پياز له اوښکو پرته واړه کولای شو / ژباړه؛ اصف مشال

0 1,516

پياز د سولفکسیډ په نامه یو ډول امینواسیډ لري، کله چې پیاز ټوټه کوئ، دغه امینواسیډونه زیانمنېږي چې په پایله کې د سترګو په تحریکوونکي ګاز بدلېږي. دا ګاز د پياز له منځه سترګو ته لاره کوي، سترګې هم د خپل ځان د پاکولو او ګاز د له منځه وړلو له‌پاره اوښکې تولیدوي.

حل‌لاره دا ده
۱۱. تر اوبو لاندې د پیازو ټوټه کول د دې سبب کېږي چې د سولفکسید عناصر تر سترګو پورې و نه رسېږي، په دې ډول مو سترګې اوښکې نه کوي.

۲. پیاز ښه سوړ کړئ، د پياز سوړوالی د دې لامل کېږي چې سولفکسیډونه ژر په اوښکې تویوونکي ګاز نه بدلېږي. تر ټوټه کولو پنځلس دقیقې مخکې پیاز په یخچال کې کېږدئ، وروسته یې په ارامۍ سره ټوټه کړئ، شاید په ټوټه کولو کې یې یو څه سختوالی راشي، خو دا کار ګټه لري.

۴. یوه ټوټه وچه ډوډۍ په خوله کې ونیسئ، شاید دا کار یو څه حیرانووکی يا بې‌خونده درته ښکاره شي، خو د سترګو تحریک کموي. هغه ګازونه چې د پیاز له منځه پورته کېږي، مخکې له دې چې پزې او سترګو ته داخل شي، ډوډۍ يې ځان ته جذبوي.

۵. د پیاز ټوټه کول، یانې د پياز سلولونو ته زیان رسول او هغه پرې کول دي؛ نو هر څومره چې چاړه تېره وي، سلولونه لږ زیان ویني او د پیاز له سلولي دېوالونو لږ ګاز ازادېږي. د پیاز له ټوټه کولو مخکې د چړې په تېره‌والي ځان ښه ډاډه کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply