نوې طرحه زړې ستونزې؛ د کابل ښار امنيتي طرحه به امنيت ټينګ کړي؟ / خوشحال آصفي

0 832

په وروستيو څو مياشتو کې د تيرو څو خونړيو بريدونو وروسته، افغان حکومت د پلازمینې کابل د امنیت لپاره نوې طرحه اعلان کړه. چارواکي وايې دا طرحه لومړی د کابل په ډيپلوماټيکو سيمو او وروسته په ټول ښار کې پلي کيږي. د چارواکو په وينا د نوې جوړې شوې طرحې له مخې به سړکونه د خلکو پر مخ نه تړل کيږي بلکه لوی او بار وړونکي موټرونه به په دغو سيمو کې تګ راتګ نه شي کولی. په چک پاینټونو کې له روزل شويو سپیو کار اخیستل، په ښار کې د امنیتي کمرو او ګرځنده سکنرونو نصبول، ګرځنده ګزمه او د تاوتریخوالي ضد ۵۰۰ کسیز کنډک زیاتول هغه موارد دي چې په نوې امنیتي طرحه کې ځای پر ځای شوي دي.

خو اساسي پوښتنه دا ده چې د یادې طرحې په پلي کيدو سره به څومره امنيت تامين شي؟

آیا دغه طرحه کولی شي چې د ټول کابل ښار امنيت ټينګ کړي؟

که څه هم امنيتي چارواکي وايې چې ياده طرحه به لومړی په ډیپلوماټيکو ساحو او وروسته به ټول ښار ته وغځيږي خو په ښار کې د ځينو افرادو زورواکۍ او د ونډې له مخې د کابل ښار امنيتي حوضو وېش ته په کتو، ډيره هيله مندي نشي کيدای چې ګويا طرحه دې په ټوله مانا د خلکو امنيت تامين کړلی شي. بله خبره دا چې د یادې طرحې له مخې د امنيت د ساتلو ډير تمرکز په ډيپلوماټيکو ساحو دی او عام ځايونه په نظر کې نه دي نيول شوي. ډيپلوماټیکې ساحې خو اوس هم تر کلکو امنيتي تدابيرو لاندې دي خو بيا هم دښمن توانيږي چې ځان ورته ورسوي او خپل هدف تعقيب کړي.

په ښار کې په ډيپلوماټيکو ساحو کې تر ټولې چې د ډير امنيتي تدابيرو لاندې دي هغه د سفارتونو او سياسي نمايندګيو سیمې دي. خو مونږ او تاسې وليدل چې وسله والو آن تر سفارتونو هم ځانونه ورسول او په کې يې ترهګريز بريدونه وکړل. د المان او عراق په سفارتونو وروستي بريدونه يې تازه بېلګې دي. خو بيا هم که حکومت د ډيپلوماټيکو ساحو امنيت ټينګ کړي؛ احتمال شته چې د مرګ ژوبلې مه به ونيول شي خو دلته د ولس غوښتنه د ډيپلوماټيکو ساحو امنيت ټينګول نه دي. ولس د خپل ځان خونديتوب غواړي، ولس د عامو ځايونو د امنيت ټينګښت غواړي. حکومت بايد ډير تمرکز په هغه ساحو کړی وای چيرته چې ولس دی، کوم ځای چې ولس ته لومړيتوب لري. حکومت بايد د امنيت د ټينګښت لپاره اساسي فکر وکړي او يواځې د ځان په خوندي کولو دې اکتفا نه کوي.

هغه اساسي ټکي چې که حکومت يې مراعات کړي امنيت به ټينګ شي:

  1. د کابل ښار امنيتي حوزې له سهامي وېش څخه راويستل، خپلواک کول او بيا د امنيت بشپړ واک ورکول چې هر څوک او هر چارواکی تلاشي کړلی شي
  2. د تورې ښيښې لرونکو موټرو ښيښې سپينول، که سپينول ستونزمن وي نو د همدغو موټرو، موټر چلوونکو او په کې تلونکو افرادو کلکه تلاشي او څار کول
  3. ناکاره او ناغيړه امنيتي مسولين له دندو ګوښه کول او پر ځای يې وړ په کار پوه کسان په کار ګمارل
  4. په ښار کې د امنيتي چک پواينټونو پوليسو ته د تلاشۍ او څار سالمه زده کړه ورکول
  5. په حکومت کې دننه د جاسوسو او د دښمن همرازو اشخاصو پيدا کول او علني محاکمه کول
  6. د کشفي ارګانونو چاڼ او وړ او په کار پوه کسان يې پر ځای په دندو ګمارل
  7. په امنيتي سکتور کې د مکافاتو او مجازاتو فرهنګ پلي کول
  8. په ښار کې د موجودو د ولګرد او لنډغرو افرادو نيول
  9. په امنيتي او کشفي ادارو کې د زورواکانو د مداخلې مخنيوی کول
  10. کم تر کمه په مياشت يو ځل د ولسمشر له لوري د کابل ښار امنيتي مسولينو پوښتل او ترې د مياشت په جریان کې د ترسره شوې ناغيړۍ پوښتنه کول

باوري يو که چيري په پورته يادو شويو ټکو عمل وشي نو پرته له شکه چې کابل به امن شي. نه يواځې کابل بلکې که په ټولو ولايتونو کې ياد شوي ټکي په نظر کې ونيول شي؛ خلک به د آرامۍ ساه واخلي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply