دي ؟ نه پوهېږم که فتوا داسلام دمقدس دين داصولو له مخې وي نو بايد ووايو چي دا څلوېښت کاله همدا لعنت وو.

ماځکه دي فتواته سياسي نوم ورکړ  ،ځکه  ددې فتوا په ورستيوکي په ډير مهارت ليکل سوي :   د جهاد د اعلان حق یوازې په اسلامي حکومتونو پورې محدود دی نه هغه ډلې چې د یوه اسلامي دولت واک یې په لاس کې نه وي.

داپدې معنا دانگرېزي جنرالانوپه مټ جوړسوي تش په نوم اسلامي هيواد چارواکوته ددوي دفتوا له مخې بيا هم دافغان وژنې دفتواحق ورکړه سوی دی .

پدې ټکو خپله ليکنه رالنډوم : ترکومه چې پاکستاني چارواکي دخپل حاکميت پرټولو اړوخونو مسلط دی اودافتوا غير عملي دامريکا دجمهور رئيس دغاښ چيچنو نه وروسته صاديرېږ ي ،زموږ لپاره کومه اسلامي فتوانه ، بلکی يوه سياسي اوداستخباراتي ادارې يوه بله عادي لوبه ده .

که دپاکستان حاکميت دغې فتواته احترام لري اوځانونه مسلمانان بولي  ؟ نو سرله هغې  ورځې نه چې دا فتوا صادره سول دوي بايدخپل نوکران  پر ځاي کښېنولي واي چې دا کار یي ونکړ اونه یې کوی .بل عکس دادی اعلانوی چي په روژه کي به افغان وژنې ته زور ورکړي ، دا هم دپاکستاني اخوندانودفتوابرکت دی  .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply