پېراسېټامول خوړل د حامله ښځو لپاره زيانمن دي/ نبیله یوسفي

0 1,403

پېراسېټامول خوړل د حامله ښځو لپاره زيانمن دي,,,,,,,,,,,,,,,,,,,, ,-زموږ خلک، چې دارو درمل بې احتياطه کاروي او په ځانګړې توګه د درد او تبو لپاره پېراسيټامول د هر چا په جېب کې پرتې وي او داسې فکر کوي، چې دا خو يو ډول محفوظ او سالم درمل دي او هر څوک يې هر وخت کارولای شي، مګر ډاکټرانو په خپلو نويو طبي څېړنو کې ويلي، چې د پېراسېټامول کارولو سره بايد ډېر احتياط وشي، په ځانګړې توګه ښځې بايد د حمل پر مهال د پېراسېټامول له کارولو تر ډېره ځان وژغوري؛ ځکه چې دغه درمل د مور په خېټه د ماشوم صحت ته زيان اړوي.
د ايډنبرا طبي پوهنتون په خپله تازه څېړنه کې ويلي، که د حمل پر مهال اوه ورځې پرله پسې توګه پېراسېټامول وکارول شي، نو دې سره د ماشوم بدن «ټيسټوسټيرون» هارمون توليد بنديږي، چې له امله يې د نارينه ماشوم د بدن غړو او صحت ته زيان اوړي.
ډاکټران وايي، چې د حمل پر مهال بايد د درد درمل هېڅکله ونه خوړل شي او پېراسېټامول بايد د سخت درد او اړتيا پر مهال ډېر لږ وکارول شي او هغه هم د متخصص ډاکټر په مشوره.
د برتانيې ډاکټران وايي، چې پېرسېټامول په هغو درملو کې شمېرل کيږي، چې حامله ښځې يې د سخت درد پر مهال د ډاکټر په مشوره خوړلای شي.
مګر د دې ټولو خبرو تر څنګ نوې طبي څېړنې وايي، چې د پېراسېټامول خوراک سره د مور په خېټه کې د ماشوم لپاره توليدي ستونزې پيدا کيږي.
ډاکټران په يوه خوله دا وايي، چې د حمل پر مهال پېراسېټامول خوړل د نارينه ماشوم پر صحت ډېر بد اغېز کوي او حامله ښځو ته د ډاکټرانو مشوره همدا ده، چې د سخت درد پر مهال هم يوازې د متخصص ډاکټر په مشوره پېراسېټامول لږ تر لږه وکاروي او تر ډېره بايد هڅه وکړي، چې دردونه وزغمي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply