نعنا ع / ژباړونكى: ع.خ.ساپى

0 1,480

نعنا ع Mentha
د نعناع د معطر او زړه بوزه ونکي بوټي سره ټول اشنا یاست او ډېرې کورنۍ په خپل ورځني ژوند کې د خوړو پر مهال هغه په سلاد یا سلاته کې په وچ اویا تازه بڼه کاروي . غواړم دلته ددغه بانډار زېږونکي بوټي پر روغتیايي اړخ تاسو سره خپل راټول شوي معلومات شریک کړم .
نعناع چې لاتیني نوم يي Méntha دی د Lamiaceaee د کورنۍ یو ډول بوټی دی چې اږود عمر لري . ددغه بوټي په اړوند لمړنۍ یادونه په اسوري او لرغوني مصر ي کلتور پورې تړاو لري او د هغه روغتیايي ځانګړتیاوې د هيپوکرات او ابن سینا په علمي څېړنو کې درج شوي دي . ددې بوټي اوسنی نوم مونږ ته له لرغوني یونان څخه را پاته شوی . د افسانوي روایاتو له مخې ویل کېږي چې د ځمکې لاندې پروردګار پلوتون ځپله حسوده ګرانه مېرمن حوره Minto په یو خوشبویه او ملایم نبات (نعناع) بدله کړه .

د نعناع ډولونه :
نعناع ډېر ډولونه لري د ټولو ډولونو شمېرل يي په دغه لنډه لیکنه کې ګران کار دی سره لدې هم ګرانو لوستونکو ته د ځینو ډولونو د هغې جملې څخه Mentha arvensis L ، Mentha piperita ، Melissa officinalisصحرايي وېلنی، Mentha rotundifolia ، Peppermint Green ، Mentha crispa ، Mentha sylvestrisوېلنی یا پودینې یادونه پر ځای بولم .

د نعناع ځانګړتیاوې

د نعناع د روغتیايي ګټو تر څنګ چې په یوناني طبابت ، په اوسني مدرنه ښکلا جوړونه او درمل جوړونه کې ترې کار اخستل کېږي زمونږ په پخلنځایونو کې هم د هغه د پاڼو او ګلانو څخه هم ډېره ګټه اخستل کېږي . د نعناع د ټولو ډولونو په منځ کې Mentha piperita یا دغه معموله نعنا چې مونږ يي کارو ډېر ه کارول کېږي . صحرايي وېلنی د دغه نعناع سره چې مونږ يي په ورځني ژوند کې پکارو توپېر لري که څه هم چې یو شان ظاهري بڼه ،بوې او خوند لری مګر درملیزه ځانګړتیا يي ډېر توپیر لري د صحرايي وېلني روغتیايي اثرات تر بل زیات دي . د صحرايي وېلني په متوسطو ارتفاعاتو کې شین کېږی او د ډېر تېز او ښه بوی لرونکي بوټي دی . ددې بوټي څخه د جلد لپاره په کریم جوړولو کې پراخه ګټه اخستل کېږي .
ددې بوټي ګلان کوچنی شکل او ابي رنګ لري د هغه د ګل ،پاڼې او ساقې څخه ګټه اخستل کېږي .
جوړښت :
د نعناع په جوړښت کې د منتول په نوم ماده شتون لري چې په خوله کې سوړ جوهر را پاروي هر څومره چې نعنا باندې وروسته له شکولو وخت تېر شي دغه جوهر کمېږي .

د نعناع روغتیايي ځنګړتیاوې:
• د زړه د فعالیت او د وینې د دوران لپاره ازماېښتونو د نعناع ګټه په ډاګه کړې ده
• هغه د سږو د ناروغیو په درملنه کې کارول کېږي
• نعناع د خپلې تندۍ له وجې د ځیګر او صفرا د کڅوړې فعالیت تحریکوي .
• د اسهال په صورت کې د تاو پېچ په لرې کولو ، د متشنج قبضیت او د کولمو د پړسوب (کولیت) څخه په مخنیوی کې په نعناع کې موجوده د تانین ماده مرسته کوي .
• نعناع د ځپل ضد التهابي او ارامش بښونکې وړتیا له وجې د معدې د درد او تشنج ،د کولمو د پړسوب ، د معدې د سوزش او بدې هاضمې په لرې کولو کې مرسته کوي .

• نعناع د لرغوني اسوري طب له نظره ګرم او وچ خواص لري او له هغه څخه د اتهر تېل او ټینچر لاس ته راوړي چې په روغتیا پالنه کې ترې راز راز کار اخستل کېږي .
• د بې خوبۍ او دشپې د ناراحتیو د لرې کولو لپار یو ګټور دارو شمېرل کېږي
• د انفلوانزا او ذکام د درملنې لپاره ډېر په زړه پور درمل ګڼل کېږي
• نعناع د عصابو او غاښ درد د تسکین لپاره ډېره ګټوره ده
• هغه د معدې او کولمو د چینجیو په له منځه وړلو کې مرسته کوي
• هغه د ادارار په زیاتولو کې موثره وسیله ګڼل کېږي
• د نعناع یو ګیلاس اېشېدلې د سینې درد اراموي
• د قولنجو د ورکولو لپاره د نعناع اېشېدلې وڅکۍ
• هغه د تبې په راټیټولو کې مرسته کوي
• د ستوني درد لپاره د نعناع اېشېدلې غړغړه کړې
• هغه د وینې کلسترول کنترولوي

پاملرنه !!
د نعنا ع عرق (واټر ګریپ) باید ماشومانو ته په ډېره پېمانه ور نه کړ شي چې په تنفسي او قلبي حرکتونو بد اثر کوي.
د نعناع د عرق ډېره کارونه د وینې فشار لوړوي او د معدې د درد ، او استفراق سبب ګرځي
نعناع د خپلو ټولو ګټو تر څنګ چې لري يي که ډېر استعمال شي د هاضمې سیتم تحریکوي .
ماخذ : له لاندې انترنېتي ادرس څخه:
ژبا ړ ونكى- ع.خ.ساپى

hnb.com.ua

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply