ا. ستانکزي / یو به پوښتنه کوي چې ، سیکولريزم څنګه نظام دی؟

0 1,039

مذهبي روبوټ به اوږدې پړپړې ورته ولیکي چې سیکولریزم داسې مینځ ته راغی او په فلاني وخت کې داسې وشول بیا فلاني دا وکړل…. په اخر کې بیا ولیکي چې سیکولریزم یو کفري نظام دی او د مسلمانانو او افغانانو په تاوان دی.

روبوټ صیب! لږ سترګې وغړوه او عقل دې استعمال کړه. د سیکولریزم د ښه والي لپاره همدومره بس ده چې د مسلمانانو حالت په سیکولر هیوادو کې ستا تر مذهبي هیوادو ډیر ښه دی. هر دیندار بلخصوص مسلمان په سیکولر هیوادو کې نسبت ستا مذهبي هیوادو ته ډیره ازادي لري او پکې ډیر خوشاله دی،
مثلآ ستا په ایران کې سني باندې قیودات دي او په سعودي کې دې په شعیه. خو په امریکا او اروپا کې دواړه په یو صف کې مونځ کوي.
همدا د سیکولریزم زور دی. که سیکولریزم د کوم دین بالخصوص اسلام په ضد وای نو په سیکولر هیوادو کې به د مسلمانانو نفوس مخ په ډیریدو نه وو ، نه به مسلمانانو ته د خپل دین د تبلیغ اجازه ورکول کیده او نه به هم په ترکیه غوندې سیکولر هیواد کې مذهبي اردوغان مشر شوی وای.
همدا د سیکولر هیوادو ښه ژوند دی چې لسګونه میلونه ستا مسلمانان غواړي سیکولر هیوادو ته لاړ شي. له منافقته دې ووځه. له یوې خوا سیکولریزم مرده باد وایې او له بلې خوا د سیکولر هیواد ویزې ته په قطار کې ولاړ یې.
روبوټ صیب! خلک د سیکولریزم د دوه سوه کاله مخکې لغوي او اصطلاحي تعریف او یا هم تکامل په قیصه کې نه دي بلکې په سیکولر هیوادو کې د انساني ژوند په اړه غواړي پوه شي. سیکولریزم کې دین او دولت سره جدا کیږي. دیندار د خپل دین عملي کولو او خپرولو مکمله ازادي لري خو حق نلري چې په دولتو چارو کې خپل دین ننباسي او یا هم لکه زمونږ ملایان خلک د عقیدو پواسطه کنټرول کړي.
لنډه دا چې یو ازاد انسان د سیکولریزم په ګټو پوهیږي خو یو فکري غلام چې د خپلې غلامي د ځنځیرونو عبادت کوي به هیڅکله هم د سیکولریزم په ګټو پوه نشي.

ا. ستانکزي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply