حکومت؛  چې د خپلو مامورينو له زوره نه دی

0 745

سرخط ورځپاڼه
د کونړ والي وايي، په هغه ولايت کې د جوماتونو ملا امامان د داعش په ګټه تقريرونه او وعظونه کوي او ځوانان هڅوي چې د داعش ليکو ته ولاړ شي.
ده ویلي دي چې په دې اړه يې د ملايانو ادرسونه پيدا کړي، انتظار ورته کوي او که لارې ته را نه غلل، پر ضد به يې اقدام وکړي.

دا ستونزه يوازې په کونړ کې نه ده، د هېواد تر نيمايي زيات ولايتونه داسې دي چې د جوماتونو ملا امامان په‌کې د دينې عالمانو په نوم، کرۍ ورځ لګيا وي د خلکو اذهان مغشوشوي، د نظان پر ضد يې هڅوي او د وطن دښمنانو ته کمپاين کوي.
په لېرې پرتو ولايتونو او ولسواليو کې خو به لا د حکومت زور نه ورباندې رسېږي، په کابل کې تقريبا ټول جوماتونه داسې دي چې هره ورځ ورڅخه د نظام، حکومت او وطن پر ضد د ملايانو پروپاګنډې روانې وي، د نظام پر ضد فتواوې ورکوي، حکومت مزدور او د حکومتي کس وژل روا بولي او په ټوله کې دا حکومت د غرب يو ګوډاګی خلکو ته معرفي کوي.

بده لا دا چې حتی په کابل کې هم ملايان د هغو شهيدانو جنازو ته زړه نه ښه کوي چې د نظام او وطن په ننګه شهيدان شوي او سرونه يې قربان کړي دي.
په دې سربېره، همدا ملايان دي چې په پوچو پروپاګنډو يې ځوانان د جنون تر کچې رسولې دي، د جنت او حورو په شوق کې يې تر ځانمرګيو بريدونو رسولي او د نظام او خپلو خلکو پر ضد يې جنګولي دي.
پر سرتېرو ځانمرګی شوي وي، پر عامو خلکو بريدونه شوي وي، په سلګونو کسان شهيدان وي، په جومات کې پر لمانځه ولاړو خلکو باړونه چلول شوي وي، خو ملا د جمعې په ورځ د تقرير پر مهال د سندرو پر حراموالي اخته وي، يا د حکومت پر ضد پروپاګنډ کوي.

بده لا دا ده چې همدغو ملايانو ته د نظام له خوا معاش ورکول کېږي.
دوی د همدې حکومت معاش اخلي، د همدې حکومت امکانات کاروي، د همدې حکومت سربازان يې ساتنه کوي، خو بېرته پر همدې حکومت د مرګ فتوا همدا ملايان ورکوي.

که په حکومت کې تريخی وای، که حکومت وړتيا درلودای، که حکومت خپل مسووليت او د خلکو ساتنې ته ژمن وای، لږ تر لږه په کابل کې خو به يې دغه ملايان تر ګرېوان نيولي وای چې ولې د دې بې ګناه خلکو وژل روا بولې؟
د اوقافو وزير خبر دی چې دنده يې څه ده؟

ايا د دوی دنده يوازې دا ده چې حاجيان له دې ځايه بار کړه، هلته په سعودي کې ورته بې کفيته، چټل او بې‌خونده ځايونه ونيسه، رشوت واخله، فساد وکړه، حاجيان تر کوڅه تېره کړه او رنګ يې پسې هېر کړه؟
که حکومت، حکومت وای، همدې ملايانو ته به يې ليکلې ويناوې ورکولې، موضوع به يې ورکوله چې ورباندې خلکو ته نصيحت وکړي، د وطن او نظام مينه په خلکو کې پيدا کړي، خو له بده مرغه زموږ چارواکي له يو بل سره د څوکيو له وېشه او د يو بل له پښو وهلو نه دي وزګار.

تمامه ورځ د يو بل په تخريب اخته وي، د يو بل په سپکه او ورکه پسې اخيستې وي او دښمن يې لکه د قصاب پسونه، د يوه يوه مرۍ پرې کوي.
هغه رمه چې شپون يې لېوه وي، مېږې يې د داړولو لايقې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply