پټان / لیک وقاص خان یوسفزې 

0 2,149

پټان په پاکستاني رسنو د یو کم عقل، جاهل او د ملنډو رول دی، پټان د پاکستان پر تاریخ کې د ډاکو، غل او د غدار رول دی، پټان د تحریک انصاف په منشور کې انسان نه دی بلکي د پېریانو نوم دی لکه د عمران خان له قوله ” الله نے دو قسم کے مخلوق پیدا کئے. ایک انسان اور دوسرا پٹھان ـ

پټان د هند او د افغانستان سره په جګړه کې د پاکستان فوځ یو غیور، بهادر او سرتیزه بې تنخوا عسکر رول دی، پټان د مرد مومن حق، ضیاءالحق د وینا مطابق هاغه قوم دی چې ۲۴ ساعته یې مزغه کار نه کوي، وړومبی کار کوي بیا پری سوچ کوي ـ پټان د اسلامپاله تاریخ پوهو د وینا مطابق د بني اسرائیل نسل دی، پټان د مولانا مودودي د وینا مطابق بې ادبه، بې فرهنګه، بې کلتوره، او یهودي قوم دی د دوې څرمن ایستل روا دي، پټان د ملا د وینا مطابق د اسلام ټېکدار او د امت اسلامي دعویدار دی ـ پټان د غامدي د وینا مطابق د یو وحشي رول دی، پټان د مشرف د وینا مطابق د ټالیب نوم دی.

اخر د پټان ګناه څه ده؟
ولې دومره سپک دی؟

دا ځکه چې دی په پټان نوم او په دې پورتنیو خبرو فخر کوي، خپله وسیله یې ګڼي، پښتون افغان ورته ماجر ښکاري، پښتون افغان ورته کباړي، موچي او کنډري برېښي، پټان په دې باور لري چې د پاکستان رامینځ کیدو مهال کې موږ زېږدلي یو، ځکه ځان سب سے پہلے پاکستانی ګڼي، د پښتانه ۵۰۰۰ زره کلن تاریخ څخه ناواقفه دی، پنجابی خپل مشر ورور ګڼي، خو ازبک، تاجک او هزاره نه کرکه کوي، حجاج بن یوسف، محمد بن قاسم، طارق بن زیاد، اکبر مغل، اورنګریب، شاجهان اتلان ګڼي خو شیر شاه، احمد شاه، ملک احمد، ګجو خان، میروېس هوتک، او خان شهید غداران ګڼي ـ بابای پاکستان مامد علي جناح خو پېژني خو بابای پښتونخوا ملک احمد خان یوسفزی نه پېژني، په افغانستان کې جهاد روا ګڼي خو د په پنجاب په کې یې ناروا ګڼي، لاهور خپل زړه ګڼي خو کابل د کفارو ښار ګڼي. ملا عمر یې خوښ دی خو ډاکټر نجیب یې بدشي، د ده په نیز اسفندیار خان د پښتنو د سرونو سودا وکړه، خو عمران خان بیا واخیستل د لعلونو په ډيریو یې کېښنول. د پنجابي لنګ ورته د پیغمبر سنت ښکارې خو په خپله جامه او کلتور ملنډي وهې، ملاله یوسفزئ ورته د انګلیس او امریکائي لاسپوڅي ګڼي خو عافیه صدیقي د کاکا لور ګڼي، اردو ورته اسلامي ژبه ښکاري او پښتو د دوزخ ژبه ګڼي ـ ځکه خو باچا خان وائي کوم قوم چې خپله ژبه ورکه کړي هاغه قوم ورک شي څوک چې خپله ژبه سپکه کړي هاغه قوم سپک شي، په اخیره کې پټان خان ته / محمد طاهر کاڼی یو نظم ډالۍ وي

پټان خانه!
سپین ویل درته کومه
په شف شف دې کله کله
سر چندانې نه خلاصيږي
زه هم پاکه، تکه سپينه،
مامدینه درته کړمه،
چې دې سر ورباندې خلاص شي،
کنایو، استعارو نه به نن لري لري گرزم.
پټان خانه!
ته ويده يې بې پروا هماغه کټ کې
چې پېړۍ پېړۍ همداسې پکې پروت وې
خو نړۍ ده داسې ويښه
داسې مخ پر وړاندې درومي
چې تر څو ځان ښوروې په دغه کټ کې
نو هغه درنه وي دومره مخکې تللې
چې يې ته بيا په لروين کې هم ليدلای چيرته نه شې.
پټان خانه!
ته خو تل دا هېروې چې
دوښمنانو په خپل جال کې يې د کب په شان نيولی،
ته تر اوسه د پنجاب او پيرنگي په
نيرنگونو کې راگير يې،
ته تر اوسه پر دې نه يې پوهېدلی
چې د دين او د تبليغ تر نامه لاندې
تا رالېږي خپل هېواد ته
او خپل ورور درباندې وژنې،
تا رالېږې چې د خپل هېواد وگړي
ورته ووژنې پخپله.
خو دا واوره چې په خاوره د افغان کې
ستا په شاني ډېرو خلکو
خپل سرونه دي خوړلي،
«چې بد گرزي بد به پرزي».
پټان خانه!
ته تر اوسه د پوهنې
د رڼا په مانا نه يې پوهېدلی.
ته تر اوسه پرمخیون د
سرو کوپارو عادت بولې
ته تر اوسه ښوونځی او پوهنتون د
کاپرانو رواج بولې.
پټان خانه!
پېړۍ تېرې شوې درباندې
خو اغېز يې پر تا هېڅ نه دی ښندلی
په دې دغومره مهال کې
فريد خان، او خوشال خان هم
احمد خان، او بيا مومند محمد گل خان تر
مجاور احمد زياره
دي نارې ډېرې وهلې ستا په غوږ کې
چې له خوبه دې راویښ شه،
او که نه نو بيا مهال درنه تېرېږي.
پټان خانه!
که ته تل پر دې مين يې
چې غيرت د ډېرو وينو بهول دي
بيا خو دا خبره واوره
چې په وينو بهولو کې تر تا بیا
ځناور لا ډېر تکړه دی
نو که وينې بهول چيري غيرت وي
بيا تر تا خو ځناور ډېر غيرتي شو.
پټان خانه!
ته پر خوب دومره مين يې
چې د سکاډ له توغندي د
امريکا تر لويو لويو توغنديو
د غفلت له خوبه نه يې راويښ کړی.
که ته خپله له دې خوبه
ځان پخپله راويښ نه کړې
دا په یاد لره،
غوږونه دې ښه خلاص که
د دوښمن کار خو مالوم دی،
هېڅ يو دوست به دې له خوبه راويښ نه کړي،
بيا نو ځان مړو کې شماره.
پټان خانه!
ما خو تل دغه پوښتنه ځوروي چې
ته به کله
له مرگوني خوبه ويښ شې!؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply