ملي امنيت ترکستان ته روان دی/ نصرالله کټوازی

0 895

مولوي ودود دې خدای وبخښي.

هغه به ویل، شيطانان چې جاسوسي کوي او د ملايکو خبرو ته یې غوږ نيولی وي، خدای قهر ورباندې وکړي، په يوه ستوري وولي، لاندې راولوېږي، بیا نو دا ګوډ، شل، کاڼه او ړانده شيطانان د بلې خوا نه وي، د خلکو تر منځ کرکې خپروې او د لارې پر سر ناست وي، د خلکو پايزارو ته وړې وړې شګې ورغورځوي چې په تکليف لاړ شي.

خبره يې نن زموږ تر ړندو، ګوډو او کڼو جاسوسانو راياده شوه.

په کابل کې يو لوی وړکتون دی، وړکتونونه هلته پرېمانه دي، خو د خندا ځای دا دی چې دغه وړکتون خلک د ملي امنيت لوی رياست بولي.

چېرته چې د خدای لټ دی، چېرته چې د خدای ټنبل دی او چېرته چې په نامه لنډه غره دی، همدا يې تماځای ګرځېدلی او همدلته پنډېږي.

که مولوي ودود ژوندی وای، خامخا يې فتوا ورکوله چې د اسمان په هر څنډه کې کوم شيطان ته د خدای قهر وشي، پر همدې رياست راغورځي، ځکه په سترګو يې وينو چې هم شکلا  هماغه بلاوې دي، هم یې کارونه د ګوډو او کڼو شيطانانو دي.

عجيبه خلک دې، دښمن ته يې ملا ماته ده، وطن ته يې د غيران ګټه نه رسېږي، ځانمرګي او بل مرګي ورڅخه ژوندي زاڼي د هېواد د زړه، زړه ته ننوځي، خو دوی په قومي مسايلو پسې رااخيستې ده.

تاسې به نه ياست خبر چې ځانمرګي د اوړي په دغو تودو ورځو کې د ارګ د دېوالونو سيوري ته، لکه د سرچوک د روزانې مزدوران  ناست وي، هر راروان موټر ته ګوري، که يې پر کوم يوه سترګه ډکه شي، پرې ورخوشې شي، خو د امنيت لټان تر غرمو ويده وي، ماسپښين قضا يې خوب پوره شي، بيا نو د يوه پلاسټيکي پښه ورکه وي، د بل سترګه تر بالښته لاندې وي، د بل د غوږ ګوشکي نه پيدا کېږي، تر ماښامه چې ځان سره سموي، مېښي يې نر کټی زېږولی وي.

په مېښو بلا پسې، که نر کټي زېږوي، که ماده، يا نرښځي، غم دا دی چې د دغه په اصطلاح لوی رياست ماشومانو د ځينو وړو او غټو کړيو په خواهش او فرمايش د يوه عظيم قوم په پښو وهلو پسې رااخيستې ده.

د دوی په قاموس کې دښمن طالب نه، بلکې دښمن پښتون دی. پښتون بايد ووهل شي، پر کورونو يې وروخېژي، لاس او پښې يې وتړل شي، دود، دستور، نرخ، کاڼی، څلی، رواج او سيالي يې پايمال شي، وتړل شي، ووهل شي او په هره توګه چې وي، سپکه او ورکه ورواړول شي.

کلونه کېږي چې د دوی له خوا د پښتون د سپکاوي دسيسه روانه ده او لا هم ورته د لومړيتوب په سترګه کتل کېږي.

تاسې به متوجه شوي ياست، له تېرو څو کالو راهيسې چې د هېواد په هغه پورې کونج کې هم کوم ترهګر نيول شوی، د پکتيا، پکتيکا، خوست او روزګان د پښتنو مېرمنو جامې به يې په تن کړې وي.

ترهګر که د هېواد په شمالي سيمو کې هم نيول شوی، زما د مور او خور د ګنډ او خامکو دوديز او سيمه‌ييز کالي به یې وراغوستي وي.

سمه ده چې د طالب يوه لويه برخه به پښتانه وي، خو د شمالي سيمو طالبان تاجک دي، ازبک پکې دي، حتی څه موده وړاندې په باميانو کې هزاره طالبانو بيرغ پورته کړی و، هغوی ته هم زما د پښتنې مور جامې وراغوستل کېږي.

له ملي امنيت رياست څخه چې د طالبانو د مخابرې د کشف شويو خبرو په نوم، کوم لاسي جوړ شوي او مصنوعي کليپونه خپرېږي، ټول په پښتو وي، په بدخشان کې هم د هغې سيمې طالب پښتو وايي، په هلمند او روزګان کې هم.

موږ د طالب پر وړاندې د دوی د دغسې دروغو په جوړولو خبره نه کوو، نيول شوي طالب ته د ښځو د جامو په وراغوستلو يې هم نيوکه نه کوو، هغه دوی پوه شه او طالب، نيوکه مو پر دې ده چې ولې زما د مورکۍ جامې د ترهګرو يونيفورم معرفي شي، ولې زما ژبه د ترهګرو ژبه معرفي شي، ولې زما دود، دستور او رواج مسخره شي.

دا ستونزه نه يوازې نن جدي ده، د سبا لپاره په لوی سرخوږي بدلېږي.

بيا که دې پښتو خبرې کولې، د نړۍ پر هر هوايي ډګر به يې نيولی او راګرځولی يې، بيا کې زموږ مېندې په دغو جامو کې هر ځای وليدل شوې، يا به په سپيو تلاشي ورڅخه اخيستل کېږي، يا به پر سر ويشتل کېږي.

د نورو قومونو متعصب کسان ملامت نه دي چې پښتون ترهګر بولي، ملي امنيت په لوی لاس هغوی ته سند په لاس ورکوي، نن به څو تنه لنډه غر، پښتانه ځانمرګي او ترهګر بولي، خو که د ملي امنيت ماشومان خپلو نادودو ته دوام پسې ورکوي، سبا به ټول پر دې باور وي چې پښتون ترهګر قوم دی.

د دې ماشومانو لاس نيول په کار دي، د دوی له لاسه د دغې چاړې اخيستل په کار دي، کنه هم به خپلې ګېډې ورباندې څيرې کړي، هم به د دغه عظيم قوم مټې غوڅې کړي.

ترسم که نرسی به کعبه ای اعرابی

کین ره که تو میروی به ترکستان است

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply