هلمند کي د ایران هیواد د ولسمشر پرضد لاریون ترسره شو

0 1,268

 نن جمعه په هلمندولایت کي د ایران هیواد ولسمشرپرضد دهلمندمدني ټولني او اولسونو له لوري لاریون ترسره سو

په دغه لاریون کي چي سلګونو کسانو ګډون کړي وو  دوي د ایران هیواد د ولسمشرهغه څرګندونې چی په دې وروستیوکي یې په افغانستان کی بندونو جوړیدو په اړه ترسره کړي وي وغندلي او غوښتنه یې و کړه چي دغه څرګندونې ښکاره لاس وهنه او ایران باید د افغانستان هیواد داوبو کارونې له امله افغانستان همدومره تیل ورکړي.

لاریون کې مرګ پر روحانی او مرګ پرایران هیواد شعارونه ورکول سول او دهلمند اوسیدونکو د ایران هیواد دغه کار دنه منلو یو ګام وباله

دوي زیاته کړه چي د افغان ولسمشرمحمداشرف غني دهغه ګامونو ستاینه کوي چي پکي د هلمند او یوشمیرنورو ولایتونوکي د سیندونو پرسربندونه جوړوي او خپلي اوبه مهار کوي

لاریون کي دهلمند مدني ټولني مشر د یوه پریکړه لیک پرمهال له افغان ولسمشرنه خپل ملاتړاعلان کړ او زياته یې کړه چي موږ د ایران هیواد دغه ښکاره لاس وهنه په هیڅ صورت زغملاۍ نه سو دوي زیاته کړه چي افغانستان دي خپلي اوبه مهارکړي ترڅو ګاونډیان پوه سي چي زموږ داوبو په بدل کي دي د۱۳۴۰ کال هغه تړونونه چي له ایران هیواد نه د تیلو غوښتنه سوی وه خپل حق راته راکړي

همدرد وايي ایران هیواد څلویښت کاله دافغانستان اوبه استعمال کړې خو ولي حسا ب يې نه دی ورکړي او باید حساب ورسره وسي

قومي مشر حاجي احمدجان، حاجي ذاهدی او مطیع الله مطیع  له ولسمشره وغوښتل هغه هیوادونه چي په افغانستان کی ښکاره لاس وهني کوي دوي جګړی ته تیاردي ترڅو د خپلي خاوري دفاع  وکړئ

دويزیاته کړه په هیواد کي د ننه هغه کړۍ چي نه غواړۍ دلته دي امن او سوله راسي هغوې دې له هیواده و ایستل سي ترڅو خلګو ته ښکاره سي چي هیواد کي دننه جاسوسي کړۍ هم سته ترڅو دلته بي امنی ته لمنه وهي  او د پردیو ګټي خوندي ساتي

هلمند کي داسي مهال د ایرن هیواد دولسمشرپرورسیتیو څرګندونو ددې ولایت مدني ټولني او قومی مشرانو لاریون وکړ چي هغوي په ورستیوکيد ولسمشراشرف غني دهغي طرحی مخالفت کړي چي ویلی یې دافغانستان اوبه مهاروي او پرسیندونو بندونه جوړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply