لطيف پدرام څنګه د کابل لاريون خونړى کړ؟/ ډاکتر سيد نصيب الله

0 1,373

د چارشنبې د ورځې د خونړي بريد نه وروسته، د نن ورځې لاريون هم لطيف پدرام او د هغه پلويانو خونړى کړ. په داسې وخت کې چې د کابل په سوونو کورنۍ د غم په ټغر ناستې وې او خلکو غوښتل چې د يو سولييز لاريون په ترسره کولو خپل غږ نړۍ ته ورسوي، چې نور دوى جنګ نه غواړي او د پاکستان دا ډول کړنې نورې د غندلو نه دي. خو لطيف پدرام، احمد ضيا مسعود او د دوى پلويان په دې هڅه کې شول، چې دا لاريون خونړى کړي او خلک د دولت پر ضد وپاروي. د دې لپاره پدرام نه يواځې دا چې د دولت ضد څرګندونې يې وکړې هڅه يې وکړه چې خلک راوپاروي، چې کله خلک داسې راونه پارېدل، نو بيا يې په امنيتي ځواکونو د ډبرو ګوزارونه پېل کړل، تر څو امنيتي ځواکونو په لاريون کوونکو ډزې وکړي، خو داسې ونه شول.
کله چې لاريون کوونکو وغوښتل چې ارګ ته ځان ورسوي، نو بيا امنيتي ځواکونو د دوى مخه ونيوله او اوښکې بهېونکى ګاز او اوبه يې په لاريون کوونکو وشيندلې، تر څو دوى ارګ ته لاړ نه شي، خو په داسې وخت کې د پدرام پلويانو له بې غږه تفنګچو کار واخست او ځينې لاريون کوونکي يې شهيدان کړل، تر څو خلک وپارېږي او ارګ ته ننوځي.

په لاريون کې د لطيف پدرام او احمد ضيا مسعود پلويانو ډېرې زياتې وسلې راوړې وې، چې غوښتل يې امنيتي ځواکونو باندې ډزې وکړي او لاريون په يو جګړه واړوي او په کابل کې يوه خونړۍ جګړه رامنځ ته کړي.

په دې لاريون کې نه يواځې دا چې پدرام غوښتل د دولت پر ضد خلک وپاروي، بلکې هغه دا دنده هم ترسره کوله، چې د خلکو او نړۍ فکر د پاکستان او ايران نه بل لوري ته واړوي، ځکه د چارشنبې د ورځې د بريد پړه په پاکستان ده او ملي امنيت داسې اسناد ترلاسه کړي دي، چې په دې بريد کې د پاکستان د آى اېس آى او حقاني شبکې لاس و، خو په لاريون کې پدرام غوښتل، ټوله پړه يې په دولت ورواچوي.

پدرام غوښتل د خلکو نظر دې ته راواړوي، چې دا بريد د پاکستان د آى اېس آى او حقاني شبکې په مټ نه، بلکې د افغان دولت په مټ ترسره شوى دى، چې په خپل دې پلان کې کامياب نه شو.

بلخوا پدرام غوښتل چې پښتانه مشران ټارګيټ کړي او خلکو ته وښايي چې د ترهګري پېښو وروسته د پښتنو مشرانو لاس دى، خو چون دوى د ايران او پاکستان لپاره جاسوسي کوي، نو په دې هڅه کې و، چې هر څه په پښتنو مشرانو واړوي او پاکستان او ايران نه سپينې فرښتې جوړې کړي.

لکه څنګه چې د چارشنبې ورځې بريد يو ډېر لوى خونړى بريد و، چې په سلګونو کورنۍ يې د غم په ټغر کېنولې، همداسې پدرام په ننني لاريون کې هم يو شمېر کورنۍ د غم په ټغر کېنولې او د هغوى نازولي زلميان يې د مرګ کومې ته ورسول.

په داسې وخت کې چې په سلګونو کورنۍ د غم په ټغر ناستې وې او دولت او ټولو هېوادوالو ته يووالى پکار و، چې د خپل دښمن پر وړاندې سخت غبرګون وښايي او نړۍ ته يې څرګند کړي، تر څو د داسې بريدونو مخه ونيول شي، په داسې وخت کې پدرام په خلکو کې انتشار ته وده ورکړه او د دښمن د ګټې لپاره يې خپلې ټولې هڅې ترسره کړې.

د لاريون د راغلو ويډيوګانو نه ښکاري، چې پدرام د خلکو د پارولو هڅه کوي او خلک ورته له لاندې چيغې وهي، چې دا سياسي لاريون نه دى او نه غواړي چې يو خونړى لاريون شي، خو لطيف پدرام بيا هم خپل شوم پلانونه د دې لاريون د لارې ترسره کول غواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply