پکتيا پوهنتون خپلواک ډرېور ته اړتيا لري!/ امېد ځواک

0 951

پکتيا پوهنتون چې له شاوخوا لس کالونو راهيسې د ګردېز ښار په کابل لاين کې چلېږي، تر دې دمه يې بېلابېل ډرېوران شترينګ ته ناست دي.

د دې پوهنتون لومړی ډرېور سيدمحمد مل و، د مل صيب په وخت کې که څه هم پوهنتون چلېده، خو چوکۍ (پوهنځي) يې نه زياتېدلې او د چوکيو د زياتېدو شوقي هم نه مالومېده، د نورو ولايتونو مسافرو(محصلينو) هم زړه نه ورته ښه کاوو.

له سېد محمد مل وروسته فراهي د دې پوهنتون ډرېور وټاکل شو، فراهي د چوکيو په زياتېدو او د پوهنتون په ډيکورېشن تر يو بريده پيل وکړ.

د يو شمېر چوکيو پروژې د ولسي جرګې د وکيلې راضيه سعادت په لاس کې وې، راضيه سعادت چې د چوکيو کار يې ۳۰ سلنه هم نه و تر سره کړی، له فراهي يې د ۷۰ سلنه کار لاسليک غوښت، خو فراهي نه ورسره منله، کله چې فراهي ناروغ شو او د درملنې په موخه هند ته لاړ، نو راضيه سعادت د ولسي جرګې د وکيل کمال ناصر اصولي په مرسته، بل ډرېور، چې شېرمحمد روان نومېده، وټاکه.

شېرمحمد روان، چې په اصل کې ولاړ و، د پوهنتون چارې ورسره په ټپه ودرېدې، روان چې څه باندې دوه کاله د پوهنتون ډرېوري وکړه، په دې څه باندې دوه کالونو کې يې د پوهنتون چوکۍ (پوهنځي) و نه پېژندلې، د چوکيو د جوړېدو چارې ودرېدې، پيسې يې واېستل شوې او د پوهنتون ډيکورېشن ته خو يې بالکل پام هم نه و، خوشبختانه چې له ولاړ صيب څخه پوهنتون بې غمه شو.

له روان وروسته د پکتيا پوهنتون د ابادۍ پيل وشو، يو داسې ډرېور ورته راغی، چې پکتياوال به يې تر ډېره ياد ساتي.

دغه ډرېور عبدالکريم توتاخېل نومېده، د توتاخېل په راتګ سره نه يوازې دا چې، په پوهنتون کې د چوکيو د زياتېدو چارې پيل شوې، بلکې د تدريس چارې هم ورسره ښې شوې او ډيکورېشن خو يې بېخي بل ډول شو.

توتاخېل په څه باندې يوه کلنه موده کې، ډېر څه وکړل، خو بدبختانه او خوشبختانه، بدبختانه په دې، چې د پوهنتون ډرېوري يې پرېښوده او پوهنتون بې ډرېوره شو او خوشبختانه په دې، چې د دوکتورا لپاره فرانسې ته لاړ.

له عبدالکريم توتاخېل وروسته سيد ولي جلالزی د مسلميار په مرسته د پکتيا پوهنتون ډرېور وټاکل شو، جلالزی هم ښه دی، تر يو بريده په پوهنتون کې ټکه پوکه کوي، خو جلالزي د پوهنتون شترينګ بل چاته ورکړی او دی يوازې ګېر بدلوي.

سېدولي جلالزي شترينګ يو داسې چاته په لاس ورکړی، چې د ډرېور تر څنګ هم نه دی ناست، په خپل سر ملګري او دوستان موټر ته خېژوي، له جسماني لحاظه هم د موټر ټايرونو ته زيان اړولی شي، نو که چېرې د موټر شترينګ د يو داسې چا په لاس کې وي، چې په لومړي ځل شترينګ ته کېني، نو هرومرو به يوه پېښه رامنځته کوي، نو اوس مهال پکتيا پوهنتون د يو داسې ډرېور په لاس کې دی، چې په نږدې وخت کې به يې له ګړنګ وغورځوي او سورلۍ يا مسافر به يې داسې زيان وويني، چې جبران کول به يې ناشوني وي. له سيدولي جلالزي سره ناست دويم ډرېور د ټرک يا د لرګيو شش پای ته مناسب ډرېور دی خو د پوهنتون ډرېوري به هم دا لوی موټر خراب کړي او هم به يې د مخته تګ په لاره کې ستونزې پېښې کړي ،ځکه که د ده اراده وي چې د پوهنتون په موټر کې لرګي او ټيپر بار کړي او د پوهنتون صحنه دې ته برابره وي، چې وړ او لايقه محصلان ولري نو يوه د ټکر نقطه يې دا ده او بل دا چې که دی ګېر بدلوي او جلالزی شترينګ تاووي هم ستونزه پېښوي او هر موټر يو ډرېور لري، نو بايد هم هغه يو ډرېور يې وچلوي. درېيمه خبره دا چې تر اوسه يې د ډرېوري دا دوه کسيزه مسوليت په سمه توګه نه دی ادا کړی، کله يې استادانو ته دوړې ورجوړې وي، کله يې په محصلانو کې خېژولی وي، کله يې عادي مامورين ترې ښکته کړي وي. بله خبره هم د يادېدو ده ځکه چې اوس خو بحث د ډرېوري او موټر شو او موټر نو داسې لوی شی دی، چې هره پرزه يې بېل بحث ته اړتيا لري او بل دا دويم ډرېور هم داسې وړه حشره نه ده، سمه بوجۍ ده، بس ګوړه چې له هرې ډډې وڅکې خوږه ده او دا دويم ډرېور لږ لږ مرچ هم په تخرګونو کې لري او رښتيا دا دروژې په مياشت کې يې له وجود او نموده چکني هم جوړېږي. نو دا بحث و د دويم ډرېور په باره کې چې تر ټولو لوی عيب يې دا دی، پخپله خوښه سورلي خېژوي. نو زموږ له وزارته هيله ده چې د پکتيا پوهنتون ډرېوري ته يو سم مسلکي او تکړه ډرېور را ولېږي او ډېر احتياط دې کوي چې د مسلميار او غل يار دويم ډرېور دې د خپل ډرېور تر څنګ نه کېنوي او زياتي د جلالزي صاحب ډرېوري بس هم ده، ډېره يې وچلوله!.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply