له ترهګرۍ، د تارياکوو او معدنونو تر جګړې

0 1,020

وايي ټرمپ دومره کنجوس سوداګر دی چې سياسي پرمختياوې هم د ګټې او تاوان په کاڼي او تله تلي.
د ځينو په اند اوباما افغان جګړې ته د نه بايلو له اړخه کتل، خو ټرمپ د دې جګړې د ګټلو په نيت او اراده راوتلی دی، تر دې چې يو شمېر شنونکيو د ټرمپ بې‌توپيري او شخصي بې‌باکي د دې جګړې د ګټلو زېری يا مقدمه معرفي کوله، خو ټرمپ د شپږو مياشتو په تېرېدو پرېکړه پر ځای پرېږده، پر تګلاره هم سلا نه‌شو.

لومړی يې خپل دغسې واک پنټاګان ته وسپاره، هغوی چې له ډېرو شاربلو وروسته هم کوم وړانديزونه د ده مخې ته کتار کړل، د ده خوښ نه‌شول. هغه ده چې د جان نيکلسن پر ګوښه کېدو د خپلې غوسې سړولو ته وروګرځېد، خو داسې ښکاري چې اوس له دغې پرېکړې هم په شا شوی دی.

ولسمشر غني د ښاغلي ټرمپ سوداګريز شاليد ته په کتو او د ګټې او حرص په رګونو د ګوتې ايښودو په موخه ده ته د افغانستان د معادنو يا تر ځمکه لاندې زېرمو او منرالونو هډوکی وغورځاوه، ګوندې وي چې د عسکرو او مرستو په زياتولو د خپل شتون دوام ته زړه ټينګ کړای شي، خو د ټرمپ زړه نازړه‌توب او په شا تګ هغه وخت څرګند و چې خپل واک يې دفاع وزير يا پنټاګان ته وسپاره.
پوښتنه دا ده چې امريکا په افغانستان کې د ترهګري له منځه وړل غواړي، که د خپل پوځي شتون دوام؟

اوولس کلنو پرمختياوو ته په کتو امريکا نه دا چې د ترهګري په له منځه وړلو کې رښتينی ګام نه دی پورته کړی، بلکې شتون يې د ترهګري غوړېدا ته مخه ورکړې چې له امله يې د افغانانو په زړونو کې د امريکا پر صداقت درنو شکونو تور سيوری غوړولی دی.
هسې هم له جګړې پرته د افغانستان په سټراټيژيک موقعيت کې د امريکا پوځي شتون پاروونکی او تر پوښتنې لاندې دی.

امريکايي مقاماتو په ډاګه کړې چې نوې تګلاره يوازې د افغانستان له‌پاره نه ده، جنوبي اسيا، منځني ختيز او منځنۍ اسيا د دغې سټراټېژي محور پېژندل شوی.
دا ښکاره ده چې د پوځونو زياتوالی د جګړې برخليک نه‌شي ټاکلای، په کورني اړخ کې ستر خنډ فاسد او کمزوری حکومت دی چې د پوځ سرښندنې يې په سيند لاهو کړې دي.
په بهرني هغه کې د ګاونډيو لاس‌وهنې او استخباراتي لومې دي چې د امريکا د سترګو پر وړاندې يې غوړولې دي.

امريکا نه ګوري يا نه پوهېږي که ځان ناګاره اچوي چې وسله‌وال مخالفان له کومه راځي، د تمويل او سمبالښت مرکزونه او اډې يې چېرې دي؟
دا سمه نه ده چې وايي طالبان په پاکستان کې پټنځايونه لري، طالب مشران په پاکستان کې په سمڅو، ګارو کې نه، په ماڼيو کې مېشت دي. له پاکستانه، د پاکستان په پاسپورټ سفرونه کوي.

پر پاکستان د پنځوس ميليونه ډالرو مرستې ځنډول د پاکستان ګوښه کېدل نه‌شي احتوا کولای، امريکا له پخوا پر پاکستان د ناز دغسې پاسته ګوزارونه کړي، د کېري لوګر له پيشنهاد شويو بنديزونو تر پريسلرو ترميم امريکا څو وار پر پاکستان غوړمبېدلې، خو پاکستان له خپلې استخباراتي سټراټېژي په شا شوی نه دی.

سړی نه پوهېږي امريکايي پوځيان، افغان پوځ ته د کومو پرمختللو وسلو د ښوونې خبرې کوي، په داسې حال کې چې له افغانستانه يې ورسره وړې وسلې پاکستان ته ډالۍ کړې، کومې وسلې چې امريکا افغان پوځ ته د خيرات په کاسو کې ورکړې، افغان عسکر يې تر امريکايانو ښې کارولای شي.

د معادنو جنګ په يو ډول نه يو ډول وار له مخه په افغانستان کې تود دی، د تارياکو جګړه له کلونو غځېدلې، د ترهګري لمبې له مودو ژبغړاندې دي، استخباراتي جنګونه دا دی نيمې پېړۍ ته ورسېدل، خو په کومه کچه چې اوس امريکا د معادنو جګړې ته بلل کېږي، دا ښايي د جګړو له يوه نوي او پټ دوزخه سر لېرې کړي.
بيا به دغه جګړه لکه د افغانستان قراردادونه يوه کمپنۍ په بله پلوري او د دې له‌پاره چې د کمپنيو ګټې او قراردادونه خوندي وي، جګړه به د ماتې او بري تر منځ په برزخ کې ژوندۍ وي.

خو دا چې د افغانستان معدنونه به د ټرمپ له‌پاره څومره جاذبه ولري څرګنده نه ده، خو هغه څه چې څرګند دي دا دي چې امريکا ډېری جګړې همداسې بې‌پايلې يا په نيمه کې پرې‌ايښې، له ويټنامه تر کوريا، تاريخ د امريکا په دغسې چلند ګواه دی.
افغان چارواکي بايد پردۍ ښوروا ته د وړولو عادت پرېږدي. ملګرو هم د انټرنېشنليزم په هوس کې د ستر شمالي ګاونډي ښوروا ته وړه کړې وه. کارمل د انسان شوروي، فهم و درايت شوروي، اخلاق شوروي، شعور سياسي شوروي بوللو ته اړم و، خو حقيقت زموږ پر وړاندې دی.

د جنرال کيسر په خبره، يوازې مرستې او بهرنی ملاتړ هره ستونزه نه‌شي هوارولای، که نه ولاړ شئ په وردګو کې ډيپوګان وګورئ چې تر مورګو ډک نه دي؟

د امريکا بهرنی سياست کانکريټ يا مدون دی، په تاکتيکونو کې يې بدلون راتلای شي، خو سټراټېژي يې همېشه د ملي ګټو پر بنسټ درېدلې ده.
د ټرمپ تګلاره به هم د امريکا ګټو ته ژمنه راخېژي، زموږ له‌پاره پر خپلو ګټو پښې نه‌شي ايښودلای.
له موږ سره دا ظرفيت شته چې د امريکا له ګټو سره خپلې هغه وپېيو يا له خپلو سره د امريکا ګټې همغږې کړو؟

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply