د پاکستان بنسټ په کودتا ايښودل شوی، پاکستان پر هند له شوې کودتا را منځ ته شوی، پاکستان د لوی افغانستان د يوې برخې له غصبه تشکيل شوی دی. په نورو ټکيو، له دغسې کودتا پرته د پاکستان کوم خارجي يا تاريخي شتون نهشي په ګوتو کېدای.
د لوړې خبرې مانا دا چې پېرنګي، پاکستان له لوی هند او لوی افغانستان څخه په را بېلولو د نړۍ د نقشې پر مخ را ايستلی، ځکه خو د کاغذ پر مخ د نقشې دغه کرښې د چا د زړه پر تخته ليک نهشوې.
د بنګلهدېش په ازادي پاکستان مات او د دې نقشې کرښې د کاغذ پر مخ هم ګل شوې، هغه دا چې د پېرنګي له خوا د پاکستان جوړې کړې نقشې ته په کتو پاکستان نور له منځه تللی.
دغو حقيقتونو ته په کتو په پاکستان کې کودتا کومه نوې خبره نه ده. يوازې پوځ د کودتاوو پړ نه دی، ولسمشرانو هم پر حکومت کودتا کړې، د خلکو په رايه ټاکلي حکومتونه يې نسکور کړي دي، سترې محکمې يا قضا هم د کودتا د قوماندې په ورکولو د منتخبو حکومتونو د برطرفي حکم صادر کړی دی.
که څه هم د دې هرې کودتا لکۍ د پاکستاني پوځ په ښکر پورې تړلې، خو پوځ په ډېری مواردو کې د خپل بام واورې پر نورو هغو ورغورځولې دي.
د پوځ د کودتاوو تاريخ څرګند دی چې تر دريو لسيزو زيات يې په پاکستان کې د خلکو مدني حقونه تر خپلو بوټانو لاندې مروړلي دي.
څنګه چې د پاکستان تاريخ او بنسټ پر غصب او کودتا ولاړ دی، ځکه خو هورې ملکي حکومتونه د ټينګښت توان او شيمه نهشي موندلای.
فاطمه جناح په يوه مرکه کې ويلي؛ “په حقيقت کې يې ورور محمد علي جناح د ناروغي او استراحت په پلمه د بلوڅستان زيارت ته په تبعيد کېدو په يوه سپينه او سړه کودتا کې بېواکه کړای شوی و. يوه ورځ يې صدراعظم لياقت علي خان ليدو ته راغی، له تلو وروسته جناح ما ته وويل؛ ته پوهېږې لياقت د څه لهپاره راغلی و؟
ما ورته کړه، ستا پوښتنې ته راغلی و.
ده د سر په ښورولو وويل، نه! د دې لهپاره راغلی و چې ما په خپلو سترګو وګوري چې څو ورځې نور ژوندی پاتېدای شي…”
د فاطمې په خبره، جناح يې له بلوڅستانه په يوه غورازه امبولانس کې بېرته کراچۍ ته ووړ چې امبولانس په لاره کې خراب شو او جناح په حق ورسېد.
دا اوس چې د پوځ له خوا د عدليې او عمران خان پر اوږو له ټوپک ايښودو د نواز شريف حکومت نسکور کړای شو، عمران خان د راتلونکي صدراعظم په توګه داسې اکټونه را واخيستل چې پر پوځ ښه نهشوای لګېدای، ځکه خو يې په ده پسې د ښځينهوو د جنسي ځورونې دوسيه را وايستله.
پر ده د خپل ګوند يوې ښځينه د دغسې ځورونې ادعا وکړه او هغه برېښليکونه يې رسوا کړل چې عمران وخت پر وخت وراستولي وو.
عمران خان به دا ټول برېښلیکونه پر يوه ورځ ګلالۍ ته نه وي لېږلي، خو دا چې ګلالۍ څنګه دغه مهال هغه را پورته کړل، د ټايمنګ له اړخه پاموړ پرمختيا ده.
پوځ که نن نه وي سبا به له عمران خان سره هغه لوبه کوي چې له خپل پخواني بغلبچه نواز شريف او نورو غلامبچهګانو سره يې وکړل.
عمران خان د دغسې تورونو ګڼې دوسيې لري، پر ده يوې بهرنۍ مېرمنې ادعا کړې وه چې ماشومه يې له ده څخه ده. د ده پر خلاف له ريحام خان سره د معاشقې، واده او بيا بېړني طلاق يوه بله دوسيه هم د محکمې پر ځای د خلکو د ضمير په عدالت کې پرته ده.
د دغې معاشقې او نکاح تنده او تلوسه دومره وه چې خواله رسنيو د ده يوه ويډيو خپره کړه چې له خولې يې بسم الله الرحمن الريحام وتلی و.
په پاکستان کې يو په بل پسې د پوځ له خوا د سياستوالو په خصي کولو ښايي تر دې وروسته څوک د پوځ د ګټو او موخو پر وړاندې د راپورته کېدو ګستاخي و نهشي کړای.
سره له دې چې په پاکستان کې د ځواکمن ملکي حکومت د چلښت توان نه ليدل کېږي، خو پوښتنه دا ده چې پوځي استبداد به پاکستان وساتلای شي؟
که يوازې پوځ دغه چاره تر سره کولای شوای، بنګلهدېش به نه ترې بېلېدای، يو لک پوځ به هندي جنرال اروړه ته وسله نه غورځوله.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320