۱: په فیسبوک کې یوازې د زاکر برګ پاڼه ده چې څوک یې له منځه نشي وړلی.
۲: زاکر برګ د فیسبوک د کار په پیل کې ځان ته یو ویزیت کارت جوړ کړی و چې په کې لیکلي یې و (زه اجرايوي مدیر یم).
۳: برګ په ۲۰۱۰ کال کې د سپتامبر په ۲۴ مه پریسیلا چان ته یې د واده وړاندیز وکړ، پدې وخت کې چان د کالیفرنیا په پوهنتون کې پر زده کړو بوخته وه.
۴: برګ مخکې له دې چې د چان له کورنۍ سره وګوري د چنايي ژبې زده کړه یې پیل کړه.
۵: په ۲۰۱۲ کال کې د چان او زاکر برګ د واده مراسم د برګ کور ته څېرمه په یوه حولۍ کې ترسره شول، د واده مراسم یې ډېر ساده و چې تر سلو کمو کسانو په کې ګډون کړی و.
۶: برګ په نړۍ کې تر ټولو ځوان شتمن دی چې په میلیونه ډالر یې خیره بنسټونو ته ورکړي.
۷: د بیزینس اینسایدر د راپور له مخې زاکر برګ په کور کې ټلوزیون نه لري.
۸: برګ ته یې دوستان (زاګ) وايي او مور یې ورته (شاهزاده) وايي.
۹: زاکر برګ په ټویټر کې تر ۱۵۰۰۰۰څخه زیات څارونکي لري.
۱۰: برګ ټولو زده کونکو ته یوازې یوه لارښوونه کوي، وایي چې( خپل کارونه مو د پلان له مخې ترسره کړئ).
۱۱: د ټایم مجلې زاکر برګ تر ټولو ځوان میلیاردر بللی.
۱۲: برګ یوه ټولنیزه شبکه (اینستاگرام) په یو میلیون ډالره پېرلې.
۱۳: برګ وايي سپورټ د انسان د روغتیا لپاره تر ټولو کټور دی ، برګ په سپورټ کې له منډې(ځغاستې) سره بې کچې مینه لري.
۱۴: برګ یوه لور لري چې(مکس) نومیږي.
۱۵: زاکر برګ ۳۱ کلن او مېرمن یې ۳۰ کلنه ده.
۱۶: فوربېس وېپاڼې د زاکر برګ ثبت شوې پانګه ۵۶ ميليارده ډالره ښودلې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320