د موزيګي شکېدلی کټ او د حکومت شپېته بړېڅي

0 951

اشرف غني وايي، پنځوس کاله وروسته به مې خلک په افغانستان کې ارمان کوي، ژاړي به راپسې او په سندرو کې به مې نوم يادېږي.
دی له ډېره وخته په ځينو غونډو کې همدا خبره کوي چې اوس خلک نه پوهېږي، کوم کارونه چې زه کوم، د خلکو سر نه ورباندې خلاصېږي، پنځوس کاله وروسته به خلک هوښيار شي، پوه به شي چې کارونه سم روان وو او بيا به خيراتونه راپسې کوي.

د حکومت شپېته بړېڅي نه اوري نه ويني، بس درګرده لګيا دي چې حکومت پر سمه خوا روان دی، وطن ګل و ګلزار دی، امن دی، سوله راغلې، ورځ تر بلې ترقي کوو او له نورو هېوادونو بېرته افغانان راروان دي، وطن جوړېږي او درست ولس له حکومته بېخي خوشحاله دی.
خاورې خوشحاله دی.
حکومت چېرې دی چې خلک ورڅخه خوشحاله شي؟

رښتيا خبره دا ده چې زموږ اوسنی حکومت د موزيګي شکېدلی کټ دی، چې لنګه يې ټينګوې، بازو يې لاړ شي، چې بازو ته يې لاس وراچوې، ګنډه يې شکېدلې وي.
اقتصاد په ټپه ولاړ دی، ولس د بېګا نه لري، د ولس استازي ټول مرور دي، ولايتونه يو په بل پسې څوک ګيله لري، څوک شکايت کوي، ځينې چيغې وهي، پر ځينو اور بل دی، ځينې سقوط کوي، جنګ د ارګ تر دېوالونو رارسېدلی، ولسوالۍ يو په بل پسې له لاسه وځي، ګاونډيان له قهره راته سره او شنه دي، په کور دننه دوه نفره پر يوه لاره نه دي روان، په بمونو او باروتو بار ټانکرونه او ټېلرونه ځينې د ارګ بغل ته چوي، ځينې د ارګ په دروازه کې نيول کېږي او شپېته بړېڅي لګيا دې ولس ته ښکنځلې کوي، ولس ملامت بولي چې ولې چيغې وهي، هغوی د پردو لاسپوڅي بولي چې د حق غوښتنه کوي، هغوی غلامان بولي چې د حاکم ناکردو ته حتا د شک په سترګه ګوري.

بده لا دا ده چې شپېته بړېڅي هم د حکومت په دغه شکېدلي کټ کې ايله تر نيمې شپې د پښو غځولو تابيا لري، پاسپورټونه په جېب کې، وېزې ورباندې لګېدلې، ټکټ په ماشه ولاړ، بس چې لږ سخته راغله، غورځه او په وطن اور پورې کړه. پردي زامن دي سوځي به، د جنګ اور ته خو د افغانې مور اولادونه پاتې دي، د ګاونډيو ظلم او چپاو ته خو موږ او تاسې تړلي يوو چې نه وطن پرېښودای شو، نه مو زړه ورڅخه ځي، نه مو زړه ورباندې کېږي چې وران شي.

ته او خدای حکومت داسې وي چې اساسي قانون په خپله تر پښو لاندې لتاړ کړي؟
د حکومت له‌پاره تر اساسي قانون لوړ اساس، څلی، کاڼی او بل کوم سپېڅلی شی شته چې هغه ته احترام ولري؟

قانون حکومت جوړوي، حکومت بيا قانون ساتي، درناوی يې کوي، په درنه سترګه ورته ګوري او بيا هر څه سم روان وي، دا حکومت خو لکه بې لارې زوی، اول يې خپله مور په لغتو ووهله، تر هر څه مخکې يې د خپلې مور پر پلو متيازې وکړې او درګرده لګيا دی هره ورځ خپله مور په بېله بېله طريقه سپکوي.
تر قانون ورهاخوا حکومتونو ته د ولس ساتل بله کرښه ده چې نه شي ځنې تېرېدای، دې حکومت خلک په ژوندوني کباب کړل.

ولس چې د طالب له چاړې ژوندی خلاص شي، د داعش له بم څخه په تېښته خوشې شي، له سيمه‌ييزو لنډه غرو په زاريو او نانواتو ځان خلاص کړي، په دا بله ورځ درز شي پر کور يې د امريکا بم ورولوېږي، چې له هغه ژوندی ووځي، د اردو هاوان يې پر کور پرېوتی وي.

جګړه ورځ تر بلې زياتېږي، ښارونه ناامنه کېږي، په کابل کې د غلو، لنډه‌غرو، داړه مارانو او ترهګرو له لاسه سر نه پورته کېږي، که دې چيغه وکړه، ته د پرديو جاسوس يې.

ولسوالۍ يو په بل پسې سقوط کوي، چې پوښتنه وکړې، وايي، صيب تاکتيکي په شا تګ مې وکړ. وه خدای دې کور د ميرداد ژرنده کړه، په دې تاکتيکي په شا تګ خو دې نيم ولس کنډې کپر کړ.

هغه بله ورځ يې د هلمند يوه ولسوالي ونيوله، يوې ښځې له خوشحالۍ د سرتېرو پښو ته اوبه ورپاشلې چې ګواکې رڼا ورسره راغله، په دويمه ورځ يې بېرته له ولسوالۍ تاکتيکي په شا تګ وکړ، طالبان راغلل، هماغه وطندوسته سپين سرې يې د خلکو په مخ کې سنګسار کړه.
تر امنيت وروسته د حکومت بله کرښه خلکو ته خدمت وي. سړي ته خندا ورشي چې له دې حکومته د خدمت تمه کوي.

درې کاله ووتل، تر اوسه کابينه کاپيره لا نه ده بشپړه شوې. وطن سرپرستانو په سر اخيستی، نور نو په دې برخه خبرې کول پر ځان رشخند وهل دي.
تر هغه وروسته حکومتونه د ولس د يووالي په برخه کې هلې ځلې کوي، د ولس او حکومت تر منځ واټن کموي، حکومت د پلار رول لوبوي او ولس د اولادونو غوندې سره راټولوي، زموږ حکومت پر کومه خوا روان دی؟ لکه پلندر، په زوره خپل اولادونه له ځانه شړي. حتا د حکومت دويم کس دوستم يې هم بدنامه، بې ابه او بې عزته کړ، بيا يې پسې وشاړه.

بلخ له حکومته مرور دی، ننګرهار له حکومته ګيله لري، کندهار له حکومته ويني قی کوي، هرات ته تر حکومت د ايران جاسوسان ډېر پام کوي، باميان د برېښنا په تار زيندۍ دی، غزنی نيم سقوط دی، د ميدان وردګو پر سړکونو طالبان پيرې کوي، فراه مرور دی، ايرانيانو او عربو له ارامه ايستلی، په غور کې د وحشت انتها ده، درست وطن اور اخيستی، نيم خلک په تېښته دي، نيم مرور دي، د نيمو تمه ختلې او شپېته بړېڅي د ښې حکومتولۍ نغاړه ډنګوي.
د موزيګي شکېدليه کټه
چې زه دې لنګه ټينګوم بازو دې ځينه

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply