سپینې خبرې او شریرې څېرې/بسم الله اکبري

0 1,058

کلونه پخوا مې دقومونو اوقبایلودعالي جرګې دمرکزي شورا دمنشي په توګه د ولسي اوجرګه ییزي دندې ویاړ درلود .یوي پراخې ولسي غونډه کې دګډون په موخه دخوست ولایت دصبریو ولسوالۍ اړوند درنه ،مجرب اوپوه سپین ږیري اروښاد متقاعد ډګروال حسین خان صبري ته چې دکابل په کارته نو کې استوګن و،ورغلم.
هغه خورا مهربانه،خواخوږی اومهربان شخصیت واو له درنه روغبړوروسته مې په خورا ادب اودرنښت هغه ته دګډون بلنه ورکړه.هغه خدای بښلي ماته تل وراره ویلې او راته کټ،کټ له خندا شین شو. له لږسوچ وروسته یې راته وویل:
کومه جرګه ؟ اودڅه لپاره جرګه؟
په ځواب کې مې ورته وویل چې په هیواد کې دسم سمکي ،هراړخیز ټیکاواود مرورو وروڼو سره دپخلاینې جرګه.
هغه د ده په څنګ کې چلم ته اورلګیت ولګاوه او له چلمه یې شنه دودونه پورته کړل اود هغه سره جوخت یې راته وویل:
دسترګو توره وراره خپه نه شی زه سپین ږیری اودګور په غاړه ولاړیم سپیني،سپیني به درته ووایم چې نه موږ مشران،قومي مخوراو عالمان څه کولای شواونه تاسوپه پرچم اوخلق ویشل شوی واکمن ګوند.ځکه موږ پخپل هیواد کې د ازادوپریکړو واک نه لرو .رښتینی واک د کریملین دماڼی دلوی واکدارلیونید بریژنیف اوپه افغانستان کې دسرولښکروسره دی.
له هیواد څخه وتلي کډوال وروڼه له موږڅخه هم لا بدتره د استعمار په جالونوکې راښکیل دي پاکستاني پوځیانو هغوی په اوو متخا صمو تنظیمونواو ایراني آخوندانو په اتو بیلابیلو ډلو ویشلي دي اودټولو جهادي تنظیمونو واک اوتمویل دسپیني ماڼۍ دواکدار رونالد ریګن اودهغه دڅار ګرو په لاس کې دی اودافغانستان برخلیک ،نیکمرغي اویا بدمرغي دبریژنیف اوریګن په دپلوماسۍ پوري تړلي ده .نو وراره:
زما پیغام اواحترام دجرګې غړوته ورسوه اوزه له ګډون څخه معذرت غواړم.
ما ورسره ډیر جر اوبحث ونه کړخودخوشال بابا شعر مې ورته ووایه:
که آسمان دې د زمري په خوله کې ورکا ــــــــ دزمري په خوله کې مه پریږده همت
هغه معنا داره وخندل ویې ویل :
له بده مرغه دوو زمریانو یو په سر اوبل په پښو کې نیولي یو.
دهغه له حضوره را رخصت شوم خو په ډانګ پیلي سپینوخبرو ته یې دخیالونو په ټال ځنګیدم.
خدای بښلی ریس ارکان ډګروال الحاج حسین خان صبری دې خدای وبښي .هغه رښتیا ویل دافغانانوبرخلیک دریګن اوبریژنیف په لاسو کې وواودادی کابو دڅلورو لسیزورا په دیخوا دسپیني ماڼۍ اوکریملین ماڼۍ دبیلابیل زعامت دتلون اوبدلون په پړاوونو کې اوس هم دوه نوي پړانګان ولادیمیرپوتین اودونالد ترومب د سپیني ماڼۍ اوکریملین ماڼۍ له برجونوڅخه دافغانستان دشرغوبل اودافغانانودوینو بهیدو نـنداره کوي.
دعلي شریعتي یوه پخه خبره مې ډیره خوښیږي هغه وایې:
استعمار تل هڅه کوي چې دملتونود ایل کولو لپاره دهغه وګړو ملي غرور ووژني اوکله چې په انسان کې ملي غرورله منځه لاړنودغلامۍ رسئ یې په غاړه کې ولویږي.
دهیواد اوسني ترینګلی اوکړکیچن پړاو دهیواد دوښمنو لاسپوڅو غلامانواو پیژندل شویورسوا څیرو دملي نفاق اوقومي تخاصم اوتقابل درامنځته کولوپه رذیلانه هڅواولمسوونو رامنځته شوی او په کابل کې دمحشري زړه بوږنوونکي ناتار اوملي ماتمي غمیزي را وروسته خونړۍ پیښې اوځاني بریدونه د دوو منحوسو،منفوروسبوتاژګروڅیرو ډیورند چیف مارشال لطیف پدرام اود قومي،سمتي سکټاریست اودلاجوردو،زمردومافیایې غل ضیا مسعود دمنفي کړنوپایله ده او د دوی له خوا افغاني ضد خصمانه سیاست دافغانستان دوروڼوقومونواوولسونولپاره دمور بم اوټانکري بم څخه هم خطرناک اودمسکو،طهران اوتورپنجاب یوه ماهرانه توطیه ده.وروڼه افغانان ګډ تاریخ،ګډافتخارات اوګډملي غرور لري دهغو دوښمنان دی لارسوا اونابود وي.دروڼ اندواو وطنپالومدني فعا لانو،جیدودیني عالمانواوملي شخصیتونودپیوستون اوکارنده خوځښت په هیله.
اکبري
۴/۶/۲۰۱۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply