د طالبانو ملا رسول ډلې هېوادوالو ته مبارکي ورکړه

0 1,349

د ملا محمد رسول په مشري د طالبانو ډلې هېوادوالو ته د خپلواکۍ د اته‌‌نوييمې کاليزې مبارکې ويلې ده.
دغې ډلې سرخط ورځپاڼې ته دغه مبارکي لېږلې چې کټ مټ يې خپروو.

بسم الله الرحمن الرحيم
د هېواد د خپلواکۍ د ۹۸۸يمې کاليزې په مناسبت د افغانستان د اسلامي امارت د عالي شورا د مبارکۍ پيغام.

د افغانستان په تاريخ کې دا ورځ د افتخار او خوشحالي ورځ ده. د زمري اته ويشتمه د افغانانو په تاريخ کې يوه تاريخى ورځ ده چې په دې ورځ يې ستر ښکېلاک انګليس له سترې ناکامي سره مخ کړ او زموږ له مبارکې خاورې يې په ډېره شرمندګي او ذلت تيښتې ته مجبور کړ.

حال دا چې هغوى په ډېرو عصري وسايلو سمبال او مجهز وو او او زموږ غازيان او مجاهدين په ډېرو کمزوريو محدودو وسلو سمبال وو، خو لله‌الحمد په ايماني او اسلامي جذبه او افغاني غرور يې د نعره تکبير او الله اکبر په زمزمو داسې خوار او ذليل کړل چې په ټوله نړۍ کې له ماتې سره مخامخ شول.

افغانانو جهان ته دا ښوولې ده چې که په ظاهري وسايلو کمزوري وي، خو ايماني قوه يې غښتلې وې.

د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا چې د الحاج ملا محمد رسول تر قيادت لاندې د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې مجاهدين او افراد لري، د دې تاريخي او وياړلې ورځې مبارکي عمومآ مسلمانو ته او بيا خصوصآ افعانانو ته وايي او الله ج ته سوال کوو چې نور دې الله زموږ په ګران وطن کې د اسلامي نظام تطبيق، امن، ازادي او د ورورولي فضا قايمه او الله ج دې زموږ هېواد د خارجيانو له اشغال نه ازاد کړي.

د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا نن ورځ يو وار بيا پر خارجيانو دا غږ کوي چې خپل عسکر دې زموږ له هېواده وباسي او اشغال، ظلم، بربريت او افغان وژنې ته نوره خاتمه ورکړي، ځکه دا ستاسې په مالي او ځاني زيان تمامېږي.

نور پوځونه او عسکر د افغان وژنې له‌پاره مه رالېږئ، مساله دعکسرو په زياتولو نه حل کېږي، که په دې باندې مشکل حل کېداى، نو تاسې چې دلته څه کم يو نيم لک پوځيان درلودل او په قسمه قسم وسايلو باندې سمبال واست، خو جنګ مو و نه ګاټه، ستاسې په ناکامي تمام شو.

افغان پرېږدئ چې مساله په خپله حل کړي. نور تاسې ته دلته د بقا مجوز نه دی پاتې.

موږ پر ټوله نړۍ او اسلامي هېوادونو باندې غږ کوو چې خارجيان دې ته قانع کړي چې د افغانستان خاوره ترک، خپل پوځونه وباسي او افغان پرېږدي چې مساله په ذات البيني تفاهم حل کړي او افغانان نور دې له مصيبت اوکړېدلي حالت نه خلاص کړي.

وسلام
د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply