“افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ لامل به د آی اېس آی اداره وي”

0 1,692
د امریکا د کانګرس جمهوریت غوښتونکی غړی، دانا رورابکر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، رېکس ټېلرسن ویلي چې واشنګټن له اسلام آباد سره پر خپلو مرستو بیا کتنه کوي.

ښاغلي ټېلرسن چې د چهارشنبې په ورځ [جون ۱۴] یې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې په یوې استعماعیه غونډې کې خبرې کولې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې ډیرې پیچلي وبللې.

ټېلرسن وویل چې هېواد یې له پاکستان سره په خپلو اړیکو او مرستو کې بیا غور کوي.

پاکستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې له امریکا څخه ډیرې مرستې اخلي. د امریکا د ۲۰۱۷ کال په بودیجې کې پاکستان ته ۷۴۲ میلیون ډالر ځانکړي شوي دي.

په غونډه کې د امریکا د کانګرس غړو د پاکستان پر تګلارو کلکې نیوکې وکړې.

د کانګرس جمهوریت غوښتونکي غړي، دانا رورابکر وویل چې پاکستان له ډیرې مودې راپدې خوا له امریکا سره دوه ګونی چلند کوي.

ښاغلي رورابکر پاکستان د ترهګرۍ اصلي ځاله وبلله، ویې ویل: “که امریکا او ملګري یې په افغانستان کې نه کامیابه کیږي، لامل یې د هغه هېواد [پاکستان] د آی اېس آی اداره ده.”

امريکايي مقاماتو ویلي چې له پاکستان سره په اړیکو کې به د افغانستان ثبات په پام کې ونیسي.

واشنګټن کې ځینې سیاستوال او د کانګرس غړي پاکستان له ترهګرو په خاصه توګه د حقاني شبکې څخه په ملاتړ تورنوي. پاکستان دغه ډول تورونه تل رد کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply