دا یو متر ځای د جومات محراب دی چې پنجاب اشغال کړی دی/ خوشال خلیل

0 1,017

وايي ډاکټر نجیب ته چا ویل کنړ او خوست یې ونیو، اوس به څه کېږي، هغه وویل که ټول هېواد هم ونیسي بیا به یې ترلاسه کړو، خو زما اندېښنه دا ده چې هغوی زموږ نه ډېر مهم یو متر ځای نیولی که هغه ترلاسه نه کړو، دا مرګ ژوبلې نه ختمېږي. ویل دا یو متر ځای د جومات محراب دی چې پنجاب اشغال کړی دی.
نننۍ چاودنه ډېره دردونکې او غملړلې وه، پنجاب له همدغه یو متر ځای نه په استفادې د تېر په څیر د کابل نننی برید هم ترسره کړ، د بمونو راوړونکی موټر، هغه کې سپاره، او لارښود یې چې افغان نه وي په موږ دا لوبه نشي کولی. د نن ورځې جنایت کارانو په یو نه یو ډول له دغه یو متر ځای څخه مشروعیت اخیستی دی او خپل دغه عمل ته جهاد وايي. اوس تازه یو نیم ملا چې پوه شوي دي او له دغه یو متر ځای څخه د پنجاب په ضد غږ پورته کوي هغه په بې رحمۍ وژل کېږي، دا ځکه چې دښمن پوهیږي چې ددغه یو متر ځای له لاسه ورکول ورته څومره ارزښت لري.
له بده مرغه له دومره ناخوالو سره سره بیا هم زموږ د زیاتو ملایانو فکرونه خپل نه دي او زموږ زیات خلک طالب فکره او په یو ډول هغوی ته تمایل لري، تر هغو چې دا فکرونه جوړ نشي او د کور دننه دښمن ونه پيژنو او په وړاندې يې کلک دریځ اختیار نه کړو، دا برید او خونړۍ پېښه به وروستۍ نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply