اوویشتم روژمات مي په هدیره کي وکړی./سحرګل سحر

0 1,328

سهار نهه بجې به وې دکوره څخه دبازار وخواته د پاته دوو روژو او ددې ترڅنګ د اختر د ځینو سودا لپاره ولاړم، بازار کي د دوو درو ملګرو سره تر لیدو وروسته  مي زړه سو چي دسودا په رانیولو پېل وکړم، د سودا د رانیولو سیمي ته لا نه وم رسېدلی  چي درب سو، داسي فکر مي وکړی چي زما په شاوخوا کي دا درب وسو، شاوخوا مي وکتل ټول خلک حیران ولاړه وه، نه پوهېده چي څه وکړي، یو دقیقه وروسته ږغ و ږوغ  سو چي پر کابل بانک پټاو وسو، خلکو هغه لوري ته په حرکت پیل وکړ، پدې وخت کي میده میده ډزي هم شروع سوې، داسي فکر مو وکړ چي شاید نور وسلوال کابل بانک ته ننوتلي وي.

زههمترڅودقیقووروستهدپیښيځایتهورسېدمکهګورمچيچیغيدي،نارېدي،شهیداناوزخمیانپراتهدي،یوځليعسکروغوښتهچيعامخلکوګرځويخووروستهددویلهوسههمخبرهووتهاوعاموخلکوتهیېاجازهورکړهترڅوددویسرهدزخمیانواوشهیدانو  و موټرو او امبولانسو ته په پورته کېدو کي مرسته وکړي، زه هم اخته وم، په ځان نه پوهېدم چي څه کوم، ساه مي بنده بنده کېده، څه مي په وس کي نه وه، یو مړی زه هم وم، ویني بهېدې، چیغي او بغاري وار په وار زیاتېدې، ځینو خلکو خپل خپلوان پېږندلي وه، ځینو یوله بله پوښتني کولې خپل په خپلوانو پسي ګرځېدل او پیدا کول یې، زما هم یو دوه ملګري تر سترګو سوه او وه مي پېږندل، د دوی په پېږندو مي نور حالت هم خراب سو.

خبریالان هم راغلي وه ځینو عکاسۍ کولې، ځینو عکسونه اخیستل، خېر خلک ډېری سوه، شهیدان او زخمیان یې تر بست روغتونه راورسول، موږ هم بست روغتون ته راغلو، که ګورو چي دځینو شهیدانو او زخمیانو کورنۍ د روغتون مخي ته په چیغو او غلبلو اخته دي، د روغتون له پیره دارانو د ننوتلو اجازه غواړي، لږ وروسته د روغتون څخه د شهیدانو او زخمیانو ارقام راوړل سول، دخبریالانو او خلکو سره شریک سول، وروسته ځینو کورنیو ته دځینو شهیدانو جسدونه وسپارل سول او هغوی یې په وړلو پیل وکړ.

لا هم څه وخت هلته وو چي یو ملګري مي زنګ راووهلی.

ملګری: چیري یې؟

زه: د بست روغتون سره یم.

ملګری: تر اوسه هلته څه کوې؟

زه: دغسي.

ملګری: راځه ځو هدیرې ته، د فلانکي ملګري جنازه یې وړې او ښخوو یې.

ما هم سمددستي دهدیرې په لوري حرکت وکړ او هلته دقبر په کیندولو اخته سو، جنازه یې راوړه، ملګری مو خاورو ته وسپاره، له هغه وروسته یو بل ملګری مو هم په همدې پيښه کي شهید سوی و، دهغه دخپلوانو سره مو هم دقبر په کیندلو کي مرسته وکړه چي پدې وخت کي د ماښام آذان شروع سو، وخت د روژه مات سو، روژې مو هم هلته ماتي کړې او له وروسته یو یو دکورنو په لور رهي سو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply