د هشت صبح نه ګیله لرم!

0 1,564

لیکواله: حوریه مصد

ژباړه: عبدالله ساپی

د هشت صبح ورځپاڼې نه ګیله لرم. ځکه زما په باور د یادې ورځپاڼی چلونکي په برابری او مساوات باورمند او ځانونه د بشر حقونو او په ځانګړی توګه د ښځو د حقونو مدافعین ګڼي. یادې ورځپاڼی څو ورځې پرلپسې  د کانډا سفارت ( اغلی شینکی کړوخیل) په اړه ناسم او بې بنسټه راپورونه خپاره کړل.

غواړم په دې اړه څو مهمو او اړینو ټکو ته اشاره وکړم.

 

لومړی دا چې دغه ټول طنزونه او مقالې د لیکوال شخصي او سلیقوي چلند ښکارندوي کوي او د نوموړي مسلکي او حرفوي مهارتونو باندې یی سیوری غوړولی، د بیلګې په توګه (دختر خان بودن شینکی)  داسې بریښي چې طنز ویونکی او د مقالې لیکوال یو کس دی چې ځان په بیلا بیلو مستعارو نومونو راپیژني.

راځم اصلې خبرې ته !

فرضآ که د افغانستان سفيره اغلی شينكۍ کړوخیل  نه وي توانیدلي چې له كاناډایي لوړ پوړو چارواكو سره ليدنې کتنې وكړي او ګواکې له افغانستان يې غوښتې وي چې د كانادايي ديپلوماتانو سره ورته چلند وکړي؛

لومړی دا کومه نوی خبره نده. که د یو هیواد لوړ پوړي چارواکي نغواړي له سفیرانو سره لیده کاته وکړي دا د سفیر د ضعف په مانا نده بلکه دا د کوربه هیواد سیاست او لید لوري پوری اړه لري تر څو چې د کوربه هیواد له چارواکو سره د ناستو او لیدنو زمینه نه وي برابره شوي نو د دغه سیاست په بدلون کې د سفیر رول اصلآ د بحث وړ ندی.

دویم په دیپلوماتیکو اړیکو کې د نړۍ ټول هیوادونه د یو بل سره د ورته چلند له اصولو پیروي کوي د بیلګې په توګه که یو هیواد د بل هیواد دیپلومات له خپل خاورې وشړي د دویم هیواد  دیپلومات له ورته چلند سره مخ کیږي، چې په دې لړ کې د کرملین او سپینۍ ماڼۍ وروستی دوه اړخیزه دیپلوماتیک چلند د بیلګې په توګه یادولای شو. همدارنګه که یو هیواد د بل هیواد سفیر احضاروي، مقابل هیواد په ورته عمل لاس پوری کولای شي، دا ډول کړنې ډیر کله د هیوادونو تر منځ دهغوي له بهرنیو تګلارو، سیاسي او نظامي پالیسیو سرچینه اخلي او سفیران او دیپلوماتان یواځې د دیپلوماتیکو اړیکو د ساتلو او پاللو دنده پر غاړه لري.

خو پوښتنه دا ده آیا د هیواد په تاریخ کې تر ننه څو سفیرانو د کوربه هیوادونو له چارواکو سره د نه لیدنې په تړاو شکایتونه کړي؟ شاهد هیڅ یو!

 

دلیل یی همدا دی چې ډیرې سفیران په نړیواله کچه د هیواد مطرح کیدو په اړه اصلآ فکر نکوي، هغوي لپاره یواځې همدغه کفایت کوي چې د سفیر په توګه دنده ترسره کوي، نوموړی او کورنۍ یی په آرام او پرمختللي هیواد کې ژوند کوي او نثبتآ د ښه ژوندانه لپاره اړینو اسانتیاو ته لاسرسې لري.هغوي لپاره د کوربه هیواد چارواکو سره لیدنې کتنې او د اړیکو غځول هومره مهم نه بريښي لکه د خپل هوساینه. اوس نو که شینکۍ کړوخیل د هیواد د سفیرې په توګه د کاناډایي چارواکو سره د لیدنې لیوالتیا ښیئ، له دې د اغلې ژمنتیا او د کار کولو علاقه ښکاري، د هیواد او ملت په وړاندی د مسولیت احساس کوي او غواړي هیواد يې کوربه هیواد ته سم وروپیژني او په اړه یی توجه راواړوي.

آیا دا د ضعف ښکارندوي کوي یا د قوت؟

لیکوال یو ځای کې اغلې سفیره په قوم ګرايې او د ښځو پر وړاندې توپیرې چلند باندی تورنه کړئ، داسې مالومیږي چې لیکوال د اغلې سفیرې په تیر ژوند او لاسته راوړنو سترګې پټې کړي او د عوام فریبې او ګمراهۍ هڅه یی کړی ، په داسې حال کې چې :

۱: شینکۍ کړوخیل لومړۍ میرمنه  وه چې د وکالت پر مهال یې (قانون أحوال شخصیه اهل تشیع) پر وړاندی ودریده ، په داسې حال کې چې هزاره او شیعه توکم وکیلانو خولو ته قلف اچولی و او د غږ پورته کولو یې ډډه کوله،  د اغلې کړوخیل مقاومت په یاد قانون کې د سمون باعث وګرځید ګر چې اغلې کړوخیل په خټه پښتنه وه او د یاد قانون له سمونه یې نیغ په نیغه هیڅ ډول ګټه ترلاسه نکړه خو هیوادوالو ته یې ګټه ورسیده او په ټوله کې د افغان انسان د ښیګڼې سبب وګرځیده.

۲: اغلې شینکۍ د خپل وکالت په دوران کې د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالي قانون د پارلمان ناسم وضعیت ته په کتو سره د وخت ولسمشر ته په ډیره زیرکی وړاندی کړ تر څو د تقنیني فرمان پر مټ یاد قانون تصویب او د اجرا وړ وګرځي دا چې دا قانون وروسته د یو لړ وکیلانو د امتیاز طلبی له امله پارلمان ته راوړل شو او د داخلي رقابتونو ښکار شو بیل بحث دی.

خو که له حقیقته سترګې پټې نکړو د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي قانون د اغلۍ کړوخیل په هلو ځلو منځته راغلی چې پر مټ یی نن زرګونو ښځو عدالت ته لاسرسی موندلای او د قانون سرغړونکي پرې مجازات کیږي.

۳: اغلې کړوخیل د هیواد د لومړنی افغان میرمنې په توګه د ښځو لپاره (د سینې سرطان) سره د مبارزې مرکز  بنسټ کیښود او لومړی ښځه وه چې د سینې د سرطان سره یې د مبارزې په اړه عامه پوهاوی پیل کړ، تر اوسه هیڅ بل یو طبي متخصص، د ښځو د حقونو مدافع،سیاستمدار او بشري حقونو فعال دا ډول کار ندی ترسره کړي.

۴: د بتول مرادي قضیه کې چې د حضرت و هریز پخوانی میرمن وه او د خپل دیپلومات خاوند له لوري د سخت تاوتریخوالي ښکار شوی وه، شینکۍ لومړی میرمن وه چې د حمایت لاس یی وروغځاوه په داسې حال کې چې د بتول نږدی کسانو او قومي مدافعینو د سیاسي او ټولنیزو ملاحظاتو له کبله بتول مرادي ته له لاس ورکولو ډډه وکړه.

دا فقط څو بیلګې وی چې ستاسې په وړاندی مې کیښودې ،خو د دا ډول کړنو لیست دومره اوږد دی چې د دې بحث له حوصلی وځي.

همدارنګه د مقالې په یوه برخه کې ادعا شوی چې ګواکې اغلې شینکۍ په انګلیسي ژبه تسلط نلري که څه هم کړوخیل په انګلیسي ژبه بشپړ تسلط لري خو که د یو سفیر په ګمارنه کې د کوربه هیواد د ژبې زده کړه اصل وي نو ښه ده یو ځل کتنه وکړو چې د هیواد د بهرنیو چارو وزیران هر یو (ډاکټر عبدالله عبدالله، ډاکټر اسپنتا، ضرار احمد مقبل صلاح الدین رباني) تر کومه حده په مسلکي او دیپلوماتیکه انګلیسي تسلط لري او تر څنګ یې د نړۍ په نورو کومو ژبو حاکم دي، همدارنګه اړتیا ده چې په بیلا بیلو هیوادونو کې زموږ د سفیرانو په اړه ارزونه وشي تر څو مالومه شي چې زموږ کوم شمیر سفیران په مسلکي او دیپلوماتیکه انګلیسي او د کوربه هیوادونو په ژبو بشپړ تسلط لري.

هو رښتیا بله پوښتنه را په زړه شوه، هشت صبح درې ورځې پرلپسې په کاناډا کې افغان سفیری په اړه لیکنې وکړی خو یوه کرښه یی هم په نیویارک کې د افغان دیپلومات (محمد یما غنی ) په هکله چې  د خپلې میرمنې په وړاندی یی تاوتریخوالی ترسره کړی و، و نه لیکله.

فکر نکوئ ورځپاڼه د مقالې په لیکوال د بی ساري باور له امله چې د شینکۍ موضوع یې (خواهر خوانده بازی) بللی، پخپله د ورته کیسې ښکار شوی اوسي؟ ښه به وای که لیکوال د عقداي چلند پر ځای د یاد لیک هر اړخیزه څیړنه ترسره کړی وای، ښه به وای چې پخپله د هشت صبح ورځپاڼی او نورو مطبوعاتو په دې اړه د اغلې کړوخیل نظر غوښتې وای او یا لږ تر لږه د یادو موضوعاتو د روښانتیا په پار یې د بهرنیو چارو وزارت پوښتلی وای او بیا یی هر اړخیر مالومات خپاره کړي وای.

د غیر مسلکي او عقدوي مقالو خپرول او د چا په شخصي حریم برید د هر ډول ورځپاڼی تر لاسه کړی باور له منځه وړلای شي او د ورځپاڼی حقوقي حیثیت له یو لړ پوښتنو سره مخ کوي.

 

یاداښت:زه له اغلې شینکې کړوخیل سره هیڅ ډول قومي، کاري او سیاسي اړیکه نلرم، هیله کوم زما لیکنه د خورولی (خواهر خوانده گی) او یا کوم امتیاز له امله و نه ګڼی بلکه د یو ژمنې او با احساسه افغانی په توګه مسولیت لرم حقایق ووایم او په دې لار کې له هیڅ ډول قربانۍ دریغ ونکړم.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply