د یووالي(اتفاق) زور

0 2,497

 

يوۀ سړي څو زامن لرل چي تل به په خپل منځ كې سره جنګېدل، يوه ورځ يې پلار دوى ټول ور وبلل او د خامو سوتي سپڼسيو يو لړ يې وركړ او ورته ويې ويل:

– تاسې خو ټول تكړه ځوانان ياست، نن ستاسې د زور امتحان دى، كه په تاسې كې چا د سپڼسيو دغه لړ په دوه ځله زور وهلو سره پرې كړ نو زه به ډېر لوى انعام وركړم.

د دې خبرې په اورېدو سره يې هر زوى بېل- بېل د سپڼسيو د لړ پر پرې كولو زور وكړ خو لړ يې پرې نۀ كړ، كله چي ټول ناكامه شول نو پلار يې ورته وويل:

– كه تاسې د دې لړ هر تار سره بېل كړئ نو بيا به پرې شي

د سپڼسيو لړ خو مخكې لا د دوى په زور سره كمزورى شوى و، خو د سپڼسيو په سره جلا كولو سره ټول لړ تار- تار او ټوټه- ټوټه شو، پلار ترې وپوښتل:

– ښۀ دا راته وواياست چي دا لړ اوس ولې پرې شو؟

زامنو يې په يوه خولۀ ځواب وركړ:

– ځكه چي د لړ هر سپڼسى سره تار- تار شو او كله چي يو ځاى و نو زموږ زور نۀ په رسېدۀ.

پلار يې ځواب وركړ:

– اتفاق او بې اتفاقي هم همداسې شى دى، كه تاسې ګډ او په مينه سره اوسېږئ نو د دوښمنانو له تاوانه به لرې ياست او كه په سرزورۍ سره هر يو پر جلا- جلا لارو ځئ نو د دونيا د ستړيو كوچنۍ څپه به هم تاسې ډېر ژر سره بېل كړي.

د پلار نصيحت د هغۀ پر زامنو دومره اغېز وكړ چي هغوى تر خپل منځ جنـګ جګړې پرېښوې او په مينه يووالي يې ژوند پيل كړ، نتيجه يې دا شوه چي په لږ وخت كې يې شاوخوا ګاونډيانو د دوى ستاينې پيل كړې او د اتفاق له بركته د دوى كاروبار هم څو چنده پرمختـګ وكړ.

نو ګورئ ګرانو ماشومانو! وايي هوښيار ته اشاره كافي ده، اتفاق او مينه د ژوند تېرولو لپاره دوه مهم شيان دي، نو كه موږ او تاسې په مينه ژوند وكړو نو تل به په اتفاق يو او خوشالي به مو په برخه وي.

سرچینه:
د كتاب نوم : مغرور مېږى (د كوچنيانو كيسې)
ژباړن : باركوال مياخېل
خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل
چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال
كمپوز : كريم لوراند
چاپ ځاى : كابل

د ښکلا احمدزۍ نه په مننې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply