په اټک دې ازغن تار ولګولی شي

0 1,109

اوس د کر ښو د ورانولو وخت دی نه د کرښو د راښکلو که چرته پنجاب یا پاکستان د کرښو او د ازغن تار ډېر شوقین وي نو بیا دې په اټک کې هم دیوال جوړ کړي او هم ازغن تارولګوي چې په دې توګه به ورسره هیڅوک اختلاف ونه لري او بل موږ ته به هم ثابته شي چې پاکستان ريښتا هم د ترهګرو سره په ریښتونې توګه مبارزه کوي دا چې د یوه قوم په سینه ازغن تار لګوي او داسې رنګ ورکوي چې په دې سره به ترهګر مهار کړای شي دا نو بیا هیچا ته د منلو نه ده دا ورسره نه لرافغان مني او نه هم بر افغان ځکه چې پنجاب موږ ته د مړه قوم په نظر کتلي دي نو ځکه هر وخت داسې ناوړه غیرقانوني غیري انساني پرېکړې کوي،قام پرسته ګوندونه باید په دغه حواله چوپ پاتې نشي ځکه چې دا زموږ لپاره حیاتي خبره ده لراوبر افغانان به ددې کرښې پرخلاف غږ پورته کوي او موږ به دا دونیا ته وايو چې له موږ سره دغه شان ظلم روان دی او موږ له صبر او زغم نه کار اخلو نوره نړۍ له موږ نه څه ډول امتحان غواړي چې موږ یې ورکړو پنجاب ټول هغه انساني کرښې نړولي د کومو پراساس چې د ژوند او دانسانیت بنیاد اېښودلی شي.

زما د ې قام پرستو نو نه لویه ګیله ده چې ډېورنډ نه منۍ او ازغن تار منۍ؟ د ازغن تار په اړه د قام پرستو چوپه خوله موږ ته همدا پیغام راکوي چوپتيا نورڅه معنی لرلی شي؟

د پښتنو نسل وژنه د پښتنو اساسي بنسټونه نړول او د پښتون بدنامول د پنجاب اساسي دنده جوړه شوې ده اوس پنجابي ته هغه پښتون چې هندوان به یې ورباندې ډارول د انسان بچی په نظر نه ورځي، په دې حواله موږ ته نور چوپه خوله پاتې کېدل هم بې ننګي ده هم شرم او هم بې غیرتي.

زه دېوې قام پرستې په توګه په خپله سینه ازغن تار نه منم او نه مې منلې او نه به یې ومنم او په قام هم غږ کوم چې خپل غوږنه همغږي کړي او ددې ستر ظلم پرخلاف سره یو موټی شي کنه بل ځل به ورسره د قیوم خان لوبه کیږي ډېرې بابړې به تکراریږي او په کومه ګولۍ چې وژل کیږي د هغې حساب به هم ورسره کیږي.

د لراوبر افغان د یو والي په هیله

لوی افغانستان ویبپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply