زما به هله ارمان وکړې/ ډاکټر فرقان احمد توقير

0 1,052

ولسمشر محمد اشرف غني کله وايي څلوېښت کاله وروسته به يې خلک ارمان وکړي، کله لس پرې دپاسه خبره نيمې پېړۍ ته وغځوي.

دلته ژوند ټول په ارمان تېر شوی، د چنګاښ جمهوريت د ظاهر شاه په ارمان اړ کړو، ملګرو د داود خان په ارمان کېنولو، د ډاکټر نجيب الله په ارمان خو مو اوس هم سترګې نمجنې دي، کال پنځه پس همېشه په دغسې ارمان اړ اوسو.

دا څه کوې چې د امريکا له لاسه د شوروي په ارمان اړ شوو.

مامور لاجورد وايي د شوريانو، هو! هو و، نه يې نه. دومره سپين‌زړي چې پر يوه ټکي يې خبره در خلاصوله چې د دوست دوښمن به يې درڅخه وکړه، د دوست په يوه ټکي يې دومره باور کاوه چې قوماندان بادرنګ يې هم ايله کړی و. نه يې څوک په سپو داړل، نه يې ګوانتنامو او دا نور غضبونه د خلکو غاړې ته غورځول.

ان چې د ملا کجل له خولې په ناپامي که وېرې د دوښمن په اورېدو هم د هغه وارخطايي ته په کتو پرېيښی و.

سيد مخدوم رهين دومره ارمانجن و چې د انيس، اصلاح، هېواد ورځپاڼو تر څنګ يې ارمان ورځپاڼه هم په دې ارمان را وایستله چې د انيس په څېر به لکه مرحوم غلام محي الدين هاشمي د ده نوم د موسس په توګه نيمه پېړۍ وروسته هم ليکل شوی وي، خو د ورځپاڼې مسوول مدير د ده پر ژوند بلکې وزارت هغه ترې هايې جيک کړه، په دې توګه يې دغه ارمان پوره نه‌شو.

د ده ارمان په سفارت دوه ځلي وزارت هم و نه خوت، لګيا دی کله يې د ګوند خوب ليدلی وي، کله يې په هغه، دغه ايتلافونو او ډلبنديو کې پلتۍ وهلې وي.

موږ له مشرانو تر کشرانو دې ته کار ويل چې څنګه کولای شو خلک په ځان پسې ارمان کولو ته اړ کړو. دلته ده چې په دغه هوس کې د ډاکټر فاروق اعظم په خبره مشران مو هم د خندا وګرځېدل، کشران هم…

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ټوله خواري دې ټکي ته را ټوله ده چې خلک په ده پسې د ارمان لاسونه ومروړي.

دی هر سهار د خپلو نويو، زړو يارانو خولې د همدې له‌پاره بويوي چې دا څرګند کړای شي چې خلک څومره او کومه کچه په ده پسې ارمان کولو ته ورګرځېدلي دي؟

ان چې دلبرجان ارمان هم نږدې ده له دې فانۍ نړۍ سترګې پټې کړي چې نه يې حکمتيار صاحب له ارمانونو پلو پورته کړای شو او نه هم جلالتماب حامد کرزي.

اخېر دا ارمان دومره مهم دی چې سړی څلوېښت کاله يا نيمه پېړۍ هم ورته په انتظار کښېناستلای شي.

د ښاغلي غني حوصله د ستاينې ده چې نيمه پېړۍ دې سرخوړلي ارمان ته په تمه کېدای شي، په داسې حال کې چې حامد کرزي دوه کاله هم ورته صبر و نه‌شوای کړای، خو دا دومره ګرانه چاره نه ده، بلکې د ځينو د کيڼ لاس کار دی.

اساني يې په دې کې ده چې د ده تر حکومت کاواکه حکومت او چارواکيو ته مخه ورکړای شي، هغه ده چې له واره به خلک د مخکېني په ارمان لاسونه مروړي. څلوېښت کاله يا نيمې پېړۍ ته نه ګوري، همدا لامل دی چې دلته شته حکومتونه د راتلونکو هغو وړتياوو له‌پاره هيڅ يو ګام نه‌شي پورته کولای يا يې نه پورته کوي.

که نه چا به د شوروي ارمان کړی وای، د طالبانو په حکومت پسې به يې د حسرت سترګې غړولې وای؟

ظاهر ته په کتو دغه فلسفه د حامد کرزي ايجاد دی چې دی خپل بری د نورو په ناکاميو کې ګوري، که تر ده وروسته حکومت بريمن، پاک او لکه چې هيله يې کېده، جدي ختلی وای، چا به د ده ارمان کړی وای؟

په ده يا يې حکومت کې د ارمان څه موندل کېدای شوای؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply