د حکومت تر ړنده سترګه لاندې؛ ايران په افغانستان کې د جاسوسي تر ۵۰۰ زياتې شبکې فعالې کړې

0 1,234

سرخط ورځپاڼې ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې په افغانستان کې د ايران لاسوهنې خطرناک حالت ته رسېدلې او تر پنځه سوه زياتې جاسوسي شبکې يې فعالې کړې دي. په افغانستان کې دننه د ايران پر دغو شبکو د مذهبي، علمي، فرهنګي او مرستندويه مرکزونو نومونه ايښوول شوي، خو کار يې نه يوازې ګډوډي جوړول، بلکې د سوريې او عراق جګړو ته ځوانان لېږل دي.
ايران خپلې دغه چټلې موخې په مذهبي، فرهنګي او خيريه پوښ کې نغښتې، نو ځکه خو يې ورځ تر بلې په افغانستان کې فعاليتونه مختلف رنګونه پيدا کوي او عمق ته کښته کېږي.
په دې وروستيو کې د تاجکستان حکومت په هغه هېواد کې د ايران څو همداسې مرکزونه له دې امله وتړل چې د دوی په کورنيو چارو کې يې لاس واهه، افراطيت يې خپراوه او د حکومت د مخالفينو ملا يې ورتړله، خو افغان حکومت په دغه برخه کې د خير پر غونډۍ ناست دی.

په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د ايران فعاليتونه او د هغوی کړنې له لومړي سره ناديده نيول شوې، نو ځکه خو دا ټپ اوس په ناسور بدلېږي، ورو ورو زاولن کېږي.
په افغانستان کې د ايران هرې تر سره کړې چارې ته د رښتيني خدمت په نظر کتل شوي او هر وخت يې ان لا ستاينه شوې ده.
مالومات ښيي چې ايران په ښکاره په افغانستان کې د فرهنګي، مذهبي، علمي او خيريه چارو په پرده کې کار پيل کړی، خو په اصل کې يې د دې کار په مټ د خپلو جاسوسي او ورانکارو شبکو جال ويړ کړی دی.
په فراه کې ځايي خبريالان وايي، اوونۍ مخکې په دغه ولايت کې د طالب ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمه کې د ايران يوې چورلکې وسله‌والو ياغيانو ته وسلې کښته کړې او په دې وروستيو کې يې له طالب ياغيانو سره دلچسپي او يارانه زياته شوې ده.
د ولسي جرګې غړي وايي، د هرات په ګڼو سيمو، په ځانګړي ډول شينډنډ ولسوالۍ کې د ايران تر کنټرول لاندې طالبان فعاليت کوي.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو پر بنسټ، په همدې تېرو دريو مياشتو کې په نيمروز، فراه، هلمند، هرات او نورو ولايتونو کې د ايراني وسلو د ليدل کېدو او د ايران له لوري هڅول شويو وسله‌والو په تړاو خبرونو زور اخيستی دی.
په هرات کې يوه امنيتي سرچينه وايي، داسې مالومات يې تر لاسه کړي چې ان د اختر په ورځو کې د سلما بند پر ساتونکيو باندې هم د ايران په فرمايش بريد شوی دی، خو دا قضيه تر څېړنې لاندې ده.
“ځينې طالب مشران له خپلو کورنيو سره د ايران په خاوره کې اوسي، ان ډېر وخت يې لا ټپيان هورې تداوي کېږي، له هغه ځايه د بريدونو فرمايشونه ورکول کېږي.”
افغان ژورناليسټ او ورځپاڼه ليکوال هزاره بهسودي په دې برخه کې پراخې څېړنې کړې.
دی وايي، همدا اوس د افغانستان په ګڼو لويو او وړو ښارونو لکه؛ کابل، هرات، بلخ، باميان، هلمند، نيمروز او ځينو نورو ولايتونو کې د ايران تر ۵۰۰ زيات د رای زني او جاسوسي مرکزونه فعال دي.
دی وايي، ايران له دې لارې ډېر ځوانان هڅوي چې د سوريې او عراق جنګ ته لاړ شي او همدا ډول خپل شومو اهدافو ته د افغانانو په مټ ځان رسوي. په افغانستان کې يې د لاس وهنې يو لامل همدا داخلي نفوذي کسان او کړۍ دي.
د شنونکيو په باور، د ايران فعاليتونو ته هر وخت د خيريه چارو په نظر کتل شوي، حال دا چې دوی تل په حلوا کې زهر راکړي او افغان لوري د دې جاسوسي فعاليتونو لوی پور پرې کړی دی.
د بهسودي په خبره، تر ۱۰۰۰ ډېر افغانان د سوريې په جنګ کې وژل شوي او د بې‌شمېرو کورنۍ بې‌برخليکه پاتې دي.
دې ټولو ته همدلته په افغانستان کې لابي شوې، مذهبي جنون پر سر اخستي ځوانان ورغلي او يا هم ايران د دې زلميانو له بېوسي او ناچاري ګټه اخستې، هغوی يې جګړې ته لېږلي، پردۍ جګړې پرې ګټي.
ايران ډېری خپلې جاسوسي او ناوړه کړنې د ځينو لويانو او بانفوذه کړيو په مټ تر سره کوي او هغوی ورته په حکومت کې لابي کوي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې مسعوده کروخي وايي، ايران په لودېزه حوزه، په ځانګړې توګه هرات او نيمروز کې خورا ژور لګيا دی، په خصوصي برخه کې يې ښوونځي فعال کړي، ښوونکي يې په اوونۍ کې يو ځل د سمينارونو له‌پاره ايران ته وربلل کېږي.
“يتيم خونې، روغتيايي مرکزونه، موسسې، خيريه بنسټونه، فرهنګي مرکزونه او نور هغه يې د خپلو چارو د پر مخ بېولو له‌پاره فعال کړي دي. دوی ان په تحصلي او اکاډميکو مرکزونو کې ژورې ريښې غځولې دي، په پوهنتون کې ډېری ايراني جعلي ماسټران او ډاکټران په تدريس بوخت دي. دغه مسايل تل ناديده نيول شوي، افغانستان دومره هم د زړه سوي وړ نه دی چې ايران غوندې يو دوه مخی هېواد دې پرې دومره زړه وسوځوي او خپلې بلا عوضه مرستې دې زموږ له ولس سره وکړي.”
مدني فعال او شنونکی اميد نظري وايي، افغان حکومت ته په‌ کار ده چې په افغانستان کې د ايران ټول مرکزونه چې په هر نوم فعاليت کوي، بايد وتړل شي، کورني او بهرني ځري يې تر جدي پلټنو لاندې ونيول شي.
“حکومت بايد له ايران سره د تاجکستان په څېر چلند وکړي، تاجکستان حکومت په دې وروستيو کې په خپل هېواد کې د ايران سوداګريز او فرهنګي مرکزونه له دې امله تړلي چې د دوی په کورنيو چارو کې يې لاس واهه، افراطيت يې خپراوه، حکومت ضد کړۍ يې هڅولې.”
د ايران دا ډول فعاليتونه هغه وخت ګټور تمامېدای شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په سياسي، فرهنګي او مذهبي برخه کې انډول وي، خو اوس ايران په افغانستان کې خورا په لوړه کچه

جاسوسان او شبکې فعالې کړې، خو افغان حکومت ورته پام نه کوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply