له كاره ويره

0 2,082

 

يو سوداګر په سمندري بېړۍ كې ناست و سفر يې كاوۀ او په خبرو- خبرو كې يې د بېړۍ له چلوونكي ماڼو څخه وپوښتل:

– ستا پلار څۀ كار كاوۀ؟

هغۀ ورته وويل:

– مهربانه! پلار خو مي دي خداى وبخښي، موږ له اووه پښته همدا د بېړۍ چلولو كار كوو

سوداګر وپوښتل:

– ستا پلار محترم چېرې ښخ دى؟

ماڼو ځواب وركړ:

– هغه دوه كاله مخكې هسپانيې ته په بېړۍ كې روان و، پر لارې توپان راغى، دۀ نور مساپر و ژغورل، په كوچنيو- كوچنيو كيښتيو كې يې سپارۀ كړل خو دى له بېړۍ سره په سمندر كې لاهو شو.

سوداګر سخت افسوس وكړ، لږ ګړۍ وروسته يې ترې وپوښتل:

– ستا نيكه بابا څنګه مړ شوى و؟

ماڼو ځواب وركړ:

– هغۀ هم د يوې بېړۍ په لاهو كېدو سره ژوند له لاسه وركړ

سوداګر بيا هم سخت افسوس وكړ او ورته ويې ويل:

– نو چي په دې له خطره ډك كار كې دي پلار او نيكه مړۀ شول، نو دا خو عجيبه ده چي تا هم دې كار ته لاس واچاوه؟

بېړۍ چلوونكي ماڼو تر لږ خبرو اترو وروسته له سوداګره وپوښتل:

– ستا پلار محترم دوكانداري كوله كه څنګه؟

سوداګر په ډېرې لېوالتيا سره ځواب وركړ:

– هو، همدا اوس پر هغۀ دوكان زۀ هم كښېنم

ماڼو ورته وويل:

– ښه ستا پلار او نيكه بابا چېرې مړۀ شوي وو؟

سوداګر ورته وويل:

– په هغه كور كې چي اوس زۀ پكې اوسېږم

ماڼو وويل:

– عجيبه نه ده، په كوم دوكان كې چي ستا پلار كښېنستى تۀ هم پكې ناست يې او په كوم كور كې چي دي پلار نيكه مړۀ شوي دي، تۀ اوس هم پكې اوسېږې؟

ګرانو كوچنيانو! د دې كيسې مقصد دا دى چي له كوم كاره كركه كول او ترې وېرېدل ښۀ كار نۀ دى.

سرچینه:
د كتاب نوم : مغرور مېږى (د كوچنيانو كيسې)
ژباړن : باركوال مياخېل
خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل
چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال
كمپوز : كريم لوراند
چاپ ځاى : كابل

د ښکلا احمدزۍ نه په مننې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply