د کابل ښاریانو ته/حبیب الله غمخور

0 850

دنور هيوادوالو !
دکابل ښاريانودورپېښی ستونزی مسولين دولت اوسياسي،مدنی ټولنې دي !
زما نه يوشمېر دوستان پوښتنه کوي ، ولې ددموکراسی په نوم نږ دې يوه اونۍ دکابل ښارپرځينوڅلور لارو درستاخيزاوجمعيت اسلامی ډلو لخوا خيمې درېدلي اودکابل ښار يان یې له ستونزوسره مخامخ کړي ؟
اوته پردې ناورين چوپ يې ؟ ورسره ملگری يې ؟ اويابله قيصه ده ؟
زما جواب دې اوټولو دوستانوته دادۍ :
نه دوستانو، زه ددې دواړو ډلوسره ملگری نه يم اونه ددوي داحرکت معقول گڼم .داډول حرکت په هيڅ ډول ددموکراسی نه دمعقولي استفادې بېلگه نده ،دېته سرټمبگی اويادبل چا هدايت پلی کول وايي .
دنړۍ په هيڅ هيواد کي چې ځان ددموکراسی يوازنۍ پلي کونکي بولی هيڅ سياسي اويا غير سياسي حرکت ته دخپلو موخودرسېدولپاره دداسي حرکت اوکړنې اجازه نه ورکول کيږي ، کوم چې دبل چامدني اوټولنيز ژوندته يوه وړه ستونزه راوزېږوي .
په هيڅ هيواد کي څوک ددې ډول خېمو ددرولو حق نلري ،بل مقابل پوليس دنده لري چي ددې غير دموکراتيک عمل پر وړاندي دټولو امکاناتونه کار واخلي ،چې متاسفانه په کابل کي دا کارځکه دنسو چي زموږ امنيتي ادارې دجمعيت اوشمالی ټلوالی پلاس کي دي .
زه فکر کوم دا يوه منحوثه پروژه ده چې ددې پېښې نه په استفادې زموږ دولس بهرنيو دښمنانوخپلو اجنټانوته له همدې موقع نه داستفادې هدايت ورکړ .
دوستانو !غير له هغه زه يو شخص اوديوې فرهنگی ټولنې مشر يم اومااوزموږ ټولنې خپل نظر په هغه لمړنيو شېبوکي څرگند کړی .دايوسل اولس راست اوچپ گوندونه ،دکابل ښار پنځه مېليونه ښار يان ولي چوپ دي ؟ که پدرام خيمه درولاي سي ،دکابل ښاريان یې دقانوني حق له مخي ايسته کولاي سي . دولتی ادارې خو متاسفانه خپله دنده دخپلو ترپردې شاته اړېکو له مخې سرته نه رسوي .
که لطف پدرام خيمه درولاي سی نودانور سياسي گوندونه چي موږ يې دوطنپرستی په شعارونو کاڼه کړي يو ولي دکابل ښاريانو دښاري اودموکراتيکو حقوقونه دفاع نه کوي ؟ دوي ولي په غار ننوتلی دي ؟ که پدې شرايطوکي چې يوه ډله عملا قانون ترپښو لاندي کوي او دپنځوميليونو ښاريانوژوند له گواښ سره مخامخ کوي، دوي چپ دي ؟نو بيا داښاغلی کله ږغ پورته کوي ؟
په همدې کابل کي خپلې فرمايشسي ناستي پاستی په ښکلو هوټلو کي جوړوي اوستونۍ څيری چې دوي دملت خواخوړی دي ،خو اوس چي يوه افغانه دپردی پلوو دبغاوت له مخې ماشوم پر سړک زېږه وی ؟ايادغو سياسی گوندونوته دشرم اوملی عاخبره نده ؟ لعنت پرداسي سياست .
زما اخيری جواب دويته ددی چي تاسو له دولتي مشرتابه اوسياسي گوندونوله رهبرانو نه پوښتنه وکړئ چې دوي په څه اخته دی.دا ټول ناورين ددوي لخوا دملت پروړاندي دستونزپه هکله دبېتفاوتۍ نتېجه ده . ومن الله التوفيق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply