تمه (لنډه کیسه) / الله داد مومند

0 1,091

د جمعې ورځ يې يوازې تېره کړه، مازديګر مهال راووت، نرۍ شمال لګېده، د سړګ خواته روان شو، يو نيم موټر هم ګړندۍ روان و، غوښتل يې ښار ته لاړ شي.

په ګړنديو قدمونو د سړى غاړې ته ور لنډ شو، ازموينې يې تازه پيل شوې وې ، د کور او سړک ترمنځ د څو ستړو قدمونو واټن و، قدمونه یې په یو بل پسې په چټکۍ اوچتول، د سړک په سر د موټر په انتظار ودرېد.

وسیم ډېرو موټرو ته د تلو اشاره کوله، یو هم نه ودرېده!

یو څه ځنډ پاتي شو!

د سړک په توره لېکه یې، ډاتسن موټرپه نښه کړ، د لاس په ښورولو یې د تګ اشاره ورته وکړه!

موټروان هم تابیه د ودرېدو وکړه، لږ وړاندې ترې ودرېد.

وسیم هم په بېړه ورنېږدي شو، سلام يې وکړ

موټروان  د سلام ځواب ورکړ!

وسیم: استاده ښارته ځي؟

استاد: هو راځه وخېژه.

وسیم هم د ډاټسن مخکې سیټ کې کېناست، د ډاتسن شاله باډي د چرګانو پنجرې خپله کړي وه، دواړه د یو څه شیبې لپاره غلي وو، خو وسیم صبر ونه شو!

 زیاته یې کړه استاده د چرګانو کار کوي؟

ډریېور هم په مېنه ځواب ورکړ، هو د چرګانو کار کړمه، په یوشمېر ولسوالیو کې خپل فارمونه لرم.

وسیم ورته وویل خوشاله شوم!

د خپل کار څخه خوشاله یاست استاده؟

ډريور وایي ډېر زیات خوښ یم چې حلال کاروبار مي شروع کړی دی، که لږې وې او که ډېرې خو په خپل وطن یو.

وسیم بیا هم ورته وویل خوشاله شوم خدای دي ستاسي مددګارشي!

موتران هم ډېر خوشاله شو.

د وسیم خوږو خبرو ښه عادتونو د ډرېور زړه خپل کړ او ورزیاته یې کړه

ګرانه تاسي څه بوختیاوې لري؟

وسیم: استاده زه محصل یم، اقتصاد پوهنځي لولم.

ډریور وویل ډېرښه کامیاب اوسې زړه دې زما را خوشحال کړ، زه چې کله یو زده کړیال وینم، د حوشالي احساس کوم.

وسیم ورته کړه کور دې ودان استاده ژوندی اوسې

دواړه په خبرو کې اخته و، چې د وسیم د ښکته کېدو ځای راورسید!

استاده دي ژېړي لوحې سره بریک ونيسىه، ځای مې راورسېد!

استاد د سرک غاړي ته ودرید.

وسیم چې ښکته شو د کرایه  ورکولو هڅه یې وکړه.

استاد ورته وویل ګرانه! زه د محصل ډېر قدر کوم او په ما ګران یې، زه کرایه درنه نه اخلم، ماته چې کومه کرایه راکوې، ته پرې ځان ته کتابچې واخله، په موږ هم حق لري.

د ډرېور چال چلند ښه و، وسیم نورهم خوښ شو او فکر په مخه کړ او له ځان سریې هیجاني وویل دا وګړي چې پرموږ نازېږي او موږ ته مینه راکوي، دوی حتمآ څه ته په تمه دي.

وسیم له ځان سره ژمنه وکړه او وویل که ژوندی وم، نو دې ولس ته د سر په بدله خدمت کوم، د لمر پریوتو یې د فکر لړۍ وشکوله، د خپل اطاق پر لور رهي شو.

2017\6\26

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply