که مو په دښته کې لار ورکه کړه، اوبه داسې پيدا کړئ

0 1,593

ژوند له خوږو او ترخو ډک دی، نه ویل کېږي شاید کله له داسې یو حالت سره مخ شئ چې نه اوبه وي او نه هم خواړه، بیا څه کوئ؟
راځئ نن په سرخط کې داسې یو مطلب ولولئ چې په همداسې سختو شرایطو کې مرسته درسره وکړي.

د انسان بدن یوازې درې ورځې مقاومت لري چې له اوبو پرته ژوندی پاتې شي، خو موږ لار درښیو چې په صحرا کې د اوبو له کمبود سره مخ شوئ، څه ډول یې ژر موندلای شئ.
څېړونکي وايي، په داسې حالت کې لومړی هڅه وکړئ چې د ژوندي اجسامو نښې پیدا کړئ.

داسې سیمه ولټوئ چې کوم زرغون بوټی په‌کې وي او یا هم مارغان په‌کې تر سترګو کېږي، ځکه داسې سیمې د دې ښوونه کوي چې هلته ژوندي پاتې کېدل امکان لري او اوبه شته.

همدا ډول کولای شئ چې شنه بوټي وزبېښئ او اوبه ترې په لاس راوړئ.
هڅه وکړئ چې داسې ځایونه وګورئ چې کندو ته ورته وي، ځکه شاید هلته اوبه ولاړې وي او تاسې ترې ګټه واخلئ.

که شپه درباندې راغله، یوه ټوټه تر شنه اسمان لاندې وغړوئ، ځکه د شپې پر مهال پرې پرخه تویېږي او تاسې ترې سهار ګټه پورته کولای شئ.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply