ناره‌ی قوماندان سیدک عصمت قانع

0 1,257

ښایسته ډېر مجاهدین سره راټول شوي وو او قاري صاحب زین العابدین اخندزاده وعظ کاوه. قاري صاحب د جهاد فضیلت او برکت بیاناوه، په نطاقۍ کې یې جوړنه نه وه، جملې یې داسې تر خولې راوتلې ته به وا ملغلرې تویوي.

قاري صاحب ویل چې د مجاهدینو د پښو دوړه د جنت د عطرو وږمه ده، د مجاهدو د وجود سیوری د جنت د چنارونو یخ سیوری دی او څوک چې په رښتیا جهاد کوي، ځای یې په جنت کې دی. هر څوک چې په دې کې شک لري؛ نو پر ایمان دې ووېرېږي.

کله چې به د قاري صاحب احساسات را و ایشېدل؛ نو د وعظ په وخت کې به یې خبرو ته مترنم اهنګ ورکړ او نورو مجاهدینو چې د قاري صاحب وعظ او نصیحت ته یې غوږ نیولی وو، د احساساتو په وخت کې چیغه کړه ، چې نعره یې تکبیر، د غونډې برخه‌والو به درې ځله تکبیر شریف الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر ووایه.

بیا به یې چیغه کړه چې د ناره رسالت او برخه‌والو به د یا رسول الله فریاد درې ځله تکرار کړ.

قوماندان سیدک چې د قاري صاحب څنګ ته ناست و، د کلاشینکوف د شاجورونو ښایسته چانټه یې تر ملا تړلې وه، د ناره‌ی رسالت تر خلاصېدو وروسته یې میدان ته را ټوپ کړه او چیغه یې کړه چې ناره ی قوماندان سیدک.

هېچا یې هم د چیغې د تکرار او بدرګې کړاو پر ځان رانه ووړ، قوماندان خپه شو.
ده فکر کاوه چې تر خدای او رسول وروسته څوک چې باید چیغه یې پورته شي، هغه سیدک او مجاهدین دي، ځکه قاري صاحب مجاهدین دومره وستایل چې واجب الاحترام یې وبلل او مجاهدین یې له هره اړخه سپیڅلي، پاک او له ګناهونو څخه فارغ یاد کړل. د مجاهد احترام یې پر ټولو فرض کړ.

د قوماندان سیدک ناره ی پرون د کابل د پروان کارتې پر چوک پر یوه لوی ټلوېزیوني سکرین باندې د امر مسعود تر هغو انځورونو پورې را یاده شوه چې وار په وار به راڅرګندېدل.

بس د ټلوېزیون پر سکرین باندې همدا د امر صاحب انځورونه وو چې اخوا دې خوا کېدل. راسره سپور ټکسي ډرېور چې پخپله هم د پنجشېر و، د ټلوېزیون سکرین ته تر کتلو وروسته زما خوا ته وکتل او د یوه ساړه اسوېلي تر ايستلو وروسته یې وویل؛ بیادر جان، اینها امر مسعود را دوست ندارد، پول می کپانه از خاطر پول این تلویزیون را در ایجا نصب کده.

ده وویل، څوک چې دې خلکو ته روپۍ پیدا کړي، ورته سجده هم کوي، زه نه پوهېدم، چې د ټکسي ډریور ته څه ووایم. هغه رښتینی و، هغه رښتیا ویل، له تېرو یوولسو کالو راهیسې چې په کابل کې د خرڅلاو له‌پاره کوم مواد زیات عرضه کېږي؛ نو هغه شهیدان دي.

هر څوک یو شهید لري او هر څوک د خپل شهید د خرڅلاو له‌پاره مارکېټ لري. د وحدت حزب، مزاري مخ ته کړی دی او د افغانستان د سولې او عدالت شهید یې بولي. د نظار شورا د مسعود پر عسکونو سیاست کوي. دوستم خو پخپله ژوندی دی، خو د سیاست په مارکېټ کې بیا د ازبکو د محرومیت پر کارټ باندې روپۍ راټولوي او پخپله نه د ازبک په کیسه کې دی او نه یې د محرومیت.

د پښتو مارکېټ هم له چانه کم نه دی، پښتانه کمېشن کاران بیا د پښتو او پښتنو نوم د شعار او بازار وسیله ګرزوي او غواړي چې د خپلو ناکامو معاملاتو د تاوده مارکېټ وسیله یې وګرزوي.

خو په دغه کار کې افراط خپل وروستي حد ته رسېدلی دی. نږدې ده چې د خدای او رسول تر نومونو وروسته د سیاست د چټل بازار پر ټغر مقدسات او نامقدسات سره ګډوډ شي.

اوس چې د جنګي او جهادي ګروپونو، جهادي او مقاومتي بازار ورځ پر ورځ له جمود او رکود سره مخامخ کېږي، ځینو خلکو بیا هڅه پیل کړې چې د بلا اړخ ته داتنیکي او سمتي تعصباتو تاویز را وکاږي او په دې ترتیب سره عام خلک یو ځل بیا د ځان خواته را مات کړي، خو د دغو تاویزونو پدل هم مات شوی دی.

یوازې د قدرت پر ډګر د مافیایي ډلو کار و بار اخلاف او د بهرنیو استخباراتو د جاسوسۍ نسخه ده چې لا په مارکېټ کې یې سکه چلېږي او د دغې سکې د چلاو له‌پاره سر له همدا اوسه هغه تحرکات بیا په نویو رنګونو رنګېږي چې افغانستان ته د غمیزو د را زېږولو او جنګي ډلو ته د پانګو د راجلبولو وسیله ګرځي.

په دغو تحرکاتو کې یو ځل بیا د شهیدانو کارټ میدان ته لوېږي او د شهیدانو د سیمه يیزو سکټاریسټي رنګ په جلوه کې د جهاد او مقاومت سورنا ته ګډا جوړېږي.

خو راغلو قدرتونو د جهاد او مقاومت مهرې په ډګر کې دومره نڅولې دي چې نور یې نو ګډا او نڅا یوه بې‌خونده او بې‌رنګه ننداره ده او د نویو نندارو د نویو لوبغاړو پر سینګار او کردار باندې کار شروع شوی دی. هسې مالومېږي چې یو ځل بیا د سیدک قوماندان د ناره سیدک په ځواب کې خلک چوپ پاتېږي او ناره یې د اورېدلو قبولیت او مقبولیت نه پیدا کوي.

خو چاره نه‌شته، حتمي باید د قدرت د لېونۍ لوبې لېوني لوبغاړي د ناره سیدک پر خره سپاره شي.

وګورو چې تاریخ د قوماندان سیدک پر ناره باندې د کومیډي کومه ډرامه د کوم ډایرکټر له خوا نندارې ته وړاندې کوي.

روزنامه سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply